ورځپاڼو ته کتنه
په کندز کې اربکي له خلکو باج اخلي
ويسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره ليکلي، چې په کندز کې موجود اربکيان له خلکو باج اخلي.
ورځپاڼې وړاندې په کندز کې د ځينو کروند ګرو دا شکايت راخستې، چې اربکيان له دوي نه په زوره عشر اخلي او که يي ورنکړي، نو دوي ګواښوي.
ورځپاڼې د ځينو کتونکو په حواله دا کار د افغانستان د نافذه قوانينو په خلاف بللې او له دولت نه يي غوښتي، چې د اربکيانو ددې کار په وړاندې جدي چلند وکړي.
ورځپاڼه دا ګوت څنډنه هم کوي، که چيرې د اربکيانو لخوا دا کار دوام وکړي، نو ددوي او د پخوانيو مليشو ترمنځ به توپير له منځه ولاړ شي.
ارادې خپلواکې ورځپاڼې بيا ليکلي، چې اربکيان دا خبرونه تاييدوي، خو وايي له دې کبله، چې دولت ددوي اعاشې ته پاملرنه نه کوي، نو مجبور دي، چې له خلکو عشر راټول کړي.
خو ورځپاڼې وړاندې د کندز د امنيتي چارواکو په حواله ليکلي، چې تراوسه پورې دوي ته داسې څه شکايت ندې رسيدلې، حال دا، چې دوي څو څو وارې خلک هڅولې، چې پدې برخه کې له امنيتي ادارو سره همکاري وکړي.
د ځانګړ محکمې د لغوه کولو لپاره د ولسي جرګې روانې هلې ځلې بله مهمه مسئله ده، چې په کابل کې خپريدونکو ځينو ورځپآڼو راخستې.
سرنوشت ورځپاڼې ليکلي، چې د ولسي جرګې غړو پرون يو ځلې بيا له ولسمشر سره په ليدنه کې د ځآنګړې محکمې په اړه خپلې انديښنې څرګندې کړي.
خو ورځپاڼه ليکي، چې ولسمشر د تير په څير بيا هم پدې اړه کوم ځانګړې دريځ څرګند نه کړ، خو البته وکيلانو ته يي دا ډاډ ورکړ، چې دا مسئله به د نورو ستونزو د زيږيدو سبب نشي.
د ورځپاڼې په وينا ولسي جرګې ته د کابينې د غړو ورپيژندنه هم له دې محکمې سره تړلې ده او ولسمشر به تر هغو دا کار ونکړي، چې ځانګړې محکمې خپله پريکړه نه وي اعلان کړې.
هيواد دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرليک له ولسمشر کرزي سره د ولسي جرګې د غړو ليدنې ته ځانګړې کړې.
خو د ورځپاڼې په وينا پدې ليدنه کې ولسمشر په انتخاباتو کې د پيدا شويو ستونزو د هواري لپاره د دولت د درې ګونو قواو ترمنځ په همغږۍ ټينګار وکړ.
خو ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بيا په ولسي جرګه کې د يو وکيل په حواله ليکلي، چې کرزې او ابراهيمي په خپله کې معامله کړې.
ورځپاڼه ليکي، چې د يکشنبې د ورځې په غونډه کې د ابراهيمې په خبرو کې د ولسمشر ددې غوښتنې پلوي کيدله، چې د کابينې په غړو کار روان دې او د جرګې غړي بايد د دوبي رخصتيو ته ولاړ شي.
د ورځپاڼې په وينا اکثره وکيلان دا ويره لري، چې ممکن ددغو رخصتيو په مهال ځآنګړې محکمه خپله پريکړه اعلان کړي او يو شمير وکيلان له جرګې وباسي.