ولسي جرګه: عزيزي بانک ډېوالي کېږي، بانک يې ردوي
د ولسي جرګې غړى ظاهر قدير وايي عزيزي بانک هم د کابل بانک په څېر د مالي فساد له امله له ډېوالي کېدو سره مخ دئ.
ظاهر قدير پرون په ولسي جرګه کي دغه خبره راپورته کړه، او ويې ويل چي داسي اسناد په لاس ورغلي چي له عزيزي بانک څخه شاوخوا ٥٠٠ ميليونه ډالره په غيرقانوني توګه ايستل سوي او په دې بانک پوري تړلي شاوخوا ٢٠٠ پټرول پمپونه په پټه خرڅ سوي دي.
خو د عزيزي بانک مسئولينو نن وويل چي د دې آوازو ترشا د اقتصادي مافيا لاس دئ او هغوى د خپلو شخصي ګټو په خاطر دغسي آوازې اچوي.
عزيزي بانک ويلي دوى حاضر دي چي د بانک په هکله هري اړوند ادارې ته د څېړني اجازه ورکړي.