هلمند:ځانمرګي بريد ٣ ووژل ٧ ټپيان دي

34 | مارچ 17th, 2008


دهلمند ولايت په ګريشک ولسوالي کې بغراته نېژدې پر ناټو ځواکونو ځانمرګى بريد وشو چې په پايله کې درې٣ ولسي وګړي ووژل شول او همداراز اوه٧ نور ټپيان دي په ټپيانو کې ددوو روغتيا يي حالت داندېښنې وړبلل کېږي . دهلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حسين آنډيوال لراوبر ويپاڼي ته وويل چې ځانمرګي خپل موټر دناټو ځواکونو له کاروان سره نېژدې [اودلى دى خو دده په وينا ناټو ځواکونه مرګ ژوبله نه لري

Copyright Larawbar 2007-2024