کور / شعر / نظم (لوى افغانستان ته)

نظم (لوى افغانستان ته)

ماسره دى يو نظر
تاسره دى يو نظر
ځه چې دواړه لاس په كار شو
سره يو كړو لر او بر
 زه يم دېخوا سوڅېدلى
ته يې اخوا كړيدلى
لا به څومره خرابېږو
وروره ولې نه پوهېږو
 اخوا ته له ژونده تنګ يې
دېخوا ماته ژوندون ژاړي
زموږ هر كار ته ملګريه
د دې دور بدلون ژاړي
 بېګاه خوب كې بابا راغى
والله سخت پر موږ غصه و
د مغل وينې يې څكلې
سخت خمار و سخت نشه وو
 ويل يې زه مو شرمنده كړم
د مرييانو مو بنده كړم
چې سهار شي بس شروع شم
د باطور قوم بابا يم
 چې ماښام ملكې راشي
زما سترګې په هوا شي
وايم بيا به څه كيسه وي
ګوندې دا ځل بده نه وي
خو نه
پرښتې كړي اوازونه
اى خالقه ذوالجلاله
يو پيغام مو دى راوړى
بيخي بد دى له تېر واره
 بس را ټول شي ټول قومونه
ملتونه           ملتونه
ټول غوږونه په هوا يې
پرښتې به اوس څه وايي
 زه له ټولو خلكو وروسته
يم  ولاړ ګوته په غاښ يم
ناكردې مو رايادېږي
بس مات شوى يمه ښاخ يم
 خداى كړي امر پرښتې ته
بس كيسه دې نو اوس وايه
وايه څه دې اورېدلي
چې دوى نه دي اورېدلي
 پرښته لږ ټكنۍ شي
په دې ټولو نظر تېر كړي
خو زه وروسته يم له ټولو
هغه ماپسې ګرځېږي
 بس شروع شي وايي ربه
زمونږ ربه    زمونږ ربه
يو پښتون بيا پورته شوى
دبل سر يې بيا پرې كړى
 يوه كونډه په ژړا وه
چې يې غېږ وه خالي شوې
يو ماشوم پر واويلاوو
چې يې پلار و ترې غيب شوى
په دې وخت كې نو بچيانو!
خداى شي قهر خداى غصه شي
وايي نور به يې هم خوار كړم
چې تر څو سم شوي نه وي
قسم ډېر به يې ازار كړم
 په دې وخت كې زه سوځېږم
بس رالوېږم پورته كېږم
وايم ربه زمونږ ربه
خير دى دا ځل يې هم معاف كړه
 هره ورځ دا تكرارېږي
اخر زما سترګې هم شرمېږي
دلته ټول راپورې خاندي
ګرځوم سترګې ژړاندې
بس بابا مو په جنجال دى
هو همدا زمونږ زوال دى
دبابا وروستۍ خبره
ماته ښكاري مرغلره
 ويل يې ورشه ها خپل  ورور ته
ها بېلتون كې چې سوزېږي
ورته وايه بيا هم وايه
 ماسره دى يو نظر
تاسره دى يو نظر
ځه چې دواړه لاس په كار شو
سره يو كړو لر او بر
 سره يو شو لوى افغان شو
بېرته لوى افغانستان شو