هلمند : ٧ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

عطاالله محمدي | جون 24th, 2011


د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي په دې ولايت کي د يو لړ عملياتو په ترڅ کي پنځه وسله وال وژل سوي او دوه تنه نور ژوبل سوي دي .


د خبرپاڼي په وينا چي ياده مرګ ژوبله وسله والو ته د دې ولايت د نوزاد ولسوالۍ د بر نوزاد د ميانجوى په سيمه کي اوښتې


په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .


 


 

Copyright Larawbar 2007-2024