هلمند: اووه پوليس مسموم او ويشتل سوي دي

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جولای 19th, 2011


د هلمند چارواکي وايي تېره شپه د لښکرګاه ښار ته نيژدې د يوې پوستې اووه پوليس اول په زهرو مسموم سوي او بيا د خپل يوه ملګري له خوا وژل سوي دي.
د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي دغه کس د يادي سوي پوستې موټر په وسلو بار کړى او له سيمي تښتېدلى دئ.
ټاکل سوې ده په نيژدې ورځو کي د لښکرګاه ښار امنيت له بهرنيو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل سي.

Copyright Larawbar 2007-2024