کور / تازه خبرونه / خوست: وسله والو د ترافيکو دفتر په نښه کړ

خوست: وسله والو د ترافيکو دفتر په نښه کړ

د خوست ولايت چارواکي وايي نن سهار وختي پر څلورنيمي بجې څلورو وسله والو د دې ولايت د ترافيکو دفتر ته ننوتل او له هغه ځايه يې له افغان ځواکونو سره مقاومت شروع کړ.
د خوست امنيه قومندان عبدالحکيم اسحاقزي رسنيو ته ويلي په دې حمله کي درې افغان پوليس مړه سوي، يو ولسي وګړى او درې پوليس ټپيان سوي دي.
اسحاقزي ويلي بريدکوونکي د ودانۍ دوهم منزل ته ختلي دي او له هغه ځايه پر افغان او بهرنيو ځواکونو ټکان کوي، خو دوى هڅه کوي چي له منځه يې يوسي.
نوموړي وويل حمله کوونکي ځانمرګي دي او د چاودونکو موادو ډک موټر هم تعمير ته نيژدې درولى دئ.