کور / تازه خبرونه / ولسي جرګه: امنيتي ځواکونه د امنيت په ټينګولو کي پاته راغلي دي

ولسي جرګه: امنيتي ځواکونه د امنيت په ټينګولو کي پاته راغلي دي

ولسي جرګې نننۍ غونډي ته د کورنيو چارو وزير د وروستيو امنيتي پېښو په خاطر ورغوښتلى وو او له هغه سره يې د بندو دروازو ترشا وليدل.
د ولسي جرګې غړيو د کندهار د ولايتي شورا د رئيس احمدولي کرزي، سلاکار وزير جان محمدخان او ولسي جرګې وکيل هاشم وطنوال تر پرله پسې ترورونو وروسته د کورنيو چارو وزير جرګې ته وربللى وو.
راپورونه وايي د کورنيو چارو وزير بسم الله خان وويل پر سلاکار وزير جان محمدخان د بريدکوونکو تليفوني خبري يې پيدا کړي دي، چي تر حملې وروسته يې پاکستان ته زنګ وهلى او هلته يې خپلو لارښوونکو ته ويلي چي په حمله کي بريالي سول، جان محمدخان يې له منځه يووړ اووروسته يې يو و بل ته مبارکۍ ورکړي دي.
بسم الله خان وويل دغه حمله له پاکستان څخه پلان سوې وه او ترسره کوونکي يې هم له هغه ځايه راغلي وو.
بلي خوا ته په ولسي جرګه کي د کندهار استازى حميدزي لالي تر دې ليدني وروسته پر بسم الله خان د انتقاد په توګه وويل چي په خبرو کي د امنيت په باب هيڅ ډاډ نه دئ ورکړل سوى، د نوموړي په وينا د کورنيو چارو وزير پر دوى باندي زيرى وکئ چي په نيژدې وخت کي به دوى هم ووژل سي.
حميدزي لالي وويل امنيتي ځواکونه د هيواد په امنيت کي پاته راغلي دي او نا امني ورځ تر بلي ډېرېږي، نوموړي وويل اېران او پاکستان دواړه د خپلو لاسپوڅو په ذريعه په هيواد کي دننه ملي او بانفوذه اشخاص وژني.
بلي خوا ته په ولسي جرګه کي د هرات وکيل احمدبهزاد پر ولسمشر کرزي نيوکه وکړه چي د هيواد چاري يې له لاسه وتلي دي او حکومت يې د امنيت په ټينګولو کي ناکام دئ.