ماسکو : د نوميالي شاعر عبدالباري جهاني سره ادبي غونډه جوړيږي

د لراوبر اداره | جولای 16th, 2011


د افغانستان نوميالی شاعر ، ليکوال او تاريخ ليکونکی عبدالباري جهاني نن د جولای پر شپاړسمه نېټه د ماسکو مېشتو افغانانو سره په يوه ادبي ناسته کي برخه اخلي .


عبدالباري جهاني د جولای له شپږمي تر څوارلسمي پوري د اوکراين مېشتو افغانانو په بېلابېلو ادبي ناستو کي برخه واخيسته او د پرون راهيسي په د روسيې په پلازمېنه ماسکو کي د افغانانو سره د ليدني کتني په موخه نن په يوه ادبي غونډه کي برخه اخلي .


تېره ورځ ښاغلي عبدالباري جهاني او ورسره پلاوي د ښاغلي محمد خادم او نورو ماسکو مېشتو افغانانو په ملتيا د ماسکو پوهنتون ، سور ميدان او يو شمېر نور تاریخي ځايونه وليدل .


په نننۍ غونډه کي به د ښاغلي عبدالباري جهاني پر کار ، ادبي او فرهنګي خدمتونو او ملي اشعارو ډاکټر لطيف بهاند څېړنيزه مقاله واوروي او ورپسې به ښاغلی عبدالباري جهاني ماسکو مېشتو افغانانو ته خپل په زړه پوري شعرونه وړاندي کوي .


د ښاغلي عبدالباري جهاني د اوکراين او روسيې د سفر په زړه پوري انځورونه ، ويډيو کليپونه او راپور په پرله پسې ډول له لراوبر ويبپاڼي پرليکه کيږي .

Copyright Larawbar 2007-2024