دوه امریکایی پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | جون 6th, 2011


امریکایی خپرونه ( ویو ټی وی ) راپور ورکوی چی یو امریکایی مرین پوځی د جمعې په ورځ د طالبانو د مرمیو ښکار سو . همدا راز ، بله امریکایی ( ټایمز ډېلی ) خپرونه لیکی چی وړمه ورځ یو امریکایی عسکر ماین والوزاوه .
په دې سره د جون په روانو شپږو ورځو کی د امریکایانو تلفات هم ۶ ته ورسېدل .

بلخوا ، نن د عراق په مرکز بغداد کی هم پنځه امریکایی پوځیان ووژل سول او دا پسله یو کال څخه هلته غټ تلفات دی چی امریکایانو ته ور اوړی .

Copyright Larawbar 2007-2024