کور / تازه خبرونه / آصف زرداري کابل ته راغئ

آصف زرداري کابل ته راغئ

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري نن په يوه لنډ سفر کابل ته راورسېدئ.
د زرداري د راتګ اصلي موخه د ولسمشر کرزي د کشر ورور احمدولي کرزي د مړيني په هکله د تعزيت او خواخوږۍ څرګندول ښودل سوي دي، خو وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر امنيتي، سياسي او اقتصادي مسايلو باندي هم خبري وسي.