سوله؟ هو – ستراتيژيک تړون؟ يا !

احمد ولي اڅکزی | جون 20th, 2011


شف شف شفتالو سو

بالآخره شف شف شفتالو سو او امريکا د ستراتيژيک تړون تر نامه لاندي د افغانستان
قواله غواړي. خو هر هغه تړون چي افغانان تر حد اکثر څلورو کالو څخه زيات مکلف کوي و
اوسنيو او تيرو حالاتو ته په کتلو سره هيڅ منطق او مشروعيت نه سي درلودلای. د دې تر
څنګ هر هغه تړون چي په افغانستان کي د يوه بهرني عسکر د پاتي کېدلو او د خپل ځان په
هکله د افغانانو په تصميم نيونه کي د محدوديت او بهرني شراکت سبب ګرځي د يوې دقيقې
په ميعاد لا هم د منلو وړ ندی.
افغانان چي څنګه پر خپله خپلواکۍ مين دي هغسي د نورو قومونو او ملتونو و خپلواکۍ ته
احترام لري. څنګه چي د خپل حق لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه کولای سي نو د سولې او
ننواتي دود هم پالي. خو دغه يوه ډېره مهمه او عميقه خبره ده چي استعمار او د هغه
لاسپوڅي بايد ځان په پوه کړي. هغه دا چي افغانان سوله خوښوي خو هغه سوله چي پايله
يې غلامي نه بلکه حريت او بشپړه خپلواکي وي.

افغانان خپله خاوره نه ګروي کوي

استعمار بايد ځان په دې پوه کړي چي افغانان په خپله خپلواکۍ او تصميم نيونه کي هيڅ
چا ته د ونډه ورکولو اراده او دود نه لري. افغانان بېله د خدايه بل زور او واک ته
سر نه ټيټوي او نه يې هم ټيټ کړی دی. د افغانستان پاکه خاوره د افغانانو ناموس دی.
افغانان د هيڅ امتياز او ګټي لپاره خپله خاوره په کرايه او ګروي نه ورکوي حتی که د
دغې کرايې او ګروۍ دوام صرف يوه دقيقه هم وي. افغانان هيڅکله دا نه سي منلای چي د
پاکي خاوري څخه يې د نورو ملتونو پر ضد د بريدونو او لاسوهنو لپاره کار واخيستل سي.
افغانان د سولي غوښتونکي دي خو نه پدې قيمت چي دغه سوله د لويو او کوچنيو ګاونډي
قدرتونو سره د ابدي دُښمنۍ سبب وګرځي.
بېله دې چي زيات تفصيل ته ولاړ سو نو افغانانو ته دا تثبيت سوېده چي خيبراو کوټه چا
د افغانستان د وجود څخه جلا کړل. د افغانانو دا هم ندي هېر چي کابل ته چا اور
ورواچوی او کندهار و هلمند چا کله او کوم وخت څنګه هوار او د مځکي سره برابر کړل.
په زياته بيا په تيرو لسو کالو کي افغانانو د هغو نوؤ جمهوري غوښتونکو علامې او
پېښې هم وليدلې چي پخوا به پر پاټک ناست ول او اوس وزيران واليان او رئيسان دي. دغه
کسان او يا هم د هغوی ملګري هيڅ کله د افغانستان د انا او بقا لپاره دايمي يا هم
لنډ مهاله تصميم نه سي نيولای او نه يې حق لري.

د لاسپوڅو تړون مشروعيت نه لري

که يې رالنډه کړو نو يو يو هغه کس چي د جموري رياست څخه نېولې بيا تر عام رياست
پوري يې په تيرو لسو کالو کي حکومتي دنده تر سره کړې وي افغانان د هغوی او د هغوی د
بشپړه کورنيو د وفادارۍ په هکله جدي شک و شبهه لري. افغانان دغسي کسانو يا د هغوی
خپلوانو ته خپل استازيتوب نه ورکوي او نه يې هم د خپلو استازو په توګه مني. په
زياته بيا پداسي موضوع کي چي هغه دي د افغانستان د خرڅلاو موضوع وي. ولي چي دغه
کسان د امانت د ساتلو په ترځ کي ښه شاليد نه لري.
د افغانانو لپاره د ټاکنو هغه ډرامې چي د يو نيم لکو بهرنيو عسکرو په حضور کي په
افغانستان کي تمثيل سوې هيڅ مشروعيت او باور نه لري. افغانان هغه تش په نامه غونډي
او اجتماعي هم نه مني چي د دوی د استازيتوب په نوم د استعمار پر وخت تر سره سوي دي
او يا هم د دې وروسته د پرديو تورو تر سيوري لاندي تر سره کيږي. بلکه بالعکس
افغانان د جرګو د خپل پخواني او مبارک دود په وړاندي دغه پېښې د جرګو د خپل دروند
کلتور سپکاوی بولي.
افغانانو د زورواکو تر څنګ د استعمار لخوا د خپلو رانيول سوؤ اجنټانو هغې غونډي هم
وليدلې چي ورباندي د افغانانو د جرګو نوم ايښودل سوی ؤ. که هغه د شورای احل و عقد
جرګه وه او که نورې تش په نامه جرګې وې چي د اوسني لاسپوڅي حکومت په وخت کي تر سره
سوي وې او يا يې هم د استعمار د قانوني کولو لپاره د دې وروسته په پلان کي نيول
کيږي. داسي جرګې هيڅ کله هم د افغانانو د حريت پر سر د سودا کولو حق او مشروعيت نه
سي درلودلای.
د افغانانو لپاره د استعمار د لاسپوڅي او د نړۍ د تر ټولو فاسق او خاين حکومت
تړونونه اعتبار او مشروعيت نه لري. هغه حکومت چي غړي يې ټوپکسالاران، کاچاکيان،
قاتلين او توکمپال دي هيڅکله د افغانانو مشروع استازيتوب نسي کولای.

څوک د راتلونکو نسلونو استازيتوب کولای سي؟

د ټولو خبرو برسېره د تاريخ پداسي کړکېچنو حالاتو کي چي په افغانستان کي د تيرو درو
لسيزو راهيسي توده جګړه روانه ده، اوسنی نسل دا حق نه لري چي د افغانستان د
راتلونکو نسلونو په هکله تصميم ونيسي او هغه هم داسی يو تصميم چي د پيدا کېدلو څخه
تر مخه نوي نسلونه د خپلواکۍ څخه بېبرخي کوي. موږ بايد د خپلو راتلونکو نسلونو په
وړاندي د امانتدارۍ څخه کار واخلو. موږ بايد هغه خپلواکي چي موږ ته زموږ نيکونو د
سترو قربانيو وروسته په ميراث کي پرې ايښې وه بېرته تر لاسه کړو او خپلو راتلونکو
نسلونو ته يې په ميراث کي پريږدو. نه دا چي ورته د غلامۍ زولنې په ميراث پرېږدو.
معلومه خبره ده چي هغه کسان چي په تيرو لسو کلنو کي يې مېلې او چرچې وې د دې لپاره
پروپاګند کوي چي د امريکا د مرستي او شتون پرته افغانان ورکيږي. د دغه پروپاګنډ وجه
دا ده چي دغه کسان غواړي چي د دې وروسته هم د دوی په مېلو او چرچو کي کمښت رانه سي
ولي چي دوی په دې ښه پوهيږي چي په يوه خپلواکه افغانستان کي د پرديو لاسپوڅي پرته
له ذلته بل څه نسي موندلای.

نصرت او ساتنه صرف د الله له جانبه دي

که زموږ ستاسو په زړه کي لږ ايمان هم پاته وي نو بايد راپياد سي چي زموږ د عقيدې له
مخي خير او شر د الله د جانب څخه دی. بل دا چي پرته د الله تعالی بايد د بل چا څخه
نصرت او ساتنه ونه غواړو. په زياته بيا د داسي يوه بدنامه او بد وعدې قدرت لکه
امريکا څخه د ګټې ليدلو هيله په اصل کي د عقل څخه ليري خبره ده.
لږ فکر په کار دی چي هغه عربي هيوادونو د امريکا څخه څه ګټه وليدله چي ورسره
ستراتيژيک تړونونه لري او يا هم ورباندي تکيه کوي. ايا پدغو هيوادونو کي خلک په نس
ماړه سول؟ ايا پدغو هيوادونو کي ولسواکۍ رامنځ ته سوې؟ ايا دغه ولسونه او د هغوی د
خاورو بشپړتوب د اسرائیل د شره په امان پاته سو؟ ايا امريکا په لسيزو لسيزو پر دوی
زورواکي او خاين لاسپوڅي نه کړه حاکمان؟
ليري به نه ځو او د پاکستان بېلګه به را واخلو چي د تاسيس کېدو راهيسي د بريتانيې
او امريکا ملګری دی. تر دې اندازې چي جنرال ايوب خان لا ويلي ول چي د پاکستان پوځ د
امريکا خپل پوځ دی. ايا دغه نژدې والي پاکستان د تقسيم او بنګله دېش د جلاکېدنې څخه
وژغوری؟ ايا دغه ملګرۍ پاکستانيان په نس ماړه کړل؟ ايا دغې ملګرۍ د کشمير ستونزه
هواره کړل؟ ايا د امريکا ملګرۍ رښتينې او دوامداره ډيموکراسي رامنځ ته کړه؟ ايا
پاکستان يې د فقر او احتياج څخه خلاص کړی؟
که نور نه نو خپل د هيواد تيرو لسو کالو ته به وګورو. د امريکا په برکت څوک پر موږ
حاکمان سول؟ د امريکا په برکت موږ د خپل کوم ګاونډي د کوم شر څخه خلاص سوؤ؟ امريکا
موږ ته کومه فابريکه او کوم صنعت راوړی؟ که موږ تاسو دغو ټولو پوښتنو ته ځير سو نو
بايد دې نتيجې ته ورسيږو چي امريکا موږ ته په تيرو لسو کالو کي ګټه او ساتنه نده
راکړې او په آئنده کي ورڅخه د ساتنې هيله درلودل هيڅ منطق نه لري. په زياته بيا که
دغه مرموزه ساتنه د خپلواکۍ او يا په خپلواکۍ کي د محدوديت په قيمت وي.

منورين، روڼ آندي، شاعران او ليکوال دي ږغ پورته کړي

زما په فکر بايد د هغو افغانو منورينو، روڼ آندو، شاعرانو او ليکوالانو ږغونه راټول
کړل سي چي د افغانستان د خپلواکۍ د سودا پر ضد دي. د دغو کسانو د نومونو ليسټونه
بايد جوړ او پر انټرنټ خپاره کړل سي. پدې لړ کي ښايي د يوې ځانګړي انټرنټ پاڼي
جوړول او د افغانانو په ټولو وېبپاڼو او په فېس بوک کي د هغې لينک اچول يو اغېزناکه
کار وي. پدې توګه به يوازي هغو کسانو ته د ږغ پورته کولو موقع نه وي برابره چي د
پرديو او کورنيو رسنيو اجارې يې تر لاسه کړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024