اسلامي حزب د پاکستاني پوځيانو حملې وغندلې
په اروپا کي د اسلامي حزب له دفتر څخه خپره سوې اعلاميه وايي پر افغانستان د پاکستاني پوځيانو حملې هم د نورو نيواکګرو په څېر په کلکه غندي.
خبرپاڼه وايي په داسي حال کي چي افغانان هره ورځ د خارجي ځواکونو تر بمباريو لاندي وي د پاکستاني پوځيانو راکټي حملې چي په هکله يې هيڅ فکر نه کېدى، په ټينګه غندي.
په خبر پاڼه کي راغلي خارجي پوځيان چي له افغانستان څخه د وتلو په حال کي د دې پر ځاى چي ګاونډي هيوادونه مرسته وکړي برعکس د خپلو مغرضانه اهدافو په خاطر د افغان ولس ستونى خفه کوي.
خبرپاڼه وايي پاکستاني واکمنان له پخوا څخه د افغان ولس پر مقدراتو د ولکې هڅه کوي او اېران هم د خپلو نژادپالو پاليسيسو پر اساس د افغانانو ترمنځ ژبني او مذهبي اور ته لمن وهي او په اېران کي بندي افغانان په يوه او بله ټاپه اعداموي.
په خبرپاڼه کي پر افغان حکومت نيوکه سوې چي ولي يې د پاکستان د اوسني تيري په باب خوله پټه نيولې بايد خپل دريځ څرګند کړي.