د ښاغلي جهاني په وياړ دوې نوري غونډي جوړي سوې
د جولای د مياشتي پر ۱۷ نېټه د يکشنبې په ماځيګرد روسيې د سانکت پيتربورګ په ښار کي د افغانستان د وتلی شاعر او مورخ ښاغلي عبدالباری جهاني په ویاړ یوه ادبي غونډه جوړه سوه .
په غونډه کي د ښاغلي جهاني د کار او ژوند په اړه د ويناو تر څنګ ښاغلي جهاني خپل په زړه پوري اشعار وويل او نورو ليکوالو او اديبانو لخوا د ښاغلي جهاني د ادبي خدمتونو به اړه ويناوي او مقالې وواورول سوې .
دغه رنګه د جولای د مياشتي پر ۱۸ نېټه د روسيې په پلازمېنه ماسکو کي د مېشتو افغان اهل هنود ( هندو مذهبه افغانانو ) لخوا يوه په زړه پوري غونډه جوړه سوه چي د ماسکو مېشتو افغان ليکوالو او اديبانو د ويناو تر څنګ ښاغلي جهاني صاحب د افغان اهل هنودو په اړه د علمي وینا او ښاغلي ډاکټر رګنات اشنا د يوې خاطرې يادولو وروسته د هند د مشهور شاعر بګهت کبير د اشعارو په پښتو نظم ژباړل سوي بېلګي واورولې .
دا غونډه چي ښاغلي جهاني ته د مسکو مېشتو افغان اهل هنودو لخوا ترتيب سوې وه موخه يې د اهل هنودو د ټولني د مشر په وينا د خپل هيواد د يوه ملي شخصيت ستايل او درناوﺉ دی .د غونډي په پای کي ښاغلی جهاني ته د ماسکو مېشتو افغان هندوانو په استازيتوب د ګلابو ګېډۍ ډالۍ سوه.
ددغو دواړو غونډو جزيات له په زړه پورو او تاريخي انځورونو سره يو ځای ژر د جهاني انلاين ډاټ کام او لراوبر خپريږي ، تر اوسه يې د ځنډ له امله د خپلو ټولو درنو لوستونکو څخه بخښنه غواړم .