کور / هراړخیز / په شنه اسمان ږلۍ

په شنه اسمان ږلۍ

د خدمتګار ورځپاڼي د چنګاښ ۴ مي له ګڼي څخه


د ا مریکې ولسمشر بارک اوباما له خپلې هغې ژمنې سره سم چې د افغانستان د جګړې له پاره یې د امریکې د نوې ستراتېژۍ د اعلان پرمهال کړې وه په يو کال کې له افغانستان څخه د شاوخوا دري دېرش زره سرتېرو د وتلو خبره وکړه.
د تل په څېر، کله چې په نړۍواله سطح دغه ډول ستر تصمیمونه نیول کېږي هر څوک یې له خپل لیدلوري او ليدځایه ارزوي. لوی درستیز مایک مولن لو د ناټو قومندان پېټریوس وایي چې ولسمشر د سرتېرو په وتلو کې تر حد ډېره بیړه کوي، سناتور مک کېن ګومان کوي چې د لېږد د پروسې په پیل کې به د امریکایي ځواکونو د شمېرې راټيټول په دې مانا وي چې ګواکې امریکایان افغانان یوازې پرېږدي او ځینې نور بیا موضوع ته د اقتصاد له پلوه ګوري او داسې څرګندوي چې د بهرنیو ځواکونو وتل به د افغانستان او افغانانو له زغمه وتلې خبره وي او په دې هېواد کې به سخت اقتصادي بحران رامنځ ته کړي. په کور دننه هم یو شمېر سیاسي کړۍ او افراد شته چې په امریکا کې جوړه شوې سندره ښه په شرنګ را اخلي.
د رسنیو او سیاسي-نظامي مبصرینو په دې شورماشور کې به بده نه وي که خبرې ته په سړه سینه او د احساساتو له هجوم پرته یو نظر واچول شي.
۱ – له نظامي اړخه
– د افغان ملي امنیتي ځواکونو وړتیا
د بن د پرېکړو پربنسټ باید د دوو کلونو په اوږدو کې په افغانستان کې غیر دولتي وسله والې ډلې له منڅه تللې وای او څای یې د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو یو معقول ترکیب نیولی وای. لس کاله تېر شول خو تر اوسه لا د بن پرېکړې بشپړې نه دي پلې شوي. تر اوسه لا هم په پټه یا ښکاره د افغانستان د حکومت په حاشیه کې داسې کسان شته چې عملاً یې په زرګونو وسله وال تر قوماندې لاندې دي. د افغانستان ملي اردو نه روزل شوې او نه تجهیز شوې ده. دا خو لا ځه چې د ملي امنیتي ځواکونو د تشکیل په برخه کې لا تر اوسه هم د افغانستان حکومت یو روڼ، منطقي، پرواقعیتونو ولاړ، د افغانستان له امکاناتو سره متناسب دریځ نه لري.
لس کاله واله وشول چې نړۍواله ټولنه په افغانستان کې فعال نظامي حضور لري خو افغان ملي ځواکونو د تبارز له پاره مناسبه زمینه و نه موندله. اوس نو که د بهرنیو ځواکونو حضور څو کاله نور هم پسې و غزېږي آیا دا هیله شته چې افغان ملي ځواکونه به دا وړتیا ومومي چې خپل هېواد او د هغه سیاسي جوړښت خوندي کړي؟
بهرنیان دعوه کوي چې پر افغان ملي امنیتي ځواکونو هر کال په میلیاردونو ډالر لګوي. ظاهراً دغه ادعا بېخي بې بنسټه هم نه ده خو نن چې موږ کوم امنیتي ځواکونه لرو په هېڅ ډول دا بې کچې لګښتونه نه شي توجیه کولای. داسې ښکاري چې د بهرنیانو په حضور کې افغان امنیتي ځواکونه کاملاً بې انګېزې وي. د ملي پولیسو په کرښو کې د نشه یانو، تېښتې ته تیارو او بالقوه مضرو عناصرو موجودیت په واروړ وارو افغاني او نړۍوالو ناظرینو منلی او اعلان کړی دی. د ملي اردو په کرښو کې هم د دې پر څای چې د افغانستان یووالی او د هېواد د سیاسي نظام د پایښت ټکي ته پام وشي، د یو فرضي، نامعقول او ناڅرګند قومي انډول په نامه داسې کسان جذب شوې دي چې تر څو چې پرته له محاربې معاش لاس ته ورځي یونیفورم اغوندي خو کله چې د جنګ ډګر ته ورشي نو بیا مخ په تېښتي وي. اوس نو که هرڅومره د هېواد د امنیت بار پر ملي ځواکونو اچول کېږي دا به داسې وي لکه اور او سره زر: په ډېره لنډه موده کې به د ملي امنیتي څواکونو کرښې له هغو عناصرو پاکې شي چې یواڅینۍ انګېزه یې د امتیاز اخیستل وي.
امریکا وایي چې په افغانستان کې پر خپل هر سرتېري د کال یو ملیون ډالره لګوي. که امریکایي عسکر له افغانستانه و هم ایستل شي بیا به هم د امریکا د نورو عسکرو په څېر د هغه هېواد پر نظامي بودجه بار وي خو سره له دې هم له افغانستان څخه د دېرش زرو سرتېرو وتل به په دې هېواد کې د امریکا د نظامي لګښتونو کچه په کافي اندازه راټیټه کړي. هیله کېدای شي چې د سپمول شوو پیسو یوه برخه به د افغان ملي څواکونو د تقویې له پاره وکارول شي.
افغان امنیتي مشرتابه تر اوسه د بهرنیو څواکونو په موجودیت کې خپله سوق الجیشي وړتیا نه ده ثابته کړې. که بهرني څواکونه مسوولیتونه افغان مشرتابه ته وسپاري نو دوی به یا خپل څان له شرایطو سره برابروي او یا به ورکېږي چې دا به هم د افغانستان د ملي څواکونو د کره کېدلو او سره کېدلو له پاره یو طلایي چانس وي.
د افغانستان سیاسي مشرتابه ته هم لازمه ده چې خپل ولس ته په خورا روښانه ډول د امنیتي مسوولیتونو د لېږد پایلي وروپېژني. د هېواد سیاسي رهبري، او په سر کې یې ولسمشر، باید خلکو ته ووایي چې تر څو چې افغان ملي ځواکونه خپله وړتیا لوړوي، زموږ تلفات به د اوس په پرتله لوړېږي او ملت باید د دې بیې پرېکولو ته چمتو وي.
د دې تر څنګه، د بهرنیو څواکونو له خوا د جګړې د تودو میادانونو پرېښودل به له افغان ولس څخه هغه د وېرې احساس لېرې کړي چې اوس یې د بهرنیانو له غیرمسوولانه کړنو لري او دا به په خپله پر ملي امنیتي ځواکونو د ولس د باور په پیدا کولو کې خورا اغیزمن وي.
هغه ګواښونه چې امریکایي مبصریڼ او د هغوي افغاني مقلدیڼ ورته ګوته نیسي تر ډېره حده فرضي دي. د بهرنیو څواکونو تدریجي کمی به برعکس پر نظامي حالت مثبت اغیز وښندي.
۲ – له اقتصادي پلوه
د افغانستان اقتصاد تر اوسه هم مصرفي اقتصاد دی. زموږ سم نیمایي دولتي عواید د ګمرکاتو (یانې د وارداتو) له لارې لاس ته راځي. د کورنیو عوایدو مالیاتي برخه هم تر ډېره حده په هغو لګښتونو پورې تړلې ده چې بهرنیان یې کوي. د بهرنیو سرتېرو وتل به د دولت کورني عواید تر ډېره حده اغیزمن کړي.
په هېواد کې د هرو سلو امریکایي سرتېرو اوسېدا په مستقیم یا غیر مستقیم ډول تر سلو زیاتو افغانانو ته د کار او معاش امکانات برابروي یاني د بهرنیو سرتېرو له کمېدا سره به ګڼ شمېر افغانان خپلې عایداتي سرچینې له لاسه ورکړي چې په دې توګه به ملي اقتصاد ته کم له کمه لنډمهالی خو ژور زیان ورسېږي.
د ملي امنیتي ځواکونو د لګښتونو سرچینې هم تر اوسه نا مشخصې دي، که مسوولیتونه افغانانو ته لېږدول کېږي نو باید دغه سرچینې هم روښانه شي او هم په دقیق ډول وارزول شي.
د افغانستان حکومت باید د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره سم لازم تدابیر ونیسي چې افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ نه شي. دا کار دومره ستونزمن هم نه دی چې په لومړي نظر کې یې انګېرلای شو: د افغانستان حکومت کولای شي چې نوې عایداتي سرچینې پیدا کړي، له مالیاتو د تېښتې سره جدي مبارزه وکړي، خپل لګښتونه معقول او محدود کړي او د هېواد د اقتصاد د ماهیت د بدلولو (له مصرفي-وارداتي حالت څخه تولیدي حالت ته اړولو) له پاره لازم تدابیر ونیسي او کوټلي ګامونه واخلي. دا (د یو شمېر افغانانو د عایداتي سرچینو وچېدل) به هم هغه شر وي چې د افغانانو په کې خیر دی ځکه چې افغانان به د یو پایښت لرونکي اقتصاد پر لور ګام واخلي.
۳ – له سیاسي نظره
د افغانستان د دولت سیاسي څېره تر ډېره حده د جوړجاړیو او معاملې په رنګ رنګېدلې ده. د هېواد په نظامي حالت کې هغه بدلون چې راتلونکی دی دا ایجابوي چې د دولت او ملت سیاسي کړۍ د شخصي منافعو پر سر د جوړجاړیو تر څنګ ملي ګټو ته هم پام وکړي. د دغه بدلون د پیل ټکی به د ولسمشرۍ ماڼۍ او د وزارتخانو دهلېزونه وي.


د ښاغلي اوباما د تصمیم اعلان هغه بې ساري فرصت دی چې افغانان یې باید په  غبرګو لاسو ټینګ کړي او په شنه اسمان د ږلۍ اورېدلو وړاندوینې چې ځینې سیاسي-نظامي-اقتصادي کړۍ یې د خپلو لنډمهالو ګټو د خوندي کولو له پاره کوي باید د هېواد ژوندۍ قواوې و نه وېروي او د وخت له لاسه ورکولو ته زمینه مساعده نه کړي.