زابل: ١٣تنه وسله وال طالبان وژل سوي

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جولای 6th, 2011


دزابل په میزانه ولسوالۍ کې دافغان او نړیوالو ځواکونو په ګډوعملیاتو کې چې تیره شپه ترسره سوي په ترڅ کې یی ۱۳ تنه وسله وال طالبان وژل سوي اوڅلورتنه نور ټپیان سوي دزابل مرستیال والی وایی چې ددې عملیاتو پرمهال ګډو ځواکونو ته کوم زیان ندي رسیدلی.

دزابل محلی چارواکی وایی تیره شپه ددې ولایت دمیزانی ولسوالۍ دتاخوم په سیمه کې دګډو ځواکونو له لوری یولړ تصفیوي علمیات ترسره سوي چې په ترڅ کې یی دزابل دمرستیال والی محمدجان رسولیار په خبره ۱۳ تنه وسله وال طالبان وژل سوي او څلورتنه نوریی سخت ټپیان سوي چې دوسله والو طالبانو له خواه انتقال سوی ښاغلی رسولیار زیاتوي چې ددې عملیاتو پرمهال ملکي کسانو او دولتی سرتیرو ته کوم زیان ندي رسیدلی خو دوسله والو طالبانو څخه یواندازه وسلې او چاودیدونکي توکي دګډو ځواکونو لاسته ورغلی .

دغه عملیات دګډو ځواکونو له لوري په داسی حال دمیزاني ولسوالۍ دتاخوم په سیمه کې ترسره کیږي چې تیره ورځ هم دمرکز کلات اړوند د اومکي په سیمه کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل سوي او پنځه تنه نور مشکوک کسان نیول سوی وه دیادوني وړده چې پدې وروستیو ورځوکې دمرکز کلات په کډون ددې ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې دوسله والو طالبانو په وړاندي پراخ چاڼیز عملیات پیل سوي او پکي وسله والو طالبان درانه مالی او ځاني زیانونه اوښتي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024