ورځپاڼو ته کتنه

عطاالله محمدي | جون 5th, 2011


ايا په رښتيا هم امريکا سوله غواړي؟
په کابل کې خپريدونکو ورځپاڼو نن تر ډيره خپل مطالب د امريکا د دفاع وزير وروستي سفراو د پخلاينې لپاره کيدونکو هڅو ته ځانګړې کړي، چې حميد مومند په لاندې يوه راپور کې رانغاړلي دي.
خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د امريکا د دفاع وزير څرګندونې راخيستي او ليکلي، چې په پوځي ډګر کې وروستي پرمختګونه او د اسامه بن لادن وژل به د سولې له بهير سره د طالبانود يو ځاي کولو ښه زمينه برابره کړي.

د ورځپاڼې په وينا د امريکا د دفاع وزير په دې باور دې، که طالبان د دوي شرايطو او قوانينو ته غاړه کيږدي، نو کولاي شي، چې د هېواد په راتلونکي سياست کې برخه واخلي.

خو ورځپاڼه ليکي، چې ګيټس په ورته وخت کې په طالبانو د پوځي فشار د ساتلو پلوي هم دې او وايي، چې دا فشارونه د سولې له بهير سره مرسته کولې شي.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بيا ليکلي، چې د امريکا د دفاع وزير ګمان کوي، که د ناټو تر مشرۍ لاندې ځواکونه پر طالبانو خپلو فشارونو ته دوام ورکړي، نو ممکن په را روان ژمې کې له دوي سره د سياسي خبرو زمينه برابره شي.

د ده په وينا طالبان په تير يو نيم کال کې په خپلو سيمو کې ځپل شوي او اوس دوي پر ځان کافي فشار احساسوي، چې دغه حالت په افغانستان کې د روغې جوړې او پخلاينې ښه زمينه برابره کړې.

اراده:

ارادې خپلواکې ورځپاڼې بيا په افغانستان کې د جګړې په اړه د امريکايي مشرانو دې دريځ ته په اشارې پوښتنه کړې، چې ايا په رښتيا هم امريکا سوله غواړي؟

ځکه د ورځپاڼې په وينا د تيرو لسو کلونو تجربې ښودلې، چې د پوځي فشار له لارې د سولې زمينه برابرول امکان نه لري.

د کابل چاپ ورځپاڼو په وينا امريکايي مشران په افغانستان کې په وسله والو طالبانو د پوځي فشار ساتل په داسې حال کې د سولې په ګټه بولي، چې له پولو بهر هم د وسله والو د مشرانو د له منځه وړلو لپاره د دوي حملو زور اخيستې دې.

ځينو ورځپاڼو په دې لړ کې د الياس کمشيري وژلو ته اشاره کوي، چې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په وروستۍ حمله کې په نښه شو.

ورځپاڼې ليکي، چې دې د امريکا په هغه لسټ کې شامل وو، چې اوس اوس يي پاکستاني چارواکو ته سپارلې وو.

ولسي جرګې ته د کابينې د پاتې غړو په ورپيژدنه کې ځنډ نن بيا هم د ځينو ورځپاڼو په لومړيو مخونو کې راخيستل شوې.

سرنوشت:

سرنوشت ليکلي، چې ولسمشر کرزي ولسي جرګې ته د کابينې د پاتې غړو د ورپيژندلو لړۍ يو ځلې بيا وځنډوله.

د ورځپاڼې په وينا ولسمشر د جرګې غړو ته ويلي، چې اوس مهال په دې بهير کار روان دې او وکيلان کولاي شي، چې د دوبي په رخصتيو ولاړ شي.

خدمتګار:

د خدمتګار په وينا هغه وکيلان، چې په ځان مشکوک دي نه غواړي رخصتيو ته ولاړ شي، ځکه دوي دا ګمان کوي، چې ممکن ځانګړې محکمه د دوي په غيابت کې پريکړه وکړي.

ويسا:

ويسا خپلواکې ورځپاڼې بيا ليکلي، چې د ولسي جرګې غړي غواړي، چې د دوبي له رخصتيو مخکې د ځانګړې محکمې او د سرپرستو وکيلانو برخليک معلوم شي.

دې ورځپاڼې هم د دې محکمې د کار په اړه د وکيلانو انديښنه راخيستې، چې وايي دا محکمه په پلان کې لري، چې تر اتياو پورې وکيلان له جرګې وباسي.

Copyright Larawbar 2007-2024