پنجشير: افغان عسکر دوه امريکايي روزونکي ووژل

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جولای 9th, 2011


د پنجشير ولايتي چارواکي وايي نن سهار يوه افغان عسکر دوه امريکايي روزونکي وژلي دي.
د چارواکو په وينا ياد سوى عسکر د ملي امنيت رياست کارکوونکى وو چي د تعليم په ميدان کي يې له امريکايي روزونکو سره شخړه کړې او وروسته يې ټکان پر وکړل.
چارواکو ويلي په جوابي ډزو کي افغان عسکر د امريکايانو له خوا وژل سوى دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024