ورځپاڼو ته کتنه

عطاالله محمدي | مې 24th, 2011


په کابل کې خپريدونکو ورځپاڼو نن بيا هم تر ډيره هغو پرمختګونو ته کتنه کړې، چې په افغانستان کې د سولې او پخلاينې په برخه کې رامنځ ته کيږي.
افغانستان نا دولتي ورځپاڼې په کابل کې د ناټو د عمومي منشي پرونۍ څرګندونې راخستې، چې د ورځپاڼې په وينا طالبانو ته په کې يو څرګند پيغام موجود وو.

ورځپاڼه ليکي، چې راسموسن د افغان دولت وسله والو مخالفينو او په تيره بيا طالبانو ته دا څرګنده کړه، چې په هيڅ صورت کې په جګړه کې نه شي بريالي کيداي، بلکې د ده په وينا که تاوتريخوالي ته دوام ورکړي، نو د اسامه بن لادن له برخليک سره به مخ شي.

ورځپاڼې وړاندې د سولې او پخلاينې لپاره د ښاغلي راسموسن له خوا، چې کوم شرايط وړاندې شوي مهم بللي او ليکي، چې دا د سولې د بهير په اړه د ناټو د څرګند دريځ څرګندويي کوي.

ويسا خپلواکې ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې د ناټو د عمومي منشي دا پيغام راخستې، چې د افغان دولت وسله وال مخالفين به يا د سولې له بهير سره يو ځاي کيږي او يا به له منځه وړل کيږي.

خو ورځپاڼه ليکي، چې د سولې لپاره هم د ښاغلي راسموسن شرط دا دي، چې وسله وال مخالفين بايد له القاعده سره اړيکې وشلوي او له تاوتريخوالي لاس په سر شي.

خو ورځپاڼې په خپله سرليکنه کې بيا په دې ټينګار کړې، چې امريکا او نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو شعاري نه بلکې عملي ملاتړ وکړي.

ورځپاڼې وړاندې په دې هم ټينګار کړې، چې دا ډول هڅې بايد د افغانانو لخوا پرمخ بوتللې شي، ځکه د ورځپاڼې په وينا دا د افغانانو لانجه ده او دوي يې په هواري ښه پوهيږي.

ورځپاڼه په خپل وروستي تحليل کې ليکي، چې په افغانستان کې دننه د ځينو کړيو له خوا د سولې له بهير سره مخالفت او بيا په نړيواله کچه له طالبانو سره د خبرو اقرار د يوې داسې توطعې ښکارندويي کوي، چې هدف يې په سيمه کې سوله او ثبات نه دي.

هيواد دولتي ورځپاڼې بيا په هيواد کې دننه او بهر د سولې لپاره روانو هڅو ته په اشارې دا يو غوره فرصت بللي، چې بايد ترې بشپړه ګټه پورته شي.

که څه هم ورځپاڼې د سولې له بهير سره د وسله والو مخالفينو يو ځاي کيدل خورا مهم بللي، خو دې ورځپاڼې هم د ناټو د مشر څرګندونو ته په اشارې ليکلي، چې که له دې بهير سره څوک نه يو ځاي کيږي، نو له منځه به وړلې کيږي.

د ځانګړې محکمې فعاليتونه بله مهمه مساله ده، چې په کابل کې خپريدونکو ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کې راخستې.

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره ليکلي، چې د ځانګړې محکمې د کار پايلې به راتلونکې اوونۍ اعلان شي او تمه ده، چې تر سلو زيات وکيلان له جرګې وويستل شي.

خو افغانستان بيا د ځانګړې محکمې په اړه روانو بحثونو ته په اشارې د دې محکمې برخليک او ولسي جرګې ته د کانديد وزيرانو د ورپيژندلو بهير تيت بللي، چې د ورځپاڼې په وينا د بې باورۍ يوه فضا يې رامنځ ته کړې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024