كندهار:ميوندكې پوليسو۶۰ كړۍ ماينونه نيولي

حاجی پوپل | جون 15th, 2011


په کندهار ښار او ولسواليو کي ګډو امنيتي ځواکونو تېره ورځ ددولت درې تنه وسلوال مخالفين، ٦٠ کړۍ پرسونل ضد ماينونه او ګڼ شمېر نور چاودېدونکي توکي او مهمات نيولي دي.
دكندهارله مطبوعاتي دفترڅخه خپره سوې خبرپاڼه وايې چې د ميوند ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ اړوند پوليسو د يوه کرولا ډوله ټويوټا موټر د پلټني په نتيجه کي ٦٠ کړۍ پرسونل ضد ماينونه، ١٢ پايې لاسي او يوه لويه مخابره، ١٨٠ عدد ريموټ کنټرول، ٦٢ کڅوړي ډول ډول باروت، ٢٠٠ د کوچنۍ مخابري انتنونه او دوه د برېښنا کنټرولوونکي ټرانسفارمونه د موټر چلوونکي سره يو ځاى نيولي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024