کور / هراړخیز / د پاکستان استخباراتISI ترهګرو ته پلانونه جوړوي

د پاکستان استخباراتISI ترهګرو ته پلانونه جوړوي

د Politiken fredag  په نامه يوې ورځنۍ ورځپاڼي د d.13.maj.2011 په ګڼه کي ليکلي چي دهندپه یومحرم رپوټ کې ترهګرDavid Headley دپاکستان دڅارګرې اداري سره پرخپل ګډکاراعتراف کړی دی. ډيويډ هېډلي ویلې دي چې موږپه ګډه په ډنمارک کې دJylland Post دورځپاڼې پرودانۍ بریدپلان کړي وو.
دپاکستان دڅارګرې اداري ISI یولوړپوړی افسردترهګر David Headleyسره په ګډه د ترورپلان جوړاوه چې په دغه پلان کې دډنمارک دJylland Post دورځپاڼې ودانۍ شامله وه. نوموړی پاکستان اصله امریکایې دی .


ترهګرDavid Headley دا مهال دشیکاګوپه زندان کې ناست دی . نوموړی اعتراف کړی دی چې په (۲۰۰۸زکال) کې دهندوستان دبمبی ښارترهګربریدپلان کړی واودنیولوپه وخت کې یو کال وروسته په ډنمارک کې دJylland Post دورځپاڼې پرودانۍ دبرید په پلان جوړولواخته وه، ځکه په دغه ورځپاڼه کې څوکاله مخکې دحضرت رسول اکرم(ص) انځورونه جوړ شوې وو.


ترهګر David Headleyتیروړی په شیکاګوکې دهندي څارګرې اداري دمسولینولخوا پوښتنې اوګرویږنې ورڅخه وشوې. په سل پاڼوکې مرم رپوټ ددغوپوښتنوڅخه برابرشوی دي چې همدغه ورځپاڼه یې په واک کې لري. په دغه رپوټ کې نوموړی په دقیقوڅرګندونو دپاکستان دڅاروګرواداروسره دزیاتوغونډوکول بربنډ کړی دي.


ترهګرDavid Headley دنوروفعالیتونوترڅنګ دلشکري طیبه سره کارکاوه. دده دویناله مخې لشکری طیبه دپاکستان دڅارګرې اداري سره ډیري نژدې اړیکې لري. نوموړی داهم وایې چې دپاکستان څارګره اداره دلشکری طیبه پرډیرولوړپوړوچارواکوبشپړکنترول لري.


ترهګر David Headleyداهم وایې چې په څه ډول یې دپاکستان دڅارګرې اداري دیولوړ پوړی افسرجګړن اقبال سره د Jylland Post دورځپاڼې پرودانۍ دبریدپلان جوړکړ.