اسلامي حزب : په کندهار کي مو څلور امريکايي سرتېري ووژل
عطاالله محمدي
اسلامي حزب په خپله يوه ويب پاڼه کي خبر ورکړ چي تېره ورځ يې د کندهار ولايت په تخته پل ولسوالۍ کي پر امريکايانو بريد کړى او په پايله کي يې د امريکايانو يو ټانګ له منځه وړى او پکښي ناست څلور امريکايان يې وژلي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي .