كندهار:چارواكي وايې ۱۴ وسله وال طالبان موژلي

حاجی پوپل | جون 15th, 2011


سرحدي قواوي ادعاكوي چې په بولدك والسوالۍ كې يې برايې ماښام په ۲ جلاجلاپېښوكې ۱۴ تنه وسله وال طالبان وژلي چې دهغوى مهم قومندانان هم پكښي شامل دي .
دسرحدي پوليسويوې باوري سرچېنې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل سي لراوبرته وويل چې دبولدك والسوالۍ په گاگرى سيمه كې يې له وسله والوطالبانوسره نښته كړي او۵ تنه وسله وال يې وژلي چې جسدونه يې دجگړې په ډگركې پاتې دي .
منبع زياته كړل چې له نړيوالوځواكونوسره په گډه يې دډيورنډكرښي ته نږدې په( كنجسواوآمرت )سيموكې هم عمليات كړي او۹ تنه وسله وال طالبان يې وژلي .
دنوموړي په ويناچې دغه سيمه دډيورنډكرښي صفرنقطه ده اووسله والوغوښتل چې دپولې دېخواته دبريدونولپاره راواوړي چې دوى يې په اړه له وړاندي استخباراتي معلومات لرل .
دوسله والوطالبانووياند قاري يوسف احمدي پدې باب ناخبري وښودل .

Copyright Larawbar 2007-2024