هالنډ : په امستردام کي د اسلامي ټولني لخوا کنفرانس جوړ سو

مختار احمد احسان | جولای 4th, 2011


د هالنډ په مرکز امستردام کي تېره ورځ د حزب التحریر په نوم اسلامي ډلي د ټولني لخوا کنفرانس ترسره سو.

د ذکر سوي ټولني هدف د یوه نوي دولت رامنځته کول دي، چي اسلامي شریعت به لري .
د هالنډ د عدلیې وزارت وزیر “ایفو اوپستلتن” د کنفرانس په اړه وايي، چي هیڅ کوم قانون دا کنفرانس نه منع کوي . نوموړی زیاتوي چي دغه اسلامي ډله کولائ سي یو د بل سره خپل نظرونه شریک او پخپلو منځونو کي د یووالي راوستلو کوښښ وکړي .

حزب التحریر په لسګونو هیوادونو کي څانګي لري، خو د یادوني وړ ده، چي په یو شمېر اسلامي او اروپايي هیوادونو کي بندیز پرلګېدلئ دئ .

د حزب التحریر بنسټ په ۱۹۵۳زېږدیز کال کي ایښودل سوئ دئ او اوس مهال شاوخوا یو میلیون تنه غړي لري .

Copyright Larawbar 2007-2024