اسلامي حزب هم په لوګر کي نننۍ چاودنه وغندله

د لراوبر اداره | جون 25th, 2011


په اروپا کی دحزب اسلامی افغانستان  د سولی اوسیاسی امورو  جرګګۍ د يوې خپري سوي اعلاميې په ترڅ کي د لوګر په يوه ملکي روغتون کي نننۍ چاودنه په کلکو ټکو غندلې او د بهرنیو ځواکونو د لاسپوڅي شنیع او وحشیانه عمل ګڼل سوی دی ، د خبرپاڼي له مخي دا غير انساني عمل په داسي حال کي ترسره سو چي ددوی په وينا بهرنی اشغالګران لګیا دي د ننګیالیو د ټاټوبی څخه دخپلو پرلپسي ناکامیو وروسته ، د خپلو پښو دسپکولو له پاره  ځانونه چمتوکوي . دوی دا کار یواځی په دی خاطر تر سره کوی  تر څو د ازادۍ او د اشغال په خلاف راولاړشوی  سیاسی  غورځنګونه بدنامه کړي او په ولسونو کی ددوی په خلاف دکرکي د راپيدا کولوله پاره لاره همواره کړي او د بله اړخه د بهرنیو د نیواک ددوام  او دخپلو شومو موخو د تر لاسه کولو  له پاره کومه  لاره پیدا کړی .
په اعلاميه کي دنننۍ پېښي د غندني تر څنګ د شهیدانو او زخمیانوکورنیو ته د الله تعالی  له درباره  د زړه دصبر او  د ستر اجر غوښتنه کوي ، همدا  راز په اروپا  او امریکا کی د ټولو مخیرو  افغانانو څخه غواړی تر څو ددغو  کورنیو او ددوي په څیر د نورو قربانیانو د کورنیو سره ددغو حساسو شرایطو د په نظر کی نیولو سره سم ، د مرستی  له پاره  ور ودانګي .

Copyright Larawbar 2007-2024