کور / سپورټي / کرکټ: افغان ملي لوبډله اسلام اباد ته روانه سوه

کرکټ: افغان ملي لوبډله اسلام اباد ته روانه سوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له غرمې وروسته د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته روانه شوه.


د لوبډلې له روانېدو مخکې د افغانستان کرکټ بورډ په دفتر کې د يوې خبري غونډې پر مهال دکرکټ بورډ اجرائيوي رييس نسيم الله دانش، د ملي لوبډلې نړيوال روزونکى راشد لطيف او د لوبډلې کپتان نوروز منګل پاکستان ته دسفر په اړه رسینو ته معلومات ورکړل.
د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس نسيم ا لله دانش وويل چې ملي لوبډله به په پاکستان  کې د کرکټ درې يو ورځنۍ لوبې ترسره کوي، لومړۍ لوبه به په اسلام اباد، دويمه به په راولپنډۍ او درېيم به په فيصل اباد ښار کې ترسره کيږي.
نوموړي زياته کړه ؛چې ددې سفر يوه لوبه په ايبټ اباد ښار کې تنظيم شوې وه، خو دامنيتي ستونزو له امله دغه لوبه اسلام اباد ته منتقل شوه.
هغه زياته کړه چې تېره مياشت د پاکستان د کرکټ بورډ د مشر حضرت عمر زاخېلوال په سپارښتنه د کرکټ بورډ يو لوړ پوړي پلاوي دپاکستان لاهور ښار ته سفر وکړ او د پاکستان د کرکټ بورډ له چارواکيو سره يې ددې سياليو او د کرکټ په نورو برخو کې دپاکستان د مرستو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي نسيم الله دانش وويل چې د افغانستان د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډله به يوه نيم مياشت وروسته ايرلينډ ته سفر کوي او هلته به د ١٩ کلنو ځوانانو د کرکټ نړيوال جام دغوراوي په سياليو کې ګډون کوي.
نوموړي زياته کړه چې د بنګله دېش د کرکټ بورډ سره يې هم خبرې کړې او هغوى ورته دکرکټ په هره برخه کې د مرستو ډاډ ورکړى دى.
د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وويل چې د بورډ د مشر ډاکټر زاخېلوال په مشوره يې پنځه کلنه ستراتيژي جوړه کړې ده، ددې ستراتيژۍ له مخې به په راتلونکو پنځو کلونو کې د افغانستان په کرکټ کې به ډير پرمختګ راشي. په نړيوال معيار برابر به نوي لوبغالي جوړ شي، د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې به د کرکټ اکاډمۍ جوړی کړي او د کرکټ لوبې ته په کليوال او ښوونځيو په کچه پرمختګ ورکول کېږي.
 
نسيم الله دانش زياته کړه چې د کرکټ ملي لوبډلې د کپتان تبديلي پرېکړه يې  په مشوره کړې او دغه کار يې د کرکټ د پرمختګ لپاره کړى دى.
هغه وويل چې حميد حسن ډېر تکړه او پياوړى لوبغاړى او دافغانستان کرکټ بورډ د کرکټ په هره برخه کې د خدمتونو درناوی کوي.
د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکى راشد لطيف هيله څرګنده کړه، چې دافغانستان لوبډله په پاکستان کې بريا ترلاسه او خپل هېواد ته به اتله بیرته راستنه شي.
نوموړي زياته کړه چې دپاکستان د سياليو لپاره يې ښې تياريانې نيولي او په جلال اباد کې يې لوبغاړو ته ښه تمرينونه او روزنه ورکړې ده.
د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل هم وويل چې په لوبډله کې يې پياوړي لوبغاړي شتون لري او دوى دا وړتيا لري چې دپاکستان لوبډلې سره ښه مقابله وکړي .