کور / تازه خبرونه / د اې آر سي اووه کارکوونکي تښتول سوي دي

د اې آر سي اووه کارکوونکي تښتول سوي دي

د بلوچستان ايالت له سرخاب کمپ څخه پرون غرمه د اې آر سي خيريه موسسې کارکوونکي تښتول سوي دي.
د سيمي اوسېدونکي وايي مخ پټو وسله والو پرون دغه کسان له روغتون څخه کورونو ته په لاره کي وتښتول، چي تر اوسه يې چا مسئوليت پر غاړه نه دئ اخيستى.
د اې آر سي خيريه موسسه د امريکا په مرسته د د ملګرو ملتونو د (يو، اين، ايچ، سي، آر) تر نظارت لاندي د سرخاب په کمپ کي افغان کډوالو ته روغتيايي اسانتياوي برابروي.
راپورونه وايي په تښتول سويو کسانو کي بهرني کسان نسته