افغانستان : سپوږمۍ تر اوسه ترندي نيولې ده

عطاالله محمدي | جون 16th, 2011



کندهار افغانستان : په کندهار کي د تېرو دوو ساعتو راهيسي سپوږمۍ ترندي نيولې او اوس يې په بشپړ ډول توره کړې ده .
په کندهار ښار کي تقريباً د ټولو جامع جوماتو او مسجدو ملا امامان صلاتونه وايي او پر ټولو انبياء او روسولانو درودونه وايي .
اسلامي امت پر دې عقيده لري چي سپوږمۍ هغه وخت ترنده نيسي چي کله په اسلامي امت کي نافرماني او ګناهونه ډېر سي.
نو هر کله چي ياده پېښه رامنځ ته کېږي . ټول مسلمانان د سپوږمۍ د ترندي څخه د خلاصېدو په موخه نفلونه کوي او الله پاک څخه پر خپلو تېرو سوو ګناهو بخښه غواړي او پر راتلونکي وخت کي د ګناهو څخه د خلاصون دعاوي کوي .


د يادوني وړ ده چي نن ماښام قضا وخت د لويديځي اروپا په ځينو برخو کي هم سپوږمۍ ترندي نېولې وه ، پورتنۍ عکس نن ماخستن په هالنډ کي اخستل سوی دی .





Copyright Larawbar 2007-2024