طالبان : په لوګر مو يوه څارګره الوتکه رانسکوره کړه

عطاالله محمدي | مې 22nd, 2011


طالبانو پخپل سايټ کي خبر ورکړ چي نن ورځ شاوخوا لس بجې يې د لوګر ولايت د مرکز اړوند د پاتخاب په شاني کلي د دوى ملګرو يوه الوتکه رانسکوره کړه . طالبان وايي چي نوموړي الوتکي په ياده سيمه کي څار کاوه چي بريد پر وسو او په ډزو ولګېده چي د ډزو د لګېدو له امله په هغه سيمه کي راولوېده .
په دې اړه تر اوسه بهرنيانو څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024