هلمند:برتانياپه هلمندكې نوى زندان جوړكړ

حاجی پوپل | جون 15th, 2011


دبرتانياپه مرسته دهلمنددنوي زندان ودانۍ ترجوړېدو وروسته پرانيستل سول .
د عدليې وزارت د محبسونو ريس ډگرجنرال اميرمحمد جمشيد وويل چې دزندان دغه نوې ودانۍ د دوه کلونوپه موده کې د درې نيم مليونه امريکايي ډالروپه لگښت په عصري اونړيوال معيارجوړه سوې د محبس نويې ودانى په ١٢بلاکونوکې جوړه سوې چې هربلاک يې ١٢خونې لري.
جمشيدزياته كړل چې دزندانيانولپاره يې ټولي اسانتياوي پكښي چمتوكړي .
نوموړي د هلمند محبس يوزندان نه بلکې يوښوونيزمرکزيې وباله .
دهلمندپه زندان كې ٨٣٤تنه زندانيان دبندشپې تېره وي چې ٤٤٧ يې سياسي اوپاتي نوريې جنايي دي .
له هغه وروسته چې دكندهارله لوى زندان څخه په لوړشمېركې سياسي بنديان وتښتېدل ،اوس دعدليې وزارت پدې هڅه كې دى چې دزندانونه له پلوه خوندي كړي .

Copyright Larawbar 2007-2024