د ناټو پنځم سرتېرى هم ووژل سو

عطاالله محمدي | مې 23rd, 2011


د ناټو ځواکونو يوه خپره سوې اعلاميه چي يوه کاپي يې لراوبر ته هم لېږلې ليکي چي نن يې د افغانستان په لوېديځ کي يوه سرتېرى ووژل سو . خبرپاڼه ليکي چي نوموړى سرتيرى هغه وخت ووژل سو چي کله د سړک د غاړي پر يوه ښخ سوي ماين وخوت . اعلاميې د تل په څېر د وژل سوي سرتيري د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ په ډاګه کړى . خو طالبانو په هلمند کي د بهرنيانو د دوو ټانکونو د منځه وړلو خبر ورکړى دئ .
ناټو نن ورځ په يوه بله اعلاميه هم لراوبر ته لېږلې وه چي په هغې کي يې د افغانستان په ختيځ کي هم د خپلو څلورو سرتيرو د وژل کېدو خبر ورکړى و .

Copyright Larawbar 2007-2024