د دوو طالبانو د اعدام په اړه د طالبانو غبرګون

ډاکټر نثار احمد صمد | جون 20th, 2011


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د کابل حکومت لخوا د دوو طالبانو د اعدام په اړه د غندنی عکس العمل ښودلی چی ویل کیږی د جلال آباد په برید کی نیول سوي وو .
ذبیح الله مجاهد وایی چی هغوی دواړه تر شا نور په سلګونو مبارزین لری چی انتقام به یې واخلی . هغه زیاتوی چی دغو دواړو د مبارزې د لومړۍ ورځی څخه خپل سرونه پر لاس اخیستی وو او آرمان به یې نور مبارزین ګټی .
ذبیح الله مجاهد په پای کی د دغو دوو طالبانو ارواحو ته دعاوی کوی او کورنیو ته یې د خدای څخه اوږد صبر غواړی .

Copyright Larawbar 2007-2024