ورځپاڼو ته کتنه

عطاالله محمدي | مې 23rd, 2011


په ايران کې لا هم د افغانانو د اعدام لړۍ راونه ده
په کابل کې خپريدونکو ورځپاڼو د ځينو نورو مسايلو ترڅنګ د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکارېو د سند په اړه هم ځينو پرمختګونو ته کتنه کړې، چې حميد مومند په لاندې يوه مطلب کې رانغاړلي دي.

ويسا:

ويسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليک کې ليکلي، چې امريکايان په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور د قانوني کولو مخالف دي.
د ورځپاڼې په وينا که څه هم د ستراتيژيکو همکارېو په سند کې د افغان دولت له خوا وړاندې شوې يو اساسي شرط دا دې، چې د امريکايي ځواکونو حضور بايد په يو قانوني چوکاټ کې راوستلې شي، خو د ورځپاڼې امريکا غواړي دا بحث له ۲۰۱۴ ميلادي کال وروسته ته وغزوي.
ورځپاڼې وړاندې د ځينو سرچينو په حواله ليکلي، چې د اوس لپاره امريکايي ځواکونه د هغه تړون له مخې خپل حضور تنظيموي، چې په ۲۰۰۳ ميلادي کال کې د وخت د بهرنيو چارو وزير ډاکټرعبداله له خوا لاسليک شوې او دوي ته په کې لا محدود او د هر کار اجازه ورکړل شوې.

انيس:

انيس دولتي ورځپاڼې بيا په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره ليکلي، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکارېو سند، چې د افغان دولت له خوا ترتيب شوې امريکا ته وسپارلې شو.
ورځپاڼه ليکي، چې پرون په دې اړه د امنيت د ملي شورا غونډې ته، چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ جوړه شوې وه تفصيلي معلومات وړاندې شول او پريکړه وشوه، چې ځانګړې شوې کمسيون دې د دې سند زمايم دې هم ترتيب او د امنيت د ملي شورا له تاييد وروسته دې امريکا ته وسپاري.
په ايران کې د افغان بنديانو اعدام بله مهمه مسئله ده، چې په کابل کې خپريدونکو ورځپاڼو راخيستې.

ملي ارمان:
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې ليکلي، چې ايران له افغان دولت سره د شوېو موافقو برخلاف د افغانانو اعدام ته دوام ورکوي.
ورځپاڼې د يو جګ پوړي افغان چارواکي په حواله، چې نوم يي نه دې اخيستل شوې ليکلي، چې ايران د غويي د مياشتې په شپاړلسمه نېټه دوه افغانان د زاهدانو په زندان کې په دار کړي دي.
ورځپاڼه وړاندې ليکي، چې يوازې دا نه بلکه ايراني پوله ساتونکي ځواکونه هغه افغانان هم په بې رحمۍ سره وژني، چې ايران ته د اوښتلو هڅه کوي.

اراده:

ارادې خپلواکې بيا د ايراني چارواکو د دې اقدام په وړاندې د افغان دولت په چلند انتقاد کړې او ليکلي، چې افغان لورې په دې اړه د بې پروايي ننداره وړاندې کړې.

Copyright Larawbar 2007-2024