طالبان : په وردګ کی مو زیات امریکایان ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 13th, 2011


طالبانو رسنیو ته ویلی چی نن سهار ( عبدالله د مولوی نسیم زوی ، د غزنی اوسېدونکی ) خپل ټرک موټر د منفلقه موادو څخه ډک کړ او هغی یې د وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ د دشتِ ټوپ په سیمه کی د امریکایی پوځ قرارګاه ته وردننه کړ او هلته یې درنه چاودنه رامنځته کړه چی له امله یې تر لسو زیات امریکایان مړه او ټپیان سول او په لسګونو جنګی وسایط له منځه ولاړل .
خبر وایی چی عبدالله مخکی په متحد عربی اماراتو کی خپل کاروبار کاوه او د همدې هدف لپاره وطن ته راغلی و .
نن په کټ مټ پیښه کی په تګاب کی هم پنځه بهرني پوځیان وژل سوي وو .

Copyright Larawbar 2007-2024