کور / اسلامي / د خوب او خوب لیدلو راز (۲۲ – ۲۷)

د خوب او خوب لیدلو راز (۲۲ – ۲۷)

۲۲ برخه

تر اوسه پورې سا پیژندونکو، فیلاسوفانو او فیزیولوژیستانو د خوب لیدولو مکانیزم
نه دی مالوم کړی هغه څه چې د خوب په اړه ویل شوی دی ډیر سطحی او شخصی تجربې دي.
خوب او وېښتیا د ژوند دوه عملونه دی چې خوب داستراحت لپاره او استراحت د ستړیا له منځه وړولو لپاره دی، اود ستړیا له منځه وړل بیا د سلولونو د بیا رغونې او قوت لپاره دی.
خوب دساه پوهنې له دیده
زموږیو پر درېمه برخه ژوند په خوب کې تیریږي، انسان ډیر واقعیتونو په خوب کې درکوي او ټوله انسانان ددې د راز ډکي دنیا سره اشنا دي .

د ساه پيژندنکو مهمې نظریې :
د «زیگموند فروید » په اند عموما دانسان هغه له منځه تلی امیال چې انسان د هغه خبر نه وي په سمبولیک ډول په خوب کې راځي
د«یونگ »په اند خوب د خپله ناخبره ذهن افشاګر دی یاني د راتلونکو پیښو وړاندوینه کوي
.اوبله نظریه دا ده چې د الکتریکي بارونه په وسیله د مغز د حافظې د اړوندو برخو له هڅولو څخه خوب پيدا کیږي .
د ساه پوهانو څیړنې
دساه پوهنې ډاکټر «رابین رویستون» پرتر دوو سوو زیاتو خلکو چې ظاهرا ًيې روغتیايي ستونزې درلودې پر خوبونه باندې څیړنې وکړيٍ:
یو سړي خوب لیدلی و، چې دوو تورو پړانګانو هغه پسې اخیستی او یو پړانګ خپله داړه د هغه پر شا ولګوله
هغه څو میاشتی وروسته په یوه خطرناکه ناروغی اخته شو او د شا په هغه ځای کې یې چې پړانګ په خوب کې داړه لګولې وه یو تور خال پيدا شو
هغه وایي داسې مالومیږي چې خوبونه د مهمو مسایلو الهامي مالومات دی
لکه «ککوله» د بنزین کاشف چې دبنزین د فارمول په لټه کښې و دشپې يې په خوب کې
دمارانو یوه کړۍ ولیده چې د یو بل لکۍ یې په خوله کې نیولې وې
ددې خوب په پایله کې هغه د بنزین کیمیاوی ساختمان کشف کړ ، یانی خوب هغه ته وښوله چې د بنزین کیمیاوی ساختمان حلقوي دی نه خطي
دساه پوه «حسین ابراهیمي» په اند چې مغز په خوب کې استراحت نه کوی بلکی لا ډیر فعالیت کوي.
ماشومان په یوه شواروز کې( ۲۲-۲۰ )ساعته خوب ته اړتیا لري، چې دا اړتیا د عمر په زیاتیدو سره کرار کرار لږیږي او به بلوغ کې اته ساعتو ته رسیږي او د لویانو لپاره دا خوب اوه نیم ساعته دی چې البته دا یوعمومي عدد دی.
څیړنو ښوولې ده ، چې د ښځو خوبونه سریالي دی یانې په یوه شپه کې د خوب څو برخې ویني یا څو شپی پرله پسې دیو خوب پاتي برخې ویني اونارینه یوه برخه خوبونه ویني چې عموما لنډ وي .
ستړی او خپه خلک مړی ، هدیره او تیاره ځایونه په خوب کې ویني ، ځوانان جنسی او شهوانی خوبونه ویني، نارام خلک ګډوډ خوبونه ویني…
څیړونو ښوولې ده چې محیطی خوبونه هم لیدل کیږي لکه یو سړی په خوب کې ویني چې په واورې کې بند وي چې له خوبه راکښېنی ویني تلتک ترې لوېیدلی اویا کړکۍ خلاصه وی او یخني يې کیږي.
سا پيژندونکی وایي امکان لري د محیط په تغییر او یا تلقین سره خوب کنترول شي.
په یوه څیړنه کې یو سړ ی ته څو ساعته د خوب تر مخه سرې عینکې په سترګو شوی نوهغه په خوب کې هر شی سور لیدی
په یو بله څیړنه کې له څیړنې لاندې خلکو څخه وغوښتل شوه چې د خپل دوست په ځانګړتیاو خوب وویني
تر څیړنې لاندې ډیروخلکو اقلا په خوب کې د خپل دوست یو صفت لیدلی و
څیړنو دا ښوولې ده چې د خوب فضا خالي نه وي خوب لیدونکي د فضا دوه پر درې خلک پيژني.
«رابرتو کاساتی » وایي د خوب محتوا اکثراً د ذهن جوړشوی شیان وي.
یوې بلی څیړنی وښووله چې ړانده خلک خوب وینی خو خوب يي لکه دبینا سړی خوب شفاف نه وي ،د هغو خوبونه تور او سپين وي.
له یوې څیړنې څخه جوته شوې ده چې په لومړی پېنځو دقیقو وروسته له ویښيدو
نیم خوب او لس دقیقو وروسته ( ۹۰ )په سلو کې خوبونه هیریږي او د خورخور په وخت کې خوب نه لیدل کیږي.
تر دری کلني پورې ماشومان د ځان په هکله خوب نه ویني په اووه او اته کلني کې ماشومان ویرونکي خوبونه ویني.
که څوک ناببره له لنډه خوب وروسته را ویښ شی اخیر خوب یې د ټولو شپې تر خوبه ښه په یاد پاته کیږي.
اوس جوته شوې ده چې ټول خلک خوب ویني او خوب لکه ساه ایستل انسان ته ضروری دی ان دا هم ثابته شوی ده چې حیوانات هم خوب ویني.
د خوب ډولونه
۱ -حکاکی خوب: چې یوازې پېښې (حوادث) انسان ته ښيي لکه ویره ، خښم،کرکه یا هغه صفات چې دانسان دننه پټ دی
۲-ارضايي خوب: چې یوازې د اقناع او ارضا ، یا د ژوند دهیلو او امیالو لپاره دی
۳-غیبی خوب: چې یوازې راتلونکي پیښې ښيي.

— ——————————————————————————

۲۳ برخه

پوهان خوب له څو اړخونو مطالعه کوي: ځينې یې دخوب اوخوب کولو په بیو فیژیالوژي بوخت دي ، ځينې یې د خوب په اغیزو څیړنې کوي، ځينې يې په دې چې ولي خوب وینو څیړنې کوي او ځینې نور بیا دمغز اغیزه پر خوب باندې څیړي.

تر اوسه علم په دی نه دی بریالی شوی چې وپوهیږي ولي خوب وینو ، په دې اړه ډیرې نظریې شته چې ځینې ساینس پوهان هغه تاییدوی او ځینې يې ردوي
دخوب په هلکه علمي نظریې
خوب د بدن او ذهن دسلامتیا لپاره اړین دی، خوب د زده کړی او حافظې سره مرسته کوي ، او دمغز اختلال لیري کوي.
په خوب کې زموږ ځانګری او کلی احساس موږ ته اجازه راکوي، چې نوي غیر معمولی ساحې کشف کړو، د ورځي ځینې ربړونه حل کړواود ویښې د احساساتو په اړه د تهدیداتو په مقابل کې ځان چمتو کړو.
دخوب لیدولو علمی تاریخ
د یونان، روم او بابل خلکو د خوب په مانا باور درلود هغوی باور درلود خدای (ج) د خوب له لارې هغوی ته په جنګ کې د بري لاره ښيي.
له پخوا څخه تر ننه د بومي کامونو په باور خوب دیو چا یا ډلې په هکله دمعلوماتو رابرسیرونه ده.
یونانیانو د خوب د مانا کولو لپاره ډیر تخنیکونه کارول اوله مانا څخه يې د ناروغیو د درملنې لپاره ګټه اخیستل . هغوی دمدیترانې په سیمه کې د خوب دمانا یو سیستم ته وده ورکړه اویو روغتون یې « اسکلوپاین پناه ځای» په نامه د جوړ کړ.
په( ۱۹) پيړۍ کې ډیرو ساینس پوهانو د خوب د ماناسره مینه پیدا کړه، هغوی دا جوته کړه چې ډیر شیان لکه ږغ او بوی د خوب په محتوا اغیزه کولی شي.
په شلمه پيړۍ کې د خوب علم ډیره وده وکړه ، په( ۱۹۵۳ )د شیکاګو پوهنتون استاد «ناتینیل کلیتمن» او د هغه شاګرد «یو جین ارسینکی» په «ریم خوب» ( دخوب لیدولو په وخت کې د سترګو تیز خوځښتونه) کشف کړه هغه دا وخت د خوب لیدولو وخت وباله . چي هر ۶۰-۹۰ دقیقو دخوب په دوران کې یو وار واقع کیږي چي انسان په دی وخت کې خوبونه ویني
بیا هغه دخوب په وخت کې د مغز د موجونو په EEG (electroencephalogram) ریکارد او د مغز دفعالیتونو نخښه یې واخیستله هغه دا خپلې څیړنې «ریم »( په خوب کې دسترګو ښوریلو پړاو) او « نن ریم »( په خوب کې دسترګو نه ښوریلو پړاو) وویشل چي « نن ریم » پړاويې څلوري مرحلې ۱، ۲،۳ او۴ لري.
اوس دا ثابته شوې ده چې خوب لیدل مخکې له ویدیدو په ویښه پيل کیږي یاني د خوب سوچ په ویښه کې پیدا کیږی بیا د«نن ریم »( په خوب کې دسترګو نه ښوریلو پړاو) کې خوب لیدو غوندې حالت پيدا کیږي او اصلی خوب لیدل په «ریم»( په خوب کې دسترګو ښوریلو پړاو) کې پيل کیږي .
د« هوبسن» د راپورټ په اساس د«ر یم پړاو» خوبونه په معمولی ډول اوږده ، روښانه، ډیر هیجانی وي نو ویلی شو ډیر خوب په « ریم پړاو» کې لیدل کیږي.
د«هوبسن » د څیړنې په اساس( ۷۰ په سلو کې) د« ریم پړاو» خوب عجیب او غریب وی نسبت ( ۲۰ په سلو کې) د « نن ریم پړاو» خوبونو ته .
د عمر په اساس د « ریم پړاو» خوبونه تغییر کوي : ماشومان(۸۰-۷۰په سلو) خوبونه په «ریم پړا و» کې ویني ، ځوانان په «ریم پړا و» کې ( ۵۰ په سلو کې) خوبونه ویني او لویان په «ریم پړا و» کې( ۲۵ په سلو )کې خوبونه ویني،په زړو خلکو کې د «ریم پړاو ) خوبونه تر( ۱۵ په سلو کې) پورې را ټیټیږي.
له څیړنو څخه جوته شوې ده چي په « ریم پړاو» ( په خوب کې د سترګو د ښورولو مهال ) کې انسانان اونور ځمکنې او تي لرونکو حیوانات په لږ توپير سره خوبونه ویني.
په دې لاندې ګراف کې افقی واټنونه د خوب وخت په ساعت او عمودی واټنونه د خوب مرحلې ښیي
د شپې په اتو ساعتو خوب کې څلور تر شپږ دورانه د خوب راځي چط هر دوران يې (۹۰) دقیقې نیسي او به هر دوران کې د نن ریم څلورم مرحله ۱،۲،۳او۴ اویوه مرحله د سطحی ریم لیدل کیږي. یانې هر شپه (۴-۶ )واري خوبونه لیدل کیږي او هر دوران یې (۹۰ دقیقی )وخت نیسي
خوب په ژور خوب کې یانی د «نن ریم » پړاوپه څلورمه مرحله او د «سطحی ریم» په پړاو کې لیدل کیږي.

د نارمل سړی خوب په یوه شپه کي

لومړی مرحله: سپک خوب ته ننوتل دی ، سترګې نه ښوري دا د « دنن ریم» د پړاوخوب دی، په دی مرحله کې د بدن غړي هوسا وي ، دبدن تودوخه لږ ه او د زړه ضربان کرار وي.
دویمه مرحله: دا مرحله هم «نن ریم» پړاوخوب کې راځي. دبدن تودوخه نوره هم لږیږی ، غړي هوسا وي، د بدن ایمنی سیستم په کار پيل کوي او د ورځي زیان شوی سلولونه بیرته رغوي، په دې مرحله کې د« ایندوکراین غده» دودې هارمون ترشح کوي او وینې هغه غړو ته رسوي ، په دې مرحله کې سړی کاملاً ویده وي .
درېیمه مرحله: دا هم د « نن ریم » دخوب په پړاو کې ده، چې تر دویمژ مرحلی یې خوب ژور دی او د میتابولیک سطح ډیره کښته وي.
څلورمه مرحله: سترګی تر باڼو لاندې مخ اوشا ته نا منظم خوځښتونه کوی
دا مرحله د خوب بل پړاو « ریم خوب » یا« دلتا» ته ځي. په دی مرحلې کې د وینو فشار لوړیږي، د زړه ضربان توندیږي ، ساه ایستل غیر منظمه کیږي ،د مغز فعالیتونه ډیریږي ،غیر ارادی غړي فلج یا بې حرکته کیږي، دا مرحله د خوب ترمیمی برخه ده ، فکر ژونداو احساسات پيدا کوي، په دی مرحلې کښې ډیر خوب لیدل کیږي که په دې مرحله کښې سړی راویښ شي خپل لیدلی خوب یې په یاد یږی.
دا مرحله ( ۹۰-۱۰۰) دقیقی وروسته د ویدیدو راځي.
دا مرحله په خوب کې تکرایریږی د تکرار په صورت کې دلومړی، دویمه او دریمه مرحلې تر اول وار لږ وخت نیسې او ویده سړی خوب ژر ژر څلورمي مرحلې ته رسیږی.

——————————————————————————–

۲۴ برخه

د« وب او اګنو»څیړنې ښيي ، هغه خلک چې له ( ۵.۸) ساعته څخه ډیر ویدیږی پینځوس په سلو کې ډیر د«ریم » پړاو ( په خو ب کې د سترګو ښورولو پړاو ) نسبت هغه ته چې د (۶.۵) ساعته لږ خوب کوي لري.
یو ه بله څیړنه ښیي چې د سهار خوب سطحی خوب وي یاني د سهار خوب د ویښې حالت ته نژدې وي
«لین هاس» وايي هنري او تصویري خوبونو تر ډیره په یاد پاته کیږي.
په یوه بله څیړنه کې چې پر تر سلو زیاتو د آرت ، ساینس او انجینری محصلینو ه وشوه جوته شوه چې انجینرانو نسبت د آرت محصلینو ته ډیر خپل خوب هیروی او د ښځو او نرانو تر منځ کوم توپير نه لیدل کیده.
او یوې بلي څیړنې وښول د ښې حافظی خلکو ډیر خوبوبه په یادیږي.
«ستراک،میر او فالکس » په( ۱۹۶۶ )په خپل یو راپوړت کې لیکي چې په خوب کې لیدلي شیان سل په سلو کې ،اوریدلی شیان ( ۴۰-۶۰ )په سلو کې ، حسی شیان ( ۱۵- ۳۰ )په سلو کې ،بوی او خوند لږ تر یو په سلو کې په یادیدای شي .
«کالوین، هال او رابرت ون دکاسل» د خپل کتاب د خوب د محتوا په تحلیل کې لیکي :
د سړو خوب لیدل د ښځو سره مساوی دی لیکن (۶۷ )په سلو کې د نارینو د خوب کرکترونه نور خلک تشکیلوي.
د دواړو نارینو او ښځو خوبونه ډیر جنجالی وي نسبت دوستانه خوبونو ته ، ډیر بدمرغه وي نسبت نیک مرغه ته ، ډیر منفی وی نسبت مثبتو خوبونو ته .
احساساتي نارینه ډیر جنګی خوبونه وینی نسبت ښځو ته .
یو نوی زېږېدلی ماشوم تر پېنځه کلنې پورې په خوب کې ثابت انځورونه ویني او فکر يې ارام وي ، د( ۵-۸ )کلنی پورې په خوبونه کې ډیرې ساده کیسی وینی او د کیسې لوبغړی يې حرکات لري، په اته کلنی کښې فعال خوبونه ویني ، د( ۹-۱۱ )کلني پورې لکه غټان خوبونه وینی خوتر غټانو تر خوب لږ جنجالي، بدمرغه او منفي وي.
«دوم هاف» وايي خوب یو شناختی لاس ته راوړنه ده چې د سن په وده وده کوی
«پتریشا کارفیلد »په یوه څیړنه کې د ( ۲۴۷ ) ډیرامریکایی اولږ هندی ښوونځیو د شاګردانو خوبونه را ټول کړه چې د هغو له ډلې څخه ( ۶۴ په سلو کې )بد خوبونه وه او پاته يي ښه خوبونه وه،
د بدو خوبونو نیم تعقیب ( پسې کیدل ) او بریدونه جوړول او نیم نور یې ټپي کیدل او و ژل جوړول، د ښو خوبونو نیم يي ښه ساتیری او نور یې ښه دلخواه ډالۍ او شیان تر لاسه کول جوړوله.

« الن سیګل » وايي خوب لیدل د مور په نس کې پيل کیږی چې دا خوبونه اتیا په سلو کې اوومه خوبونه دی.بیا کرار کرار وروسته ریم خوب حالت ( په خوب کې د سترګو ښوریدلو )پيدا کوي
د«رابرتو کاساتی » په باور د خوب لیدولو شیان ډیر په ذهن کې جوړ شوی شیان دی چې ځینی وختونه دا خوبونه د بهرني چاپيریال تر اغیزې لاندې راځي نوشاید د ساعت زنګ خوب ته ننوځي .
څیړنو ښوولې ده چې د خوب لیدل د مغز دشدید فعالیت ، د غړو نه ښوریدل او د سترګو دتوندوحرکاتو سره اړیکې لري چې دا شیان په ځینو ژوو کې هم لیدل شوی دی ،که خلک په دی دماغی وضعت کې له خوبه را ویښ شی خپل لیدلی خوب یې په یاد یږي .
دخوب طرح یا داستان هم د خوب لیدونکی د ژوند د ځانګرتیا په اساس ه تغییر کوي چې
سن تر ټولو نورور طبیعی فکتورونو په خوب لیدو ډیره اغیزه لري
د نوی زېږېدلی ماشوم خوب په یو شوارور کې په منځنی ډول ( ۱۸-۱۶ ) ساعته پورې وی ،چې ماشوم درې، څلور کلن شی د هغه خوب ( ۱۲-۱۰ ) ساعتو ته رسیږی یاني د عمر په زیاتیدو سره خوب لږیږي او بل دا چي د ژور خوب ( ۳ او۴ مرحله ) لږیږی یانی د «ریم »خوب فیصدی تغییر کوي.
یو نوی زېږېدلی ماشوم ( ۵۰ )په سلو کی ټول خوبه د «ریم » جوړوي یانی هغه راسا « ریم خوب» ته ځي نو د هغو د خوب یو دوران ( ۵۰ تر ۶۰ )دقیقی نیسي.
په دوه کلن ماشوم کی« ریم » خوب د هغه له ټوله خوب ( ۲۰ تر ۲۵ )په سلو کې نیسی،
په هلکانو کې تحریک لږ یږی یاني په شور ما شور کې ویدیدای شی
یوه څیړنه ښیی چي یو لس کلن هلک په ځانګړی ډول د شپي د لومړی وخت په خوب کې د یو جټ د الوتکې لو ړ ږغ هغه ویښولی نشي.
د سهار خوبونه غني او پيچلي وي، خوبونه ( ۹۰ په سلو کې) لنډ خوبونه وی چې له ۱۵۰ کلمو څخه لنډ وی اولږ اوږده خوبونه وی چې له زرو کلمو هم ډیر وي.

——————————————————————————–

۲۵ برخه

دخوب فیژیولوژي :
خوب لیدل یوه فیژیولوژیکي پیښه ده ،چې پرهغه باورونه ، بوختیاوي ،ناروغئ او داسې نور شیان اغیزه شندلی سي
د انسان خوب یوه دوراني پدیده ده ،چې هر دوره يې له څلورتر پینځو پړاونه لري چې کله انسان ویده سي لومړی پړاو ته ځي، چې دا پړاو تر ټولو پړاونو د سپک خوب پړاو دی د څو ثانیو وروسته دا خوب دویم پړاو ته ننوځي چې په دویم پړاو کې د مغز څپې (۱۵-۱۳ سایکل په هره ثانیه کښې ښيي) بیا دادویم پړاوخوب درېیم پړاو ته ننوځي (چې دلته د دلتا موجونه په لوړ ولتاژ یاني (۵،۰ – ۲/۵ )سایکل په یو ه ثانیه کې ښيي) بیا خوب اخیریاني څلورم پړاو ته ننوځي (چې د دلتا څپې د مغزی نوار ډیره برخه نیسي ) ننوځي.
«فرانسیس کرک» د«دی این اې » کاشف په باور خوب لیدل د حسي مالوماتو جلا کول او لیری کول دی ،یاني ورځينی پېښې عصبي سیستم فعالوي او د خوب لیدولو لامل ګرځي،
الکترونکي وسایلو ښوولې ده، چې ماشومان پنځوس په سلو کې ریم ( سترګو ښورولو خوب) لري او ځوانان په هر اته ساعته خوب کې یونیم تر دوه ساعته ریم ( دسترګو ښوروی خوب ) لري.
هره فیزیولوژیکی نظریه باید د خوب دا پېنځه ځانګړتیاوي توضیح کړي :
۱- په خوب کې ژوندي او روښانه تصورات
۲-شدید احساسات او عواطف ولري په ځانګړې توګه ویره ، خوشالی او غوسه
۳- خوب لیدل داسي ورته مالومیدل لکه په ویښه چې هغه ویني
۴- دخوب ټوټه ټوټه لیدل ، د زمان ، شخصیتونواو ځایونو نه سازګاری له خوب سره
۵-دډیرو خوبونو هیرول مګر داچې په ریم پړاو کې څوک له خوبه راویښ سی په دی حالت کې هم لاډیره خوبونه هیریږي .
«دوم هاف » څلورشیان یا شرایط د خوب لپاره ضروری بولې :
۱- سالمه، مکمله بالغه عصبی شبکه
۲-د خوب د فعالولو لپاره میکانیزم
۳- د بهرنیو محریکاتو نه شتون
۴- دځان کنترول له لاسه ورکول یاخپل شناختی سیستم تړل

دخوب ځانګړتیاوي :
۱-عموماًخوب تصوري او احساساتي ادراک لري لیکن ګاهګاهی نور احساسات هم لري
۲- شاید د خوب تصویرونه ژر ژر تغیر سي ( د هغه عدد او خبری).
۳- ځینژ وختونه په خوب کې د طبعیت عجایب لیدل کیږي لیکن د هغه انځورونه او پيښې عادي وي .
۴- مو ږ باور لرو چې موږ په خوب کې ویښ یو.
۵- په خوب کې تفکر نه کیږی یانی غیر منطقي توضیحات ، پيښې او توطیې په کې شاملي وي.
۶- خوبونه ثبات نه لري یاني خلک، وخت او ځای نا متجانس او نه پيوسته وي .
۷- د خوب د داستان ټول عناصر په یو خیال بافی کې ادغام وي.
۸- د خوب محتویات احساسات زیاتوي په ځانګړې توګه ویره او اضطراب چې دا د خوب د د داستان خصوصیت او شکل بدلوي
۹- په خوب کې ډیر منفی احساسات ته تمایل وي نسبت مثبتو ته
۱۰- د غریزوی احساساتو ډیروالی ( لکه جنګ)
۱۱- خوب ډیره عاطفې محتوا نسبت جاری پیښو ته لري
۱۲- دخوب کنترول د خوب لیدونکو له کنترول څخه وځي کیدای سی د څو ثانیو لپاره هغه کنترول کړي.
۱۳- د فکر ، احساساتو او عادتو خپله کنترول نسبتاً معمول دی

د خوب لیدولو دندې :
ځینو څیړونو ښوولې ده چې خوب او خوب لیدل په زده کړی او د مغز او بدن په ترمیم اغیزه لری ، په خوب سره بدن سالم کیږی
خوب لیدل د نوی او زړو خاطرو د کیلۍ رول لري هغه په پخوانیو خاطرو دایمی اغیزه لری
«الن هوبسن« وایي چې خوب لیدل د حافظي تمرین دی دنویو خاطرو د اتصال لپاره او د زړو غټو دمنځه تللو خاطرو د اتصال دقوی کولو لپاره
دحافظې مختلف ډولونه دخوب د دوران دمختلفو برخو مسولیت لري تصوري او ادراکي دندې ډیر په خوب لیدولو اړه لري.
د«وایسمن» څیړنه ښيي چې د حافظي عمل یا کار تمرین ته اړتیا لري( برعکس داخباری حافظې یا د رښتیا یادولو) چې مستقما دخوب او دخوب لیدوپه کچه اړه لری» د
«وندت» د نظریې په اساس د خوب لیدولو په وخت کې د ځینی فعالیتونه لکه د انځورونو جوړونه او عاطفه تیزیږی مګر نوري برخې لکه حافظه او هوښیاری له کاره لویږي
د «وندت »وروسته « فروید» دی نظریي ته دوام ورکړ خو د اندازه ګیری د الو د نه شتون له کبله يې دا نظریه بشپړه نه کړه.
فروید وايي خوب زموږ د منځه تللی نه پوه شوی داخلی امیالو حاصل دی
د ویښې پيښې منظمی وی مګر د خوب پیښې ډیري نا منظمي وي .
د خوب په وخت کې (ایندوکراین) هارمونونه وینه ته ترشح کیږی چې د سلولونو د ترمیم چاری پر مخ بوځي او هم « فالکل »هڅونکی هارمون او« لوتاینایزینګ» هارمون چې د بالغتوب او تولید عملونه اجراکوی ترشح کیږی او «تایراید» هارمون له خوبه مخکښې ترشح کیږي.
دخوب په وخت کښې د بډوډی فلتر، د پلازما جریان، د سویدم ، کلوراید، پوتاشیم، او کلیسم ترشح لږیږی همدا علت د بولو د غلیظ کیدو لامل کیږی.
اوپه سالمو خلکو کې د «کاستریک اسید» ترشح کمیږي.

——————————————————————————–
۲۶ برخه
دخوب لیدلو علتونه :
• ماغزه خپل ثابت دایمي کړه لکه ( ویښتوب، خوب ، ساتنه ، ستړیا ، حیرانتیا، اوپام او داسې نور)پر مخ بیایي دا کړه په ماغزو کې دتفکر له ځای اداره کیږی دا برخه یاني د تفکر ځای د ماغزو یوه وړوکې برخه یانی د ماغزو یو پر لسمه برخه نیسي مګرد ورځي او شپې دخوبونه لیدل د ماغزو د فعالیتونه یوه بله څپه ده .
• د ماغزو یوه بله برخه چې دساه ایستلو ، لیدلو ،اوریدلو په لاره کې دتوازون ساتلو اود نورو فعالیتونو د کنترول دنده لري هم د ماغزه ډیره برخه نه نیسي
• د ماغزه بله برخه چې د تخیل د تنظیم اوابتکار ، باور او خیال مسولیت لري د ماغز و ډیره برخه نیسی او تر اوسه ددې برخې ډیر فعالیتونه نه دی مالوم شوی چې څه کوي
• په واقعیت کښې خوب لیدل په ماغزو کې د یو شی رسم یا لوڅ انځور دی
کله چې تاسو د ورځي په اسمان کښې یوه اوریځ وینئ یا یو لرګی وینئ دهغو انځور ستاسو ماغزو ته ځې دا انځورونه دماغزوپه یوه ځانګړې برخه کې ساتل کیږي.
• کله چې ګډوډ تخیلات امر صادر کړي احساس یا ادراک نه شوای کولی د دې ګډ وډو تخیلات سره معامله وکړي نو دهغه په وړاندی مقاومت ښيي او ځینې وختونه خپل لازم هدایات جوړ او صادروي چې داد خوب لیدلو له پدیدې سره مرسته کوي ددې فعالیتونو منبع هم د ماغزو لږه برخه نیسي .
• حافظه چې د ماغز یوه دنده ده د ماغزو ډیره برخه نیسي او همدا برخه خوب لیدل هم اداره کوي.
د خوب لیدولو جریان د ماغزو تر شعور لاندې له څو پړاونو وروسته پيل کیږي یاني هغه شیان چې دحافظې په پاڼې کې ثبت دی مګر د ژوند له کړکۍ څخه پټ پاته دي په خوب کې په یادیږی اودماغزو تر شعور لاندې هغه پېښې ته د نوی داستان سره لیدل کیږي .
• د خوب په وخت کې ماغزه او انسانی روان ځينې دحافظې په پاڼې کې ثبت شوی تصورات دوباره ګوری او په یوه لنډه یا اوږده مده کې یې تحلیل او ارزیابی کوی او هم مغز ګډ وډو انځورنو را ټولوی ، هغه جمع بندی او دسته بندي کوي.
خوبونه که فزیکي وي یا وړاندوینې ، ثابت او ستندر وی یا خپسکې
ټولّ د ماغزو کړه او فعالیتونه دي

په خوب کې په تدریج سره د هوښیاری سطح کمیږی چې دا هوښياری ماغزو په لایو کې د عصبو (نورون) په فعالیت اړه لري د نورون فعالیتونه هم په خپل وار د هڅونکو او خنډ اچونکو پیغامونو تر اغیزې لاندې راځي هڅونکی پيغامونه دخوب د شبکی له تشکیلاتو څخه «کورتکس »ته رسیږي او خنډ اچونکی پیغامونه د دماغی پل او حرام مغز څخه چینه اخلي .

Cerebral cortex د مغزلایي
Thalamusمینځنی مغز
Pons دماغی پل
Spinal cord حرام مغز
خوب په فعال ډول د مغز په خاص ځای کې تولیدیږی دا ځایونه اوس د برقی تحریکاتو له څیړنو څخه، د مغز د ځانګړی ساحې له زیان لیدولو څخه، او نوور تخنیکونو په وسیله پيژندل شوی دی
مخکنی مغز له « هیپو تالاموس » سره د« نن ریم خوب »د کنترول ځای دی شاید دا ساحه دخوب اندازه هم کنترول کړي.
دماغی پل« پانز» د« ریم خوب » دپیل سبب ګرځي. په « ریم خوب» کې دماغی پل د« تالاموس بصری هستو» اودمغز لایو ته یو سګنال لیږي( داساحه د فکر د پروسس مسولیت لري)،
دماغی پل دا سیګنال نخاح شوکی یا حرم مغز ته لیږی (چي هغه په ریم خوب کې دموقت فلج لامل کیږی). د مغز نوری برخي هم د خوب د پروسس لپاره مهمي دي د مثال په ډول
لکه « تالاموس» چې په« نن ریم خوب کې »د مغز ډیر ر یتم تولیدوی ( چې دا په« یي يي جی» کې لیدل کیږي) .

——————————————————————————–

۲۷ برخه

بهرنی لمسونې( تحریکات)

په خوب کې دمغز دبهرنیو لمسونونو د تګ او راتګ لارې تړل کیږي
نو بهرنې لمسونونه خوب ته لاره پیدا کولی نشی مګر دا چې نسبتاقوي وي
طبیعي حسي لمسونې په خوب لیدولو ډیره اغیزه لري.
«وین دکاسل » دراپوړت په اساس درې بهرنی لمسونې په ریم خوب اغیزه کولی شي
لکه دیخو اوبو پاشل( ۴۲ )په سلو کې ، دروښانی فلش( ۲۳ )په سلوکې او ږغ( ۹) په سلو کې .
په خوب کې د افکارو اړیکې :
په خوب کې د افکارو اړیکی یا دراتلونکی په اړه خوبونه لیدلو په هکله
«ستنلی کریپنر» په خپل کتاب « فوق العاده خوبونه او له هغو سره کار» په هکله ډیر ښه مالومات را غونډ کړي دي هغه په دې کتاب کې په ډیرو نادرو او فوق العاده خوبونو باندې څیړنه کړي ده او د داسو خوبونو اړیکې يې دژوند د ښه کولو لپاره تشریح کړي دي.
«کریپنر »فوقالعاده اونادر خوبونه داسي ډلبندي کړي دي .
جمعي خوبونه – چې دوه خلک عین خوب په یوه شپه کې وویني .
تیلي پاتیک خوبونه (د فکر دلیږد خوبونه )- چې خوب د نورو د تفکر په اساس وي .
ړناندي خوبونه – دلیرو پيښو درک دي چې په هغه څیړنې شوی وي او هغه د سمبول په ډول وي .
د تیر ژوند خوبونه- هغه پخوانیو پيښو په خوب لیدل دی چې موږ په هغه خبر نه یو .
روحاني خوبونه – د روح یا خدا (ج) ملاقات
د بدن بهر خوبونه ـ هغه حس (نفس) چې ستاسو له بدنه وځي ځان دخپل جسد پورته ویني.
شفاف خوبونه – هغه خوب دی چې خوب لیدونکي پوهیږی چې خوب ویني لکه په هوا کیدل
هغه هر شی روښانه ویني او پوهیږي،چې دا خلک او شیان په خوب کې دي او هغوی د ژوند له تجربو څخه کار اخلي .
لکه پخوا چې وویل شول خوب دوه پړاونه لري یو« ریم» اوبل «نن ریم»
د (ریم خوب ) په پړاوکې د«يي یي جي» ریکارد ډیر تونداو نا منظم حرکات د« نن ریم» په پرتله ښيی،سترګې د باڼو لاندې تیز او توند حرکتونه لري، پورته، کښته مخ اوشا ته ځې، دواړې سترګې یو ې خواته حرکت کوي دا حرکتونه یو ،یو وار دریږي او بیا ژر حرکت پيل کوي.
په« ریم خوب» کې حرکي غړي چې زموږ بدن ته حرکت ورکوي فلج یا ګوډیږي، مګر دبدن د ننه مهم غړي لکه زړه، دیافراګم، د سترګو عضلات ، سست عضلات لکه کولمې او د وینو رګونه خپلي دندې اجرا کوي.
په ریم خوب کې « يي ایم جي » ریکارد د لاسونه، پښو، اود زنې لاندې بریښنايي جریان نه ښيي .
,

دا ګراف په ویښه ، ریم خوب او نن ریم خوب کې د «یي یي جي»، « یي او جي» او « یي ایم جي» ریکارد په درو ثانیو کې ښيي .
د(یي یي جي) ریکارد په ریم خوب کې ډیر تیز او نا منظم دی چې دا د نن ریم تر ریکارده ډیر تصادفي دی .
څیړنې ښيي چې په مغز کې د« ریم »او «نن ریم» خوب تر منځ توپير لیدل کیږي حرام مغز په «نن ریم» کې منظم مالومیږي او په« ریم خوب »کې د مغز پل منظم وي
مغزپه «نن ریم خوب » کې دخپلو اعصابو فعالیت لږ وي اوسرچپه په «ریم خوب » کې یې زیاتوي.
خوب لکه ویښه یو حالت دی خو پېښې یې په دراماتیکي ډول بدلون مومي چې تداوم نه لري
خوب لیدونکي د خوب لیدولو په وخت کې هوښيار وي، خو دا د خوب دا هوښیاری حالت د ويښتوب له حالته توپير لري.
«هابسن او مک کارتني »وايي د خوب لیدلو پوهه ( نخښه ) د پورته مغز په منځ کې طرح کیږي او هغه داپوهه دلاندې مغز مرکز ته د خوب د تولید لپاره استوي او د هغې ساحي داعصابوتصادفي فعالیتونو هغې پوهې ته دیو منطقي داستان جوړولو هڅه کو
مګر د خوب لیدو ځینې مهم پړاونه د خوب لیدولو په حالت کې واقع کیږي .

ځکه دخوب لیدولو لپاره حافظه او پوهه مهم رول لوبوی ځکه په خوب کې هم لکه ویښه مغز فعال وي لیکن پروسس شوی تجربې د دنیا له بهر څخه راځي ، اودا بهرنی موډل زموږ د داخلی دنیا سره اړیکې پيدا کوي .
زموږ فزیکي او ټولنیز ه پوهه ا د بهر دنیا سره معامله کوي ،هغوی موږ احساسات هڅوي ، چې مهمو شیانو ته پام وکړو او د هغه تهدید ته یو عکس العمل وښیو، هغوی په دې کار کې مرسته کوي.