طالبان : یو عسکر پنځه بهرني پوځیان ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 16th, 2011


د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی رسنیو ته ویلی چی نن د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته نږدې یو افغان عسکر پر بهرنیو پوځیانو ضربه وکړه چی له امله یې پنځه پوځیان ووژل او پخپله په تیښته بریالی سو او فعلأ د طالبانو سره اوسیږی .
رویټر لیکی چی ناټو دا پیښه منی خو د یو بهرني پوځی وژنه تاییدوی .
بلخوا ، ناټو په یوه بله اعلامیه کی وایی چی نن د هېواد په لویدیځ کی طالبانو د مخامخ جنګ پر مهال یو خارجی عسکر وویشت او ځای پر ځای یې ووژﺉ .

Copyright Larawbar 2007-2024