افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې (درېيمه برخه)
ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولی
(د شاه امان الله خان د دورې مذهبي او ټولنيز غبرګونونه)
لومړى څپركى: درېيمه برخه:
ليكواله/ (Drs, Senzil Nawid) ژباړه: جاويد واك
افغاني تاريخ ليكونكو احمدشابابا د يو با ديانته مسلمان مشر په توګه معرفي كړى دى: د ښاغلي عبدالحى حبيبي په وينا احمد شابابا يو سني او حنفي مذهبه مسلمان وو. د اسلامي قوانينو د پلي كېدو كلك ملاتړ كوونكى وو.لكه څنګه چې هغه د اداري ځواك له تحكيمېدو سره سم حنفي مذهب ته د هيواد په قوانينو كې رسمي بڼه وركړه.
(حنفي مذهب د هغو څلور ګونو مذهبونو له ډلې څخه دى، چې د تسنن تر چتر لاندې يو منل شوى مذهب دى. بنسټ يې امام ابوحنيفه (رح) په ۷۶۷ كې كېښود). (۲۳)
احمد شا بابا د خپل حكومت په دوران كې يوه منظمه قضايي اداره، چې د حنفي مذهب پر اساس جوړه شوې وه رامنځ ته كړه. وروسته بيا يادې ادارې د يوې ديني جرګې حيثيت غوره كړ، چې د يو كس قاضي (خان ملاخان) يا ملاباشي لخوا پر مخ وړل كېدله.
دينې جرګې به احمد شابابا ته په ځينو مهمو كارونو كې مشورې وركولې. عدليه امور به د سترې محكمې لخوا څارل كېدل او اداره كېدل.
په قضايي سيستم كې ځينې نورې برخې هم موجودې وې.د بېلګې په توګه:دمحاكمو د دېوان مركز، د عدالت مركز او همدا راز ټيټ رتبه كاركوونكي لكه: قاضيان، مفتيان، محتسبان، او د جزا مامورين. دا ټولې برخې د قضايي ادارې تر پوښښ لاندې وې. (۲۴)
همدا رانګه د سدوزيانو د دورې په اوږدو كې ځيني دولتي منصبونه لكه: د علومو خان، مدرس باشي، د پلازمېنې د جومات امام، مير واعظ، د اوقافو مسوول او ځيني نور رامنځته شول. (۲۵)
احمد شابابا غوښتل، چې پر اسلامي مفكورې او شرعې محدودې برابر خپل حكومت ځواكمن كړي، چې په دې كار كې بريالى هم شو. او د دولت د ورځنيو چارو په اړه يې ځينې مقررات وضع كړل. دغه مقررات چې د عرف تر چتر لاندې وضع كېدل، د تغير او بدلولو دروازه يې هم خلاصه وه، نو ځكه به دغه مقررات د فرمانونو، فتاواوو او يا هم د محاكمو د فيصلو په توګه صادرېدل.
د دغو فتاواوو له ډلې څخه مشهوره هغه يې د (احمد شاهي فتاوا) په نوم يادېږي، چې د وخت د مشهورو علماوو لخوا تاليف شوې ده. او د حنفي مذهب پر اساس يې د دولت ټول اداري سيستم سره پييلى وو. د احمد شا ابدالي د حكومت په موده كې به هغه واړه او عادي قوانين د عدالت د برخې لخوا اجرا كېدل.
همدا راز د احمد شابابآ زوى او ځايناستى تېمورشاه(۱۷۷۳_۱۷۹۳ ) هم د حنفي مذهب يو جدي ملاتړى پاتې شوى. هغه د خپل واك په موده كې د افغانستان ټولو محاكمو ته امر كړى وو، چې د حنفي مذهب په اصولو او شعايرو دې سره له ټولو جزياتو يې عمل وشي. (۲۶)
همدا ډول تېمور شاه په كابل كې د (تسبېح خانه) په نوم د علمي او ديني فعاليتونو يو مركز هم جوړ كړ. كه څه هم د سدوزيانو په وخت كې قضايي سيستم په بشپړ ډول تنظيم شوى وو، خو بيا يې هم ځيني شيان لكه: پښتونولي، د عشايرو اصول(ناموس، مېلمه پالنه)، د ښځو موقف، او داسې نور له منځه وړاى ونشول. د دې شيانو د نه له منځه تلو يو ستر دليل دا و چې يادو موضوعاتو له ديني اساساتو سره ټكر نه درلود، نو ځكه پاتې شول.
مذهبي ډلې او د هغوى قدرت:
په افغانستان كې په عمومي توګه ديني ډلې په دوه برخو وېشل شوې وې. اول هغه ډله علما وو، چې په مدرسو كې يې زده كړې كړې وې. او په ټولنه كې به يې د مدرسو د استادانو او د قوانينو د مفسرينو په توګه دنده پر مخ وړله. دويمه ډله هغه روحانيون وو، چې د روحاني او … رهبريت له امله خلكو ډېر اعتماد پرې لاره.
علما:
د اسلام په مقدس دين كې داسې څه، چې د يو مسيحي كشيش يا يو راهب معادل وي، وجود نلري. په اسلامي ايين كې اصولا داسې څه نشته، چې اجرا كول يې يوازې ديني علماوو پورې تړاو ولري، او عام خلك دې ترې استثنا وي.
له پورتنۍ ادعا سره بيا هم ځيني مذهبي پوهان په تدريجي ډول، په اسلامي ټولنو كې را پورته شول او د ديني يا اسماني ايتونو د قوانينو د مفسرينو په توګه يې په ټولنو كې ځاى خپل كړى وو. دغو علماوو تر ټولو مخكې د (امر باالمعروف اونهي عن المنكر) ايتونو د تفسير په برخه كې ډېركار وكړ، نو له همدې امله يې په اسلامي ټولنو كې د ديني لار ښوونكو په توګه ځان ښودلى وو، چې په مسلمانانو كې د بشپړ درناوي او احترام خاوندان وه.
په دغه ډله كې: د اسلامي فقه علما، د ديني مدرسو استادان، قانوني او حقوقي مشاورين، قاضيان، د جوماتونوامامان او مذهبي واعظان شامل دي.
كه څه هم د هماغه وخت علماوو هېڅ كله هم د يوې متحدې او متوصلې كتلې به ډول كار نه دى كړى، خو بيا يې هم د خپل حماسي موقعيت په درلودو سره، چې د بادشاهانو او خلكو تر منځ يې د اړيكو په حيث كار كاوه، او ياهم د دولتي امورو د عدالت او قوانينو د پلي كوونكو په توګه په اسلامي ټولنو كې د يو زبرځواك په توګه اوسېدل.
د عباسيانو د دوران لومړي كلونه وه، چې علماوو د يو منظم او متحد ګروپ په ډول خپل كارونه تنظيم كړل او ميدان ته راووتل. وروسته يې د واك حدود د مذهبي او فقهي پوهاوي په لوړتيا سره پراخ شو.
په اكثرو ځآيونو كې به عام خلك د شرعي جزياتو په اړه دومره نه پوهېدل،او دا توان يې نه درلود، چې فقهي مسايل په اسانۍ سره درك كړي، نو له همدې امله يادو علماوو د مذهبي قوانينو د ښوونكو په توګه كار كاوه.
د شرعي قوانينو د مفسرينو په توګه د علماوو د نفوذ پراخېدل د سلجوقيانو او عباسيانو د دورې تر وروستيو پورې، مخ پر وړاندې روان وه. ان تر دې چې امام محمد غزالي (رح) د يو سلطان لپاره له عدالت څخه وروسته له علماوو سره ناسته ولاړه او مشوره د پادشاه يوه ستره وجيبه ګڼله. (۲۷)
د امام غزالي نظريه دا وه،((ښه پادشاه هغه دى، چې له علماوو سره په هر كار كې يو ځاى وي )). (۲۸)
همدا رنګه د امام غزالي د دورې يو بل عالم(ابن جماعه) هم دا نظر درلود، چې علما په دولت كې يو روښانه نقش لوبولى شي. ابن تيميه هم په خپلو خبرو كې ويل چې علما د پېغمبر وارثين دي، نو بايد په هر كار كې ورسره مشوره وشي. (۲۹)
د علماوو خپل منځي صلاحيت او رتبه بندي د هغوى د پوهې مطابق ټاكل كېدل. او ان تر دې چې د يو كس موقف به په دې هم ټاكل كېده چې د كوم عالم زوى، وراره يا لمسى دى.
هغه عالمان چې په دولتي چوكاټ كې يې كار كاوه، د اصولو له مخې يې لوړ ديني مقامونه اخيستل او دولت ته به يې نېغه په نېغه د هر شي په اړه مالومات و ركول. په داسې حال كې چې كليوالو علماوو د خلې علمي سطحې د ټيټوالي سره سره ازادانه كارونه كول.
همدا رنګه كليوالو علماوو په دولت كې هغو علماوو په پرتله كم نفوذ درلود كوم چې په دولت كې يې كار كاوه، خو دوى بيا د سمه ييزو خلكو په منځ كې د پراخ نفوذ خاوندان وو او په كليو كې يې هر ډول راج چلولى شو.
د (بويير) په وينا همدغو ټيټ رتبه مذهبي مشرانو د خلكو د استازو په توګه په ټولو مذهبي جنګونو كې له خلكو سره يو ځاى ګډون كړى او په دې برخه كې ډېر اغېزمن تمام شوي دي. (۳۰)
په افغانستان كې به هم كله چې مركزي ځواك له زوال سره مخ كېده، او د خلكو ملاتړ به يې له لاسه وركړ، نو په دغسې حالاتو كې به لوړ رتبه او ټيټ رتبه علماوو په متحد ډول ستر سياسي قدرت ته ځآن رساوه. په افغانستان كې د علماوو د ځواك اصلي منبع د خلكو تر منځ د دوى نفوذ او اعتبار دى.
د علماوو تر منځ ډل بندي(ګروپ بندي):
په افغانستان كې د علماوو ځواك او تشكل، د نورې اسلامي نړۍ د اهل تسنن علماوو تر منځ د ډل بندۍ سره يو شان وو. او په ټوليزه توګه ديني علماوو به په ټولنه كې درې مهم نقشونه لوبول:
۱_ د عدالت پلي كوونكي
۲_ د مدراسو استادان
۳_ د جوماتونو پالونكي
د پورتنيو درې ګونو ډلو له منځه وروستۍ يې، هغه ډله وه چې په جوماتونو كې به يې د امامانو او خطيبانو په حيث دنده پر مخ وړله.
د ځنيو نورو دندو لكه: د زيارتونوساتنه، د صدقاتو را ټولونه، د اسنادو تصديق، د نكاح اړوند مسايل، تكفين او تدفين ، په ترسره كولو سره د علماوو اهميت او نفوذ نور هم زياتېده.
د تاريخي پس منظر له مخې ويلى شو، چې افغاني علما ډېرى وخت په لاندې درې ډلو كې را څرګند شوي دي.
۱_ لوړ رتبه علما چې د دولت په اساسي پوستونو كې يې كار كاوه
۲_ ټيټ رتبه علما(د جوماتونو پالونكي)
۳_ هغه علما چې په مختلفو تصوفي ډلو پورې تړلي وه.
يو طالب العلم ته اړينه وه، چې د عالم كېدو لپاره دې، اسلامي علوم د افغانستان يا نورې نړۍ په مدارسو كې له ځينو مذهبي عالمانو څخه تر لاسه كړي.په ديني مدارسو كې تعليمي نصاب په لاندې ډول وو:
د حديث علم، فقهي اصول، حكمت، صرف، نحو او عربي. ځيني وختونه به غير مذهبي درسونه لكه: هندسه، ادبيات، دوديزطب او رياضي علوم هم له اسلامي علومو سره تدريس كېدل.په دې وخت كې به نو بيا د تدريس برخه د دوه استادانو تر منځ ووېشل شوه، چې يوه يې مذهبي علوم تدريسول او بل يې غير مذهبي.
دغه مدرسين په افغانستان او ياهم په نورو هيوادونو لكه: مصر، تركيه، حجاز او هندوستان كې روزل كېدل.
د نولسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې پېړۍ په اولو وختونو كې افغانستان د ځينو سترو ديني مركزنو خاوند وو او دپه دغو مدارسو كې به افغان طالبان روزل كېدل. د كابل د قلعه قاضي بېګ مدرسه، همدا راز د تګاب، قندهار، قندز، رستاق، غزني، جلال اباد، پېښور(چې د نولسمې پېړۍ تر منځنيو وختونو هم د افغانستان يو ولايت و او وروسته د انګرېزي استعارګروله خو ډ ډيورنډ د تورې كرښې په وسيله بېل شو) په مدارسو كې به افغان زده كوونكي ديني زده كړې تر لاسه كولې.
سربېره پر دې په بخارا كې د كوكلتاش اسلامي مركز هم د حنفي مذهب د پېروانولپاره ځانګړى شوى وو.چې هغه ځاى ته هم له: كابل، كندهار،هرات، بلخ او بدخشان ولايتونو څخه يو زيات شمېر افغان ځوانان د زده كړو لپاره ورغلي وو.
د كوكلتاش د مدرسې ټول لګښت هم د دراني شاهانو لخوا وركول كېده او د دوى لخوا يې ملاتړ كېده. (۳۱).
په وروسته وختونو كې بيا ديوبند اسلامي مركز د كوكلتاش په شان ډېر شهرت پيدا كړ او د افغانستان له جنوب او ځتيځو سيمو څخه يې يو زيات شمېر شاګردان پر ځان رامات كړل.
په افغانستان كې د شلمې پېړۍ پر نفوذ ترينه علما هغه كسان وو، چې له ديوبند مدرسې څخه فارغه شوي وو. د په هند كې د افغانو طالبانو زده كړه د دې سبب شوه، چې د افغان او هندي اسلامي ډلو تر منځ نږدې اړيكې پيداشي او مونږ به د دغو اړيكو اغېزې د شلمۍ پېړۍ په لومړيو درې لسيزو كې په واضح ډول مطالعه كړو.
د يو ديني عالم حيثيت او مقام به تر ډېره د هماغه عالم د لار ښود استاد په علمي شهرت پورې تړاو درلود.
د بېلګې په ډول پياوړى ديني عالم ملا دين محمد مشهور په ملا مشك عالم به تر ډېره خپل ځان او كړه وړه، خپل استاد ميا محمد اسلم پورې مربوط ګڼل.
ميا محمد اسلم ملا دين محمد ته د مشك عالم لقب وركړ، چې د ياد كس په علميت او مذهبي پوهې يې دلالت كاوه. ملا مشك عالم وروسته له ډېرو هڅو پر دې وتوانېد چې په غزني كې يې مدرسه جوړه كړه او له لوګر، وردګ، جلال اباد او هوتكيانو څخه يې زيات شمېر شاګردان وروزل. (۳۲)
نور بيا…
لمنليكونه
۲۳- عبد الحى حبيبي، تاريخ مختصر افغانستان، دويم ټوك، ۹۹ .
۲۴- پوپلزايي، درت الزمان فې تاريخ شاه زمان، ۲۷۲- ۲۷۳ ، پوپلزايي، دارلقضاحضور لامع النور، په كندهار كې د احمد شاه وياړونه، ۲۷-۹ .
25- Elphinstone, An Account of the kingdom of Caubul. 2:277.
۲۶- پوپلزايي، تيمورشاه درانى، ۴۱-۱ .
۲۷- الغزالى. نصيحت الملوك، ۲۷، (په لمپتن كې را اخيستل شوى، ۱۱۹).
28 – Lambton, Ibid.
29 – Lambton, Ibid.29.
30- بير، علما په معاصر تاريخ كې، ۲۳.
۳۱- پوپلزاييژ، دره الزمان، ۴۰۲.
32- BACSOA,13-14.