امريکايي چوڼۍاواستعماري نخشې پينځمه برخه
ددې لړۍ د تيري برخي لوستلو ته داځای کلیک کړﺉ
امريکايي چوڼۍ او په هيواد کي د کودتاوو مخنيوی
ځيني امريکا پلوه افغان ليکوال او سياسي مبصرين استدلال کيي، چي د امريکايي پوځيانو دايمي چوڼۍ به په هيواد کي دکودتاوو او غيرقانوني بلواوو مخه ونيسي؛ او سياسي ثبات به په خپل وار سره په جگړو وران کړي افغانستان کي، اقتصادي ترقۍ او پرمختگ ته لاره هواره کړي .
دا خبره تر ډېره ځايه سمه برېښي، چي امريکايي چوڼۍ به د وسلو په زور د تپل سوي نظام د نسکورېدو مخنيوی وکړي؛ خو په هيڅ وجه نسي کولای د خپلواکۍ، عدالت او بشري حقوقو له پاره زموږ د دردمنو او کړېدلو خلگو د ولسي پاڅونو مخه ونيسي . سربېره پر دې، د بهرنييو پوځي اډو په مرسته د واکمن مزدور نظام د ساتني تجويز په خپله هم چندان علمي او معقول اساس نه لري؛ ځکه د يوه هيواد د سياسي، اجتماعي او اقتصادي نظام غوراوی يا انتخاب يوازي د هغه هيواد خلگو حق دئ، نه د يرغلگرو لښکرو. دا حق د معاصرو بين المللي حقوقو په اساسي اصولو کي هم په پوره وضاحت او صراحت سره بيان سوی دئ ( د نورو مالوماتو له پاره و گورئ : ټونکين ۹۷، ۱۰۵؛ فيلډمن او نور ۱۳۷، ۱۴۳) .
هيڅ خپلواک او باغروره افغان دا خبره نسي منلای، چي امريکا او نورو ايتلافي دولتونه د توپ او ټانک په زور پر مظلومو افغانانو خپل سياسي، اجتماعي، اقتصادي او فرهنگي نظام تپي؛ او بيا يې د پوځي اډو په زور تل ترتله ساتنه او دفاع وکي . افغانان پوهېږي، خپل سياسي، اجتماعي او اقتصادي نظام يې.که دولتي نظام ملي او ولسي خټه ولري، بېله شکه به يې خلگ د زړه له کومي سيله او ملاتړ کيي؛ بالعکس که نظام د خلگو دروا غوښتنو پر خلاف ولاړ يي، بيا به يې خلگ هرومرو د تونس، مصر، لېبيا، يمن، بحرين، مراکش، اردن او داسي نورو هيوادو په څېر،گوښه کولو يا نسکورولو ته اړباسي .
دا خبره دقيقه او پرځای ده، چي تل بايد د يوه ريښتني ملي او ولسي دولت پر ضد د کودتاوو او نورو غير قانوني زور زياتييو مخه ونيول سي؛ خو د مزدورو، مستبدو، لوټمارو او ولسي ضد حکومتو پر خلاف سوله يیزه يا وسله واله مبارزه، دواړه د هر هيواد د اولسو، نه بېلېدونکی حق دئ .
که امريکايانو اود هغو غربي متحدينو په ريشتيا سره د يوه خوندي، ولسواک او سوکاله افغانستان د جوړولو غم لرلای، نود نجيب الله د حکومت تر ړنگېدو وروسته به يې د يوه پياوړي ملي او ولسي حکومت په را منځ ته کولوکي له جنگ ځپلو افغانانو سره هر اړخيزه انساني مرسته کړې وای . په خواشينۍ سره، چي هغه مهال يې د خپلو ستراتېژيکي هدفو تر پوره کېدو وروسته افغانانو ته شا واړوله؛ افغانستان يې تنظيمي ډلو او د هغو پاکستاني، ايراني او عربي ولي نعمتانو ته پرېښود. له پخوانييو تېروتنو څخه يې په پانيات نه اخيستلو سره د ۲۰۰۱ع کال په اکټوبرکي يو وار بيا د يوه پراخ بنسټه ملي حکومت د جوړولو په لار کي د مظلوموافغانانو روا او انساني حق تر پښو لاند ي کړ؛ او يو ځل بيا يې د دې ستم ځپلو خلگو ټولي واگي تر ټولو نوم بدو قاتلانو، ورانکارو او خاينانو ته وسپارلې؛ او دا دئ له لسو کالو راهيسي، په خپل ټول واک او ځواک سره د هغو ملاتړ کيي .
که د امريکايي چوڼييو د دوام پلويانو، په افغانستان کي د يوه منلي ملي او ولسي نظام د دفاع له پاره د امريکا د پوځي اډو د دوام پر اړتيا ټينگار کولای، هغه مهال به دې خبري له منطق او تعقل سره يو څه اړخ لگولای؛ خواوس گورو چي زموږ غرب مآبه افغان ليکوال او تحليل گران په هيواد کي د جنگي مجرمينو، پېژندل سوو جاسوسانو، غلو او زورواکود کرغېړن نظام د ژغورني له پاره، د امريکايي چوڼييو پر اړتيا ټينگار کيي .
امريکا او نورو غربي متحدينو ته دا خبره هيڅ ارزښت نه لري، چي په يوه هيواد کي واکمن نظام د چا گټي ساتي . ددوی له نظره مهمه خبره دا ده، چي واکمن رژيم تر کومي گچي د دوی سياسي، اقتصادي او ستراتېژيکو گټو ته وفادار دئ . له همدې امله يې په ايران کي د محمد رضا پهلوي، په اندونيزيا کي د سوهارتو، په چيلي کي د پينوشې، په پاکستان کي د جنرال ضياء الحق، په مصر کي د حسني مبارک، په تونس کي د زين العابدين بن علي او ځينو نورو هيوادو کي د دغه راز بشري ضد رژيمو ملاتړ کاوه ؛ اود ادئ ټوله نړۍ گوري، چي تر اوسه لا د خليفه کورنۍ او علي عبدالله صالح په شان مستبدو او فاسدو واکمنانو د ژغورني په خاطر، له هيڅ ډول هلو ځلو لاس نه اخلي .
راسئ د يوه هيوادپال، باوجدانه او منور افغان په توگه دا پوښتنه واړندي کو، چي په افغانستان کي د پردو مزدور، جنايتکار، فاسد او بې کفايته نظام زموږ عام ولس ته څه گټه رسولې ده که څنگه؟
ايا هغه فاسد او مافيايي نظام، په هيوادکي اقتصادي ترقي او پرمختگ را وستلای سي، چي زور واکو ملگرو او پلويانويې، د کابل حکومت د کرني وزرات له رسمي رپوټ سره سم، د بې وسه او بې کسه افغانانو پر ملکيتو سربېره، د بيت المال څلور ميليونه ( ۴،۰۰۰،۰۰۰) جريبه مځکه لاندي کړې يي؟
ايا هغه مزدور او مافيايي نظام هم د اقتصادي او فرهنگي پرمختگ لاره پرانيستلای سي، چي خلگ يې له فساد او بې عدالتييو څخه ويني ژاړي . د ملگرو ملتو د سازمان د رپوټ له مخي زموږ بېوزلو هيوادوالو يوازي په ۲۰۰۹ ع کال کي، د کرزي د فاسد او بې کفايته رژيم خپلسرو واکمنانو ته دوه نيم (۲،۵) ميليارډه ډالر موک ( رشوت) ورکړی دئ، چي دا پيسې په حقيقت کي زموږ د کورني ناخالص محصول څلرمه برخه ده . په افغانستان کي د دولتي فساد په اړه نور تفصيل دلته وگورئ :
http://www.spiegel.de/international/world/0,1518,672828,00.html
ايا له خرچ سوي کرزي څخه بيا د دولتي ادارو تر چپړاسيانو پوري ټول د فساد، خيانت او بې کفايتۍ په طاعون نه دي لړلي؟
دا ټولي خبري او دلايل به يوې خوا ته کښېږدو، راسئ په هيواد کي د اقتصادي پرمختگ پر اساسی او مهم شرط يو څه غوَر او فکر وکو. موږ او تاسي ټول په دې روښانه واقعيت ښه پوهېږو، چي د هري ټولني د اقتصادي او کولتوري پرمختگ تر ټولو مهم او اساسي شرط، په هغه هيواد کي د سولي او امنيت ټينگښت او له دولتي نظام سره دخلگو هر اړخيزه همکاري ده . تر هغه وخته چي سوله او امنيت نه يي ټينگ سوی، اقتصادي پرمختگ او فرهنگي ترقي څنگه را تلای سي؟
ايا اقتصادي او فرهنگي ترقي د پردو ټانکو او الوتکو په زور ممکنه ده؟
بې شکه چي اقتصادي او تخنيکي پرمختگونه د خلگو د سوچونو او دودونو په بدلولوکي ډېره ارزښتناکه ونډه لري؛ خو دا گرده بې سولي او کرارۍ ممکن نه دي . بايد تر هر څه مخکي د خلگو پر ملگرتيا او همکارۍ غوَر وکو. دا خبره هم له هيچا پټه نه ده، چي پردو پوځو د خپل يرغل له همغي لومړۍ ورځي څخه په هيواد کي جگړو، نا ارامييو او کړکېچونو ته لمن وهلې ده؛ او د دايمي چوڼييو په جوړولو سره به بېله شکه دا ستونزي او مصيبتونه نورهم زيات سي .
دغو واقعيتو ته پام سره، اوس زموږ ويښ او هوښيار لوستونکي په خپله قضاوت کولای سي، چي امريکايي لښکرو په افغانستان کي د څه ډول نظام ساتني او دفاع ته ملا تړلې ده؟
ايا دا د مظلومو او کړېدلو افغانانو غوښتنه ده، چي د جنايتکارانو، خاينانو او غلو حکومت د امريکايي توپ او ټانک په زور له کودتاوو يا ولسي پاڅونو څخه و ژغورل سي؟
ايا د امريکايي عسکرو د دايمي حضور په وحشتناکه فضا کي به د افغانستان د بې وسه او بې کسه اکثريت سياسي حقوق، تل تر تله تر پښو لاندي نه يي؟
ايا د کرز ي په گوښه کېدو سره به، عبدالله عبدالله يا کوم بل امريکايي ايجنټ د کابل د تاج او تخت واگي نه تر لاسه کيي؟
زموږ د ټولني عيني واقعيتو ته په کتو سره، دا استدلال هيڅوک نسي قانع کولای، چي امريکايي لښکرکوټونه به افغانان له کودتاوو او بلواوو څخه وژغوري؛ سوله او ثبات به راولي؛ او په دې توگه به دهيواد اقتصادي او فرهنگي پرمختگوته لاره هواره سي .
د امريکايي چوڼيیو داقتصادي گټوافسانه:
ځيني افغان ليکوال او شننونکي استدلال کيي، چي په افغانستان کي د امريکايي لښکرکوټو سته والی او تداوم نه يوازي زموږ سياسي استقلال او ملي حاکميت ته تاوان نه لري، بلکي له اقتصادي پلوه هم ډېري گټي لري . د دوی له نظره يې لويه اقتصادي گټه دا ده، چي د امريکا دولت به زموږ په خاوره کي د خپلو چوڼييو له بابته، افغان دولت ته زياتي پيسې ورکيي .
دا خبره سهي ده، چي امريکايي مقامات به د کابل مزدور رژيم ته د محصول يا تاجايي په نامه څه پيسې ورکړي؛ خو مهمه پوښتنه دا ده، چي امريکايي عسکر ولي، د د ې ښاغلود استدلال له مخي، له يوې خوا زموږ د خاوري، خپلواکۍ او ملي واکمنۍ دفاع کيي؛ او له بلي خوا افغان دولت ته د محصول په نامه پيسې هم ورکيي؟! مگر امريکايان خره دي يا لېوني، چي هم به زموږ د « ساتني » له پاره خپل پوځيان قرباني کيي؛ د عسکري چوڼييو د تمويل په مقصد به ميليارډونه ډالر خاوري کيي؛ او هم به د محصول يا تاجايي په نامه، په کابل کي ناست گوډاگي حکومت ته اضافي پيسې ورکيي؟!
دا خو د عقل او منطق خبره نه ده . د مکتب زده کوونکي هم نسي قانع کولای . نه پوهېږم، چي د امريکايي عسکرو او چوڼييو منتر سوي پلويان په دې خندني استدلال کي څه نبوغ او تبحر ويني؟!
راسئ پر دې خبره يوه روڼا واچوو، چي امريکايان ولي له يوې خوا ځانونه مرگ ته ورکيي او له بلي خوا د خپلي استوگني له کبله، کوربه هيوادو پيسې هم ورکيي .
واقعيت دا دئ، چي امريکايان ظاهراً ځينو، نه ټولو،کوربه هيوادو ته د خپلو عسکري اډو له بابته څه پيسې ورکيي؛ خو په بدل کي يې داسي څه اخلي، چي له ورکړل سوي محصول سره په هيڅ ډول د پرتلې وړ نسي بلل کېدای . د دغه راز استعماري اډو تر شا په عمومي ډول دا هدفونه اوناورينونه پراته دي :
– د ملتونو د ملي شتمنييو لوټول .
– د هيوادو په کورنييو چاروکي ډول ډول لاسوهني . زموږ امريکا مآبه ليکوال او تحليلگران، قرآنونه او قسمونه اخلي، چي امريکايي چوڼۍ به د افغانستان د دولت په کورنييو چاروکي هيڅ راز لاسوهنه نه کيي . مگر سليم عقل، ژور منطق او تاريخي تجربې دا مفتي او هوايي خبري منلای سي؟! دلته بده نه ده، چي په تېرو لسو کالو کي د گرانو لوستونکو پام د يرغلگرو پوځو د لاسوهنو يو څو بولگو او مثالو ته را واړوو، تر څو په خپله قضاوت وکي، چي د پردو عسکرو د توپ او ټانک تر کرغېړن سيوري لاندي د سياسي خپلواکۍ او ملي واکمنۍ ادعاوي څونه واقعيت لري .
ايا دا د افغانستان د خلگو غوښتنه وه، چي په بون کنفرانس کي د تړلو دروازو تر شا د هيواد د مشرتابه مسووليت و پېژندل سوو جنايتکارانو، قاتلانو، جاسوسانو او غلو ته وسپارل سي؟! که افغانستان د امريکايي اشغالگرو په لاس کي نه وای، ايا چا د داسي بربنډي لاسوهني جرأت کولای سو؟
په بون کنفرانس کي د مزدور رژيم داساسي قانون پروژه طرحه سوه، ايا څوک په هغې کي د امريکايي انجينرانو له مهندسۍ څخه نټه کولای سي؟
ايا دا زموږ د هيواد دود او دستور ؤ، چي د دفاع وزير، مرستيالان او نور سرغنه د عسکري کالو
(uniform) پر ځای ملکي جامې واغوندي؟
البته، د دفاع وزرات د مسوولينو له خوا د عسکري يا ملکي کالو اغوستل په ماهيت کي څه لو( لويه) خبره نه ده؛ خو سره له هغه هم زموږ په ملي دودو او رواجو کي د پردو ښکاره لاسوهنه ښيي .
زموږ په هيواد کي چا د مختلط يا گډ اقتصادي سيسټم پر ځای د « بازار» يا « آزاد بازار » اقتصادي سيسټم ودراوه؟ شک نسته، چي د بازار اقتصاد په پرمختللو او ځينو پرمختيايي هيوادوکي ښه نتيجه ورکړې ده؛ ځکه هغوی په دغه راز اقتصادي سيسټم کي د عامو خلگو د حقوقو د ساتني له پاره هم ځانگړي ميکانيزمونه او ادارې جوړي کړي دي؛ خو په افغانستان غوندي وروسته پاته هيواد کي د چور او چپاو، لاقانونيت او څارونکو ادارو د نسته والي له امله د بازار اقتصاد يوازي د مافيا ډلو ټپلو گټي خوندي کيي . دا زموږ غوښتنه نه ده، چي د دولت فابريکې، کارخانۍ او نوري تصدۍ د خاورو په بيه پر کورنييو او باندنييو مافيايي ډلو وپلورل سي . تر دې چي تېر سو، ایا له تېرو لسو کالو راهيسي زموږ گومرکي ( گمرکي) تعارفې او نور مالي- اقتصادي سياستونه د افغانانو له خوا ټاکل کيږي، که د باندنييو دولتو او بين المللي سازمانو له خوا؟
ايا په هيواد کي واکمن مصرفي اقتصاد د افغاني اقتصاد پوهانو او سياست والو د ذهنو محصول دئ، که د پردو دولتو او باندنييو سازمانو ديکتې سوي لارښووني؟
د داسي لاسوهنو ليست خورا اوږد دئ، چي د ټولو يادونه يې د دې لنډي مقالې تر حوصلې وتلې خبره ده . البته پر امريکا او ايتلافي دولتو سربېره، گاونډي او سيمه يیز دولتونه هم د افغانستان په کورنيیو چاروکي پراخي لاسوهني کيي، چي د ټولو علت او منشأ بيا هم په هيواد کي پردي پوځونه، بېلابېلي تروريستي ډلي ټپلي او له هغو څخه را پيدا سوي کړکېچن سياسي او امنيتي حالات دي . هيله من يم، چي د امريکايي چوڼييو د تداوم پلويان د دې څو مثالو په لوستلو سره په دې واقعيت پوه سوي يي، چي د پردو عسکرو او چوڼييو په سته والي کي، له راز راز لاسوهنو خونديتوب له لويه سره ناممکنه خبره ده . البته، زموږ په کورنيیو چارو کي لاسوهني د امريکايي چوڼييو يوازنۍ هدف نه دئ . راسئ په لاندي کرښو کي د داسي استعماري لښکرکوټو ځينو نورو هدفو ته لنډه اشاره وکو:
– په سیمه کي د استخباراتي شبکو پياوړي کول او پراخول .
– د سياسي مخالفینو رټل، زيندی کول، ځورول او تعذیبول . پوهېږو چي د امريکا دولت د بشري سازمانو او ډيموکرايتکو غورځنگو د پياوړو مخالفتو په وجه نسي کولای، خپلو سياسي مخالفينو ته په د هغه هيواد په قلمروکي غيرقانوني جزاوي ورکړي؛ نو ځکه د انسان تښتوونکو په څېر د نړۍ له گوټ گوټ څخه خپل بېلابېل مخالفين برمته کيي؛ او بيا يې د راز راز پوښتنو، پلټنو، ځورونو او عذابونو له پاره په مختلفو هيوادو کي خپلو جوړو سوو لښکر کوټو ته بيايي . د بېلابېلو انساني ضد شکنجو او ځورونو له پاره د بې گونا انسانانو دې تښتونو ته په سياسي او حقوقي اصطلاح رنډيشن(rendition) وايي . د جنگرَه جورج . ډبليو. بوش د ظالمانه واکمنۍ پر مهال ډېر بې گونا انسانان د سي . آی . اې . د پټو عملياتو په ترڅ کي له بېلابېلو هيوادو څخه حمله و توبره سوه، چي تر ځينو مقدماتي پلټنو او ځورونو وروسته يې سرونه د بگرام او گوانتانامو له محبسو څخه را ووته .
– د کوربه هيواد او شاوخوا سيمي د ملي او خپلواکۍ بخښوونکو غورځنگو ځپل او شا ته وهل .
– فرهنگي او مذهبي يرغل .
– د اخلاقي فساد او بېلابېلو جرايمو خپورول .
– د پوځي ازمايښتو او تمرينو له لاري د کوربه هيواد او حتا شاوخوا سيمو محیطي ککړتيا او ځيني نور سياسي، اجتماعي، فرهنگي او اقتصادي زيانونه .
زه د افغانانو د سپېڅلي او سرلوړي خاوري د کرايه کولو مبتکرينو ته بلنه ورکوم، چي يو پلا د خپل معاصر تاريخ په لوستلو سره وگوري، چي انگرېزانو د ډيورنډ د تپل سوی تړون پر بنسټ، د اتلسو(۱۸) لکو روپو کلنۍ مرستي په بدل کي، له امير عبدالرحمان خان څخه څه واخيسته؟!
ايا د هيواد د سوهيلي او ختيځو سيمو له لاسه وتل؛ او د يوه غښتلي واحد قوم، واحدي خاوري، واحد کولتور او واحدي ژبي ټوټه ټوټه کېدل، تاسي ته کوچنۍ خبره ښکاري ؟!
ځيني ښاغلي له واقعيتو څخه په بې خبرۍ ياسترگو پټولو سره دا ادعا هم کيي، چي گوندي امريکايي چوڼييو د نړۍ په هيڅ هيواد کي ستونزواو پېچومو ته لمن نه ده وهلې . زه نه پوهېږم، چي دا ښاغلي د پيل په غوږ کي بيده دي،که له کالو سره د خلگو په سترگو ننوزي؛ او دا روښانه واقعيت په دوو گوتو پټيي؟
د ليکني په دې برخه کي د گرانو او درنو لوستونکو پام هغو شخړو، ناخوالو او ناوړو عواقبو ته را اړوم، چي امريکايي چوڼييو د نړۍ په بېلابېلو هيوادو کي، مېشتو خلگو او سياسي واکمنانو ته په ميراث پريښي دي .
ټول جهان په دې خبر دئ، چي د جاپان خلگ هره ورځ د هغه هيواد په اوکيناوا کي د امريکايي اډو د تړلو له پاره مظاهرې کيي؛ د اوکيناوا د ښار خلگ د امريکايي پوځيانو له اخلاقي فساد او راز راز جرايمو څخه پزي ته رسېدلي دي . په اوکيناوا کي د امريکايي اډو پر مسأله بېلابېلوشخړو او مخالفتو، د جاپان پخوانی صدراعظم ( يوکيو هاتوياما)د انتخاباتو تر را رسېدو مخکي استعفاء ته اړ کړ؛ ځکه د خپل گوند له غړو سره د هغي ژمني په پوره کولو کي پاته راغی،چي ويلي يې وه، د سياسي واک تر اخيستو وروسته به امريکايي چوڼۍ د اوکيناوا له ټاپو څخه کيي(کوي) . د دې کړکېچني مسألې د نوروتفصيلاتو له پاره دغه اينټرنيټي پاڼي وگورئ :
http://www.closethebase.org/
http://people.sabanciuniv.edu/ficici/docs/20070710-Okinawa.pdf
http://www.telegraph.co.uk/news/worldnews/asia/japan/7795734/Japanese-PM-Yukio-Hatoyama-resigns-over-broken-Okinawa-base-promise.h
http://www.worldpublicopinion.org/pipa/articles/international_security_bt/579.php
د نوروکوربه هيوادو پر خلاف، جرمني دولت هر کال په خپل هيواد کي د امريکايي پوځي اډو د لگښتو له بابته امريکايي مقاماتو ته تقريباً يو ميليارډ ډالر ورکيي . د دې خبر تفصيل دلته وگورئ :
http://www.fluglaerm-kl.de/dl/American_bases_in_Germany_fs.pdf
که څه هم په جرمني کي د سوسيال ډيموکراټيک گونداو زرغون (گرين )گوند ايتلافي حکومت د عراق پر خلاف د امريکا او بريتانيا له جنايتکارانه يرغل سره مخالفت لاره ؛ خوسره له هغه هم مجبور ؤ، له يرغلگرو هيوادو سره لوژيستيکي او عسکري مرسته وکي . دا مرسته د جرمني له اساسي قانون څخه څرگنده سرغړونه گڼله کيږي؛ او د عراقي ولس پر ضد وحشيانه تېري کي د سوشل ډيموکراټیک گوند او زرغون گوند د ايتلافي حکومت پړتيا زباديي . د دې موضوع نور جزيیات په دې مضمون کي وگورئ :
http://www.wsws.org/articles/2003/apr2003/germ-a07.shtml
زموږ هوښيار او حقپال لوستونکي په خپله قضاوت کولای سي، که جرمني غوندي ستر، پرمختللی او غښتلی هيواد د امريکايي چوڼيیو د فشارو په وړاندي خپل اساسي قانون تر پښو لاندي کيي، د نوري نړۍ، په تېره بيا زموږ غوندي مزدورو او بېوزلو حکومتو به څه حال يي؟! دا خبره له هر راز شک او شبهې وتلې ده، چي د امريکايي چوڼييو په موجوديت کي به زموږ ملي واکمني او سياسي خپلواکي هيڅکله خوندي نه يي .
د نړۍ والو چارو څارونکو ته مالومه ده، چي د امريکايي چوڼيیو فعاليتونه په فليپين کي هم زياتره له سياسي شخړو او لانجو سره لاس او گرېوان يي . دنيويارک ټايمز په لاندني لينک کي د فليپيني حکومت او امريکايي مقاماتو تر منځ دغه راز شخړو ته يوه لنډه کتنه سوې ده :
http://www.nytimes.com/1991/12/28/world/philippines-orders-us-to-leave-strategic-navy-base-at-subic-bay.html
په سعودي عربستان کي هم له امريکايي اډو سره د عامو خلگو مخالفت څه پټه خبره نه ده. درنو لوستونکو ته څرگنده ده، چي له سعودي حکومت سره د القاعدې او نورو مخالفينو د وسله وال مقاومت يوازنی دليل هم په پيل کي همدغه امريکايي چوڼۍ وې؛ ځکه امريکايي پوځونه په حقيقت کي د خليج د جگړې په پلمه په سعودي عربستان کي ځای پر ځای سوي وه. معقوله او پرځای خو دا وه، چي تر خپل رسمي مأموريت وروسته يې سمدستي د سعودي عربستان خاوره پريښې وای؛ مگر په خواشينۍ سره چي د فارس خليج په حساسه ستراتېژيکه سيمه کي يې خپلو استعماري هدفو ته په پام سره، پښې اوږدې و غزولې . که چا د وسله وال مقاومت په زور نه وای ايستلي، بېله شکه به تر اوسه پوري د راجاگانو او نوابانو په شان هورې ناست وای . د دې موضوع نور تفصيل په دغو ويبپاڼو کي وگورئ :
http://en.wikipedia.org/wiki/United_States_withdrawal_from_Saudi_Arabia
http://news.bbc.co.uk/1/hi/world/middle_east/2984547.stm
موږ او تاسي ټولو افغانانو ته مالومه ده، چي په ۲۰۰۱ ع کال کي ځينو امريکايي الوتکو له پاکستاني هوايــي ډگرو څـخه پر افغانستان بريـــدونـــه وکـــــړه. همدا اوس هم ويل کـــــيږي، چـــــــي د سي . آی . اې . بــــــې پېلــــــوټه الوتکــــــــي predators) (drone له پاکستاني هوايي اډو څخه پر افغانستان او قبايلي سيمو بمبـــارۍ کيي . کــــه څـــه هــــم له ۲۰۰۶ ع کال راهيسي امريکا او پاکستان دواړه نور دا خبره نه مني؛ خو سره له هغه هم ټوله نړۍ په پاکستان کي د سي . آی . اې او نورو استخباراتي ډلو پر خلاف، د خلگو پرله پسې اعتراضونه او خونړي مخالفتونه، په سترگو ويني . علت يې لمر غوندي روښانه دئ . پاکستانۍ خاوره، اوبه او فضا تر اوسه په پټه يا ښکاره د امريکايي ځانگړو قواوو او سي . آی . اې لويه او پراخه ځاله ده؛ نو ځکه هيڅوک له دې خبري نټه نسي کولای، چي له امريکايي پوځ او استخباراتي کړييو سره د پاکستاني دولت ښکاره يا پټو همکارييو په هغه هيواد کي د جگړې، نا امنييو او سياسي شخړو خورا لوی اورونه بل کړي دي . د دې سرکښو اورونو له کبله پاکستاني اقتصاد او پاکستاني اولس ته دونه ( دومره) ستر او پراخ تاوانونه اوښتي دي، چي د جنرال پروېز مشرف او زرداري له حکومتو سره يې د امريکايي مقاماتو په اقتصادي او عسکري مرستو، هيڅکله مخ نه را گرزي . د پاکستان او امريکا د روانو عسکري همکاريیو د ځينو اړخو په اړه نور مالومات دلته کتلای سي :
http://www.foxnews.com/politics/2009/02/19/official-confirms-using-pakistan-base-launch-attacks/
http://www.timesonline.co.uk/tol/news/world/asia/article5762371.ece
په تورکيه (ترکيه)کي د اينجرليک امريکايي چوڼۍ هم د تورکيې په سياسي نظام کي د هغه هيواد د پوځيانو د ښکاره برلاسي، د اسراييلو د صهيونيستي دولت د ټينگښت او په سيمه کي د امريکا د ځينو نورو استعماري هدفو د تحقق له پاره کار کيي . بې ځايه نه ده، چي د خبرو په دې برخه کي د امريکايي پوځيانو د همېشني حضور له افغاني پلويانو څخه پوښتنه وکو، چي که بې هويته تورکي پوځيان او سياست وال د نړۍ والو بشري حقوقو او ملي – اسلامي دودو پر خلاف خپلو ښځو ته په دولتي ادارو او تحصيلي مؤسسو کي د پوړني اغوستلو اجازه نه ورکيي، موږ افغانان هم بايد د هغو د دې جاهلانه او انساني ضد عمل پېښې وکو؟ !
که غرب مآبه تورکي پوځيانو او سياست والو د خپل سياسي ژوند د بقاء له پاره هر بدو بلا ته لاسونه اچول، موږ افغانان به يې هم په پټو سترگو تقليدکوو؟ مگر موږ د مولانا جلال الدين بلخي غوندي عارف او سيد جمال الدين افغاني غوندي متفکر او مبارز په لرلو سره دې اړ يو چي د هويت بايللو تورکانو پېښې وکو؟!
که څه هم تورکيه خاص جيو – ستراتېژيک موقعيت او له قبرس او ارمنيانو سره تاريخي ستونزي لري، خو سره له هغه هم که يې عام خلگو ته په ريشتيا سره اختيار ورکړل سي، ښايي نه په ناټو کي غړيتوب او نه په خپل هيواد کي د امريکا همېشني حضور ته غاړه کښېږدي . د تورکيې د سیاسي تاريخ پوهانو او شننونکو ته په بشپړه توگه مالومه ده، چي د امريکا متحدو ايالاتو تل په تورکيه کي د خپلي پوځي اډې او وفادارو تورکي پوځيانو له لاري د هغه هيواد د ډيموکراټيکو رژيمو په ړنگولوکي لویه برخه اخيستې ده. د تورکيې په سياسي نظام کي د غرب مآبه پوځيانو برلاسی تر لمر روښانه خبره ده . تورکيه، پاکستان او اسرايیل د نړۍ له هغو درو مشهورو هيوادو څخه دي، چي درست سياسي نظام يې په واقعي مانا د پوځي واکمنانو په لاس کي دئ . په تورکيه کي د عسکري کودتاوو او له قبرس او ارمنيانو سره د تورکانو د تاریخي مسألو په باب دغه پاڼي وگورئ :
http://en.wikipedia.org/wiki/Category:Military_coups_in_Turkey
http://www.historyplace.com/worldhistory/genocide/armenians.htm
http://en.wikipedia.org/wiki/Cyprus_dispute
موږ بايد د دې روښانه حقيقت له منلو مخ وانړوو، چي د امريکا چوڼۍ په هيڅ ځای کي د ځايي خلگو غوښتنه نه ده. خلگ په خپلو سيمو او هيوادوکي د پردو لاسوهني، جنايتونه، فحشاوي، لوټمارۍ، بې عزتۍ او نارواوي نسي منلای . دا ډول استعماري چوڼۍ نه يوازي په کوربه هيواد، بلکي په چارچاپېره سيمه کي د ځپلو، اسارات، زيندی کولو، چور او چپاو، گواښلو، ورانولو او ککړولو خطرناک مرکزونه دي . په دې خبره د کوچنيانو سر هم خلاصيږي، چي استعماري قدرتونه هيڅ کار بې گټي او بې مطلبه نه کيي، امريکا څنگه له دې کلي او اساسي اصله مستثناء کېدای سي، چي زموږ افغانانو له پاره تر خپلو وينو او پيسو تېر سي؟
په دې لاندي لينک کي د امريکا له پوځي اډو سره، د بېلابېلو سيمو د ځايي اوسېدونکو د مخالفتو گچه وگورئ . له وړاندي سوو دې نظر پوښتنو څخه په ډاگه ښکاري، چي خلگ په خپلو ملي او وطني مسألوکي د استعمار په ناولو او خطرناکو نخشو ډېر ښه پوهېږي :
http://www.worldpublicopinion.org/pipa/articles/international_security_bt/579.php
زموږ وياړلئ ملي تاريخ ښيي، چي افغانان کولای سي د خپلو پلرو او نيکو په شان په لوږه، بېوزلۍ او راز راز اقتصادي کړاونو کي گوزاره وکړي؛ خو دا هيڅکله نسي منلای، چي د پردو مغرضانه پیسو ته په سترگو نينگلو سره، د غلامۍ طوق غاړي ته واچوي؛ او د خپلي سپېڅلي او سرلوړي خاوري واک له لاسه وباسي .
موږ افغانان بايد هيڅکله د پردو پيسو ماهيت، د ترلاسه کولو لاره اوپه ټولنه کي د هغو وروستۍ نتيجې له پامه و نه غورځوو. بايد تل دې پوښتنو ته جواب و موو، چي پردي هيوادونه د څه مقصد له پاره پيسې راکيې، د راکولو لاره يې څه ده؛ او په پای کي د دغه راز پيسو تر لاسه کول زموږ مځکنۍ بشپړتيا، سياسي خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او ملي يووالي ته څه زيان رسولای سي؟ که د پردو پيسو په تر لاسه کولو کي دغو زرينو اصولو او معيارو ته پام و نکړو، بيا نو د هيواد د مځکنۍ بشپړتيا، سياسي استقلال، ملي حاکمیت او ملي وياړونو د زيانمن کېدو او ان نابودۍ خطرونه هم بايد و منو. بايد ويښ او هوښيار اوسو، چي استعمارگران د لرغونو توکو د سراښو او غولوونکو سوداگرو په څېر په دې ناروا معامله کي د څو تنگو په ور کولو سره، زموږ لرغوني او تاريخي خزانې تر گوتوکيي . بايد د خپلو پلرو او نېکو ارزښتناک تاريخي ميراثونه په هيڅ بيه له لاسه و ر نکړو. په دغه راز بايلونکي قمار کي د گټي تر لاسه کول، فقط افسانه ده او بس . له دي سَوَبه ( سببه) بايد افغانان د هيواد د اقتصادي پرمختگ له پاره د استعمارگرانو د پوځي اډو د تباه کوونکي محصول پر ځای پر خپلو پرېمانه طبيعي زېرمو، پياړو مټو، نوښتگرو مغزو، علمي تجربو، ښې ادارې او نه ستړي کېدونکي کار او زيار تکيه وکړي، چي هم مو اقتصادي سوکالۍ ته لاره هواروي؛ او هم مو وطن، خپلواکي او ملي ارزښتونه له هر ډول لاسوهنو او يرغلونو څخه خوندي ساتي .
پاته لري