کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په ودونوکې تاجکې انجونې نڅول کوم فرهنګ دی؟

په ودونوکې تاجکې انجونې نڅول کوم فرهنګ دی؟

واده دانسان په ژوند کې ځانګړي اوستره خوشحالې ده ، د واده پورې د ځوانانو هیلې اوامیدونه تړلې دی.
ترټولوښه واده هغه دی چې د داسلامې  دود دستورسره سم  ترسره شي په افغانستان کې نږدې ټول د اسلام اومسلمانۍ دعوه کوي  او دوی هغه مسلمانان دی چې  هریو په مسلمانې کې ځان  د نړۍ د بل هرمسلمان ځنې اوچت ګڼې ،که  د یوې خوا دافغانانو پوهه اوآګاهې داسلام په اړه په نشت حساب ده خوبل لورته د اسلام سره کلکه مینه لرې.


زمونږټولنه یوه اسلامې ټولنه شمیرل کیږی اوسنې ولسواکۍ که یوڅه اغیزپری کړﺉ خوبیاهم  زمونږ خلک په عقیده کې بد نه دی.


د نظامونواوسیستمونوپه اړه که بحث وکړو خبره اوږدیږې. داسلام مقدس دین په ظهورسره د جهل اوباطل لمنه ټوله شوه،خود مسلمان ترټولوستردښمن (شیطان) نه غواړې چې مسلمان  ترې په امن کې پاتې شي . شیطان تل په هڅه کې دی چې مسلمان د ځان ملګرې کړي اودنیا اوعقبې ېې دواړه ورخراب اود ابدې بدمرغۍ ته ېې ورسوي.


دجمعې مبارکه ورځ وه ، غوښتل مې چې د جمعې د لمانځه د اداء په موخه یومزدک (جومات) ته ولاړشم اود جمعې لمونځ په جماعت سره اداء کړم ، زمونږ د مزدک  خطیب چې غوسه بریښیده خپلې خبرې یې د حمداوثناء وورسته  په دی ډول پیل کړﺉ هغه وویلې نه پوهیږم موږڅه ډول خلک یو؟ د څولسیزوناخوالو اومصبیتونوپه تیرلوسره اوس هم نه سمیږو،انسان دهرې ستونزی د زغملووورسته پخپل ځان کې سمون راولې  بد صفتونه چې د بدمرغۍ لامل ګرځې له ځانه ځنې لیرې اوزایلوی، خویوشمیربدانسانان بې باکه وی، خطیب وویلې د موبایل ټیلفون د بلوتوت له لارې مې یوکلیپ ولیده چې کوم چا د کندوزپه نوم د ودونوپه هوټل کې څوتنه تاجکۍ انجونې راوستې وی،انجونې ېې نڅولې اودشرابوبوتلونه ېې په سراړول هغه دهوټل له څښتنه ځنې په جدی توګه وغوښتل چې نور دی دخدای له ویرې داډول کړنوته په هوټل کې اجازه نه ورکوي هغه وویلې دعبرت لپاره خلک باید داکلیپ وګورﺉ،ښه دی اوس زمونږ مولیانو هم عصرې ټکنالوژې باندی سمبال شوی ، دهغه دی کور ودان وی خپل زړه خو ېې تش اومسوولیت یې اداء کړ، که چیرې دی خبرې متوجه شوپه ریښتیا هم بده خبره ده ځکه  له یوې خوا افغان ولس اوس هم هره ورځ په ژړا سترګې سرې وی اوپه یونه یو ناورین دغم ساندی وایې  چیرې دی احساس! چیرې دی دبل سره دغم شریکې فرهنګ! دیو حدیث له مخې مسلمانان د یوجسدپه څيردی که چیرې دجسدیا کالبوت یوه برخه په درد اویا ناراحته شي  ټول بدن ورسره په درد وی اوورځنې کړیږې.


که نن په سهیل کې د یو افغان کور ورانیږې په کارده چې په شمال کې مسلمان ورسره غمشریکې وکړې آن که دنړۍ په هرګوټ کې  مسلمان زوریږې بل مسلمان باید ورباندی خپه اوغم کې ورسره ځان سهیم وګڼې هله به داسلام پوره دعوه ولری.


بل لورته دګاونډی هیواد ځنې انجونې راوستل زمونږفرهنګ نه دی،منوچې واده یوه خوښې ده په ودونوکې زموږخلک یوڅه خوښې کوي  خوپه خوښې کې  داډول افراط د دین دټولواصولوسره په ټکر کې لویدل دی ،نن که تا شتمن صیب! داکار وکړ سبا یې بل کوي اوسوکه سوکه به په ټولنه کې دود شي په پاې کې به ېې  مسوولیت دچاپرغاړه وي؟


کړیدلې اسلامې ټولنه به نوره هم دپردیو د بدو فرهنګونو او دودونوښکار شي ته صیب! خویې هسې هم په کیسه کې نه ېې تل په خپلوهوسونواومزوچړچوکې ډوب ېې خومهاربه ېې ستاهغه  مظلوم ولس ته ډیرګران تمام شي چې غم اوفکر ورسره مل اوکلونه کلونه ېې سختې شپې ورځې تیرې کړی دی هغه مظلوم  هره ورځ د نورو دګټولپاره په سرووینوکې لمبیږې. هسې خودنړۍ په ډالرې باران کې په هیواد کې هیڅ هم ونه شول ټول ډالراویورو شخصې بانکې حسابونو ته لاړی ډبره په ډبره  نده کینښودل شوی تاجکۍ انجونې چې کومې پیسې له ځانه سره د خوار ولس له جیبونونه  وړی دکړیدلې ولس وینې دی چې تا صیب!په خپل شیطانې چلوونوپه لاس راوړی دی  دابه کوم وجدان ومنی!


یوشمیرصاحبان خودخپلورخصتیدو اوساعتیرو تیرولو لپاره تاجکستان ته تشریف وړي ، له هغه ځایه چې مزې چړچې ېې کړی تش جیبونه راوګرځې د تاجکیوانجونو کیسې د خپلوملګرو اوهمزولو په منځ کې کوی په دی بلنې سره ورځ تربلې د تاجکستان دعیاشې کاروان په  شمیرکې زیاتوالې راځي،نوپه دی اساس تاجکستان ته دایو ښه مارکیټ ګڼل کیږی، خوصاحبانو یې کور ته راولی.


په ودونوکې بیځایه اوفضول خرچه کول په اسلام کې هیڅ کوم اصل نلرﺉ، په ودونوکې هرډول افراط اواسراف  دخدای ج دقهراوغوسې لامل ګرځې چې په پای کې مرتکب  ته دندامت اوپښمانتیا نه پرته بل څه په لاس نه ورځي  ،واده د راتلوونکې ژوند لپاره یوتړون دی له واده وروسته ځوان اوپیغله  دیونسل اواولاد لپاره ته سترګې پرلاره وی ،هغه ودونه چې د نورو په دود ترسره کیږې په هغې کې دهیڅ خیراوبرکت تمه نشته.

تبصره نسته

  1. همايون صيب ډيره مننه چي داسي يو د زړه درد دي را څرګند كړ, همايون صيب او د لراوبر ټولو مينه والو
    په ريښتيا هم همدغسي ده لكه څنګه چي د همايون صيب ليكنه تاسو لولي داسي حالت روا ن دي په افغانستان او خصوصا لويو ښارو كي , او زه داهم وايم چي دا د الله يو فضل ده چي افغانان يه غريب پيدا كړي كچيري مونږ ټول شتمن واي خداي خبر لا به مو څه كړي ول.

  2. همايون صاحب ديره مننه چى يوي نوي موضوع ته مو فكر شو
    هيمه لرم چى د كابل پر يو شمير بي حيا تلويونونو هم يو څه وليكى
    په ادب

  3. مهمه خو د اندېښنې وړ موضوع ده ، له بده مرغه د ښاغلي کرزي د ادارې اکثريت مامورين او چارواکي په اخلاقي فساد اخته دي .
    چي يوې خواته پرېمانه رشوت ، خيانت او فساد موجود وي او بلي خواته اخلاقي فساد پايله يې دغسي کيږي .
    بله اوونۍ به تاسي په خپلو سترګو ووينی چي په څومره لوی شمېر دولتي چاراکي به د روژې په مبارکه مياشت کي هم خپلو کبابونو او شرابونو ته دوام ورکړي . چيري چي د خدای فرايض نه ادا کيږي ، هلته له خلکو د اخلاقي مسوليتونو پر ځای کول هسي خوب و خيال دﺉ .
    خدای دي موږ ټوله د حق لاري ته برابر کړي ( امين )

  4. زما وړانديز ټولو افغانانو او پښتنو وروڼو ته دادی چي له هر دغسي غيرشرعي محفل څخه دي د احتجاج په توګه ووځي يا دي يې ويډيوکليپونه او عکسونه خپاره کړي تر څو ددې غيراسلامي او غير افغاني اعمالو مخنيوﺉ وشي .

  5. دا په دی مانا ده چی په هر اسلامی هیواد کښي فحشا خپل عوجته ورسیږی هغه په نورو اسلامی هیوادو هم اغیزه کوی، او که چیری په افغانستان کښي یو اسلامی دولت او حاکمیت منځ ته راغی، نو دا زموږ اسلامی او اخلاقی فریضه ده چی د داسی کارونو مخنیوی وکړو!

    د لر او بر سایت څخه ډیر منندویم، مګر دوی باید د پښتنو په هکله هم خبرونه خپاره کړی،

    لکه بدل، ولور او داسی نور هغه کړنی چی پښتانه ورسره لاس او ګریوان دی!

    او د اوس وخت پښتانه تش په نامه دی، که چیری تاجکان له تاجکستانه نڅا ګری روالی، نو پښتانی له پیښوره راولی، ورسر یو ټیوب کښي د غزالی جاوید او نورو په لسګونو پښتنو نڅاګرو ویدو په ننګرهار کښي وګوری، وسلام

  6. سلامونه او نيکي هيلي مي ومنۍ. زه د لر او پر د پاڼي نه ډير خوشحاله يم ځکه چى ډير ښه خدمات لري

  7. یاره والله ډیر ښه مقاله یی لیکلی ده دداسی بیځایه مصرفونو مخنیوی باید وشی لکه چی څرنګه ولسمشر هم یو څو ورځی مخکی ویلی وو چی باید په ودونو کی مصرفونه کم شی .خو عملی کول یی ډیر ګران کار دی ځکه افغانان خو په دی کی هم یوله بل سره ضد کوی او وایی چی فلانی دومره مصرف وکړ نو زه یی ولی نه کوم خو اخر دا چی الله دی ټولو ته هدایت وکړی

  8. مننه همایون صیب
    ښه لیکنه ده او ښې موضوع ته پکې اشاره شوېده خو یوې اصطلاح ته زه په چورت کې شوم او پوه نه شوم چې تاسو دا لغت څنګه دمسجد لپاره استعمال کړی دی، په اسلام کې خو موږ مسجد لرو او هغه د الله دعبادت ځای ته ویل کیږي، تاسو څنګه ورته مزدک وایاست، آیا دا هم له کوم فرهنګ سره تړاو لري او که څنګه ؟

  9. سلام اونیکی هیلی می ومنی
    له لیکوال څخه مننه چی ډیرښی موضوع ته یی پاملرنه کړی ده
    زما په نظردا دپردولاسونه دی چی زموږ فرهنګ له منځه وړی او ددوی سره هغه تش په نامه افغانان مرسته کوی چی زه هغه ته په افغان ویلوشرمیږم ځکه دا دپرد سپی دی او دډالرولپارخپل ناموس خرصوی په ټولوافغانانو دافرض دی چی داسی خنضیر مردارکړی.
    وطن په وینوکی غرق دی دوی بی ناموسان تاجکی انجونی رقص وی
    چاکړم خرصه په وروسانو درپیو په بدل کی
    چاکړم خرصه په غربیانو دچوکیوپه بدل کی

  10. سلام اونیکی هیلی می ومنی
    له لیکوال څخه مننه چی ډیرښی موضوع ته یی پاملرنه کړی ده
    زما په نظردا دپردولاسونه دی چی زموږ فرهنګ له منځه وړی او ددوی سره هغه تش په نامه افغانان مرسته کوی چی زه هغه ته په افغان ویلوشرمیږم ځکه دا دپرد سپی دی او دډالرولپارخپل ناموس خرصوی په ټولوافغانانو دافرض دی چی داسی خنضیر مردارکړی.
    وطن په وینوکی غرق دی دوی بی ناموسان تاجکی انجونی رقص وی
    چاکړم خرصه په وروسانو درپیو په بدل کی
    چاکړم خرصه په غربیانو دچوکیوپه بدل کی

  11. سلامونه او نیکی هیلی می ومنه
    لراوبر ویب پانه همیشه ګورم اوډیرپه زړه پوری معلومات پکی وی اوډیره ښه موضوع همایون صاحب وړاندی کړی ده که دولتی چارواکی د دی په هکله یوقانون کیږدی نوداکاربه تریوحده سم شی اوجرمانه پری کیږدی نوداکارسمیدلی شی کنه په نصحت خو افغانان نه سم کیږی .

  12. السلام عليكم
    دا خو زما لومري وار دي جي دا بانه خلاصوم نور نو به هر صورت خو د همايون صيب ليكنه ديره روانه او به زره بوري وه نور به هره ورز دا بانه كورم تر سو شكلي ليكني بكي ولولم

  13. له هر څه نه مخکي دلروبر ادارې، ګران لیکوال او وروڼو ته سلامونه،نیکي هیلي او احترامات وړاندي کوم!
    فضلي صاحب زما هم د مزدک لغت ته پام سو خوبیامي له ځان سر فکر وکړﺉچي دابه دافغانستان په کوم ولایت کي د مسجد پرځاي مروج لغت وي خو په هرصورت،
    جهانګیرشاه وروره، حامد کرزي ته خو زه ولسمشر نه سم ویلاي ځکه هغه خو خپل دفرمان دفاع نه سي کولاي نو په افغانستان کی به دفحشی مخنیوي څرنګه وکړي؟؟؟ داهرڅه د ولس مشر له لاسه موږ ته راپېښ دي!!!
    هارون ځلاند ورور ته چي له کړېدلي کندهاره یې تبصره ورکړې ده او وایي چي ((د اوس وخت پښتانه تش په نامه دی، که چیری تاجکان له تاجکستانه نڅا ګری روالی، نو پښتانی له پیښوره راولی، ورسر یو ټیوب کښي د غزالی جاوید او نورو په لسګونو پښتنو نڅاګرو ویدو په ننګرهار کښي وګوری))
    هارون صاحب، غوره به داوای چي تاسو خپلي په لیکنه کي یو قید استعمال کړی وای او بیا مودنورو دفاع کړې وای، ټول پښتنانه تش په نامه نه دي، ایا دالیکوال تش په نامه دﺉ چي دامقاله یې خپره کړې ده؟ ننګرهار ته چي له پېښوره کوم انجوني راوستل کیږي هغه دننګرهاردینداره ولس هیڅکله نه راغواړي، هغه دګل اغا شیرزي غوندی نااهله والي اونورغربی پلوچارواکي یې راغواړي، ګل اغا شیرزی هغه څوک دﺉ چي په کندهار کي،دناګهان کلي په یوواده کي دهوایی یا ځان مرګ برید له کبله ۱۵۰ کسان په شهادت ورسیدل خوښاغلي شیرزي یې جنازې او فاتحې مراسم دنازیه اقبال په سندرو ولمانځل همداسي فاحش اسدالله خالد پسي درواخله چي له ډوبې یې ځان انجوني راوستلې او خپل ….. په پاي کي وایم چي ددې پرځاي چي ددولت څخه غوښتنه وکړو راځی چی الله پاک جل جلاله ته لاسونه پورته کړو چی موږ پر صراط مستقیم باندي برابرکړي.
    وسلام
    نصرت الله ترکی
    ځورېدلی کندهار ښار

  14. هوتک ورور ته سلامونه وړاندی کوم ،زه هم په خپل نوبت دا وایم چی دبسمل دوست په قلم دی برکت شی همیشه سپینی خبری کوې،او شمالی ډله یی هم همیشه غندلی ده سپین پښتون دی خدای دی ژوندی لرې.

  15. لويې څارنوالۍ په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازى ظاهر قدير د نشه يي توکو په قاچاق کې پر لاس درلودلو تورن کړى
    لويې څارنوالۍ په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازى ظاهر قدير د نشه يي توکو په قاچاق کې پر لاس درلودلو تورن کړى او د هغه داحضار غوښتنه يې کړې ده ،لويې څارنوالۍ د يادې موضوع په اړه پارلماني چارو وزارت ته د روانې مياشتې په ٢٤مه يو مکتوب لېږلى، چې ياد وزارت دغه مکتوب ولسي جرګې استولى دى ،د څارنوالۍ په ياد شوي مکتوب کې، چې يوه کاپي يې رسنيو ته رارسېدلې، راغلي، چې شاوخوا څلور کاله وړاندې د تخار ولايت د اتمې سرحدي لوا پنځه سرتېري په داسې حال کې د امنيتي مسوولينو له خوا ونيول شول، چې ١٢٣،٥ کيلوګرامه هيرويين يې د پوليسو له رينجر موټر څخه په استفادې قاچاق کول ،لويه څارنوالي د نيول شويو پوليسو په حواله ليکي، چې هيرويين يې د محمدظاهر قدير له کور څخه د نوموړي قرارګاه ته، چې په تخار ولايت کې وه، لېږدول ،د سرچينې د معلوماتو پر اساس، د ظاهر قدير د ترور زوى بلال، چې هماغه مهال يې په غير قانوني او رسمي توګه د نوموړي د سکرتر په توګه هم دنده ترسره کوله، د نوموړي له خوا د قاچاق په برخه کې د همکارۍ لپاره ګومارل شوى وو
    په مکتوب کې ليکل شوي، چې بلال تر نيول کېدو وروسته امنيتي مسوولينو ته د همکارۍ په بدل کې، د ٢٠ دقيقو په ترڅ کې د ١٠٠ زره امريکايي ډالرو د ورکولو وړانديز هم کړى وو،سرچينه زياتوي: بلال يواځې د مياشتې ٦٠٠٠ افغانۍ مياشتنې معاش درلود، نو څنګه يې کولاى شواى، چې په شلو دقيقو کې ١٠٠ زره امريکايي ډالر امنيتي مسوولينو ته برابرې کړي، حاجي ‌ظاهر قدير د دغه قاچاق مشري کوله او يادې پيسې يې د بلال په اختيار کې ورکولې ،يوې امريکايي ورځپاڼې باسټن ګلوب شاوخوا دوه کاله مخکې يو راپور خپور کړ، چې ولسمشر کرزي د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ترسره کېدو د مخه دنشه يي توکو پنځه پېژندل شوي قاچاقچيان له زندانه ازاد کړل، چې د دغو پنځو قاچاقبرانو له ډلې یو یې د یوه وتلي سیاستوال حاجي دين محمد وراره بلال وو،د لويې څارنوالۍ په مکتوب کې راغلي، چې امنيتي مسوولينو د تحقيق پر مهال د هيرويينو د صندوق کلي هم د ظاهر قدير د ترور له زوى بلال څخه ترلاسه کړې وه ،دغه راز مکتوب د څېړنو پر مهال د يوه نيول شوي پوليس له خولې ليکي، چې که د هيرويينو د ورسپارلو مطلوب کس يې نه واى موندلاى، نو رينجر موټر يې بايد د حاجي ظاهر په قرارګاه کې درولاى واى
    همدا راز لويه څارنوالي له هيرويينو سربېره د ملي امنيت د رياست د يوه مکتوب په اساس ليکي، چې د تخار ولايت د اتمې سرحدي لوا پخوانى قومندان ظاهر قدير له خپلو واکونو څخه په ناوړې ګټې اخيستنې، خپل دوه باوري کسان سيد اسدالله او محمد صادق د شېرخان بندر په سرحدي کميسارۍ کې د دې لپاره ګومارلي وو، چې يو شمېر وسايطو ته يې د محصول پرځاى د رشوت په اخيستو تاجکستان ته د انتقالاجازه ورکړې وه

  16. د حاجی ظاهر قدیر په باب چی بسمل ځه لیکلی د ې محض دروغ او اضافه ګویی ده، دبسمل طرز دید او تحلیل ډیر ضعیف دي حاجی ظاهر یو رښتنی مجاهد شخصیت دی او دیوی مجاهدی کورنی غړی دې،دمرحوم پلار په ګډون یی دکورنی ټول غړی دجهاد دلاری سپیځلی شهیدان دې، ومحکمی ته باید هغه ځوک معرفی شې چی لاسونه یی دبیګناه مسلمانانو په وینو لړلې وې ،محکمه چی اوس دا ناری وهی غواړی د حاجی ظاهر قدیر ځخه خپل هغه انتقام واخلی کوم چی دپارلمان غړو دظاهر قدیر تر مشر تابه لاندی دستری محکمی دغړو په باب داعتراض اواز جګ کړې دې. دبسمل نه می هیله داده چی دخپل ځان دعزت او درناوی په لټه کی دی شې او دبیځایه لیکنو او خبرو ځخه دی لاس واخلې او دخپلو تیرو کردارونو پړه او ملامتی دی په نورو نه تنبوې،دافغانستان مجاهد ولس دی پوه شې چی همدغه شړل شوی کمونستان دی چی غواړی دخپل هویت دسپیناوی پخاطر دملت جهادی مشران په یوه نامه او بل نامه بدنام کړې .

  17. دجرمنی په مونشن کی دروژې داووه ویشتمی راپور می ولوستي،دخوشحالی خبره ده چی افغانان په پوره اتحاد او اتفاق له هیواده دباندي په پوره یووالی سره په مذهبی مراسمو کی برخه اخلې،دنومړی راپور په دوهمه ماده کی کټ مټ داسی لیکل شوي دې چي
    ۲((ــ ځوان اوبا استعداد ورور ښاغلي احمد طارق کاکړ د شبقدر (یلــــــــدا) شپې په اړوندله قران شریف څخه یو صورت په ډېر خوند سره په جرمني ژبه وژباړه د یادولو ده، چې زموږ د تنکیوزلمو لپاره په جرمني ژبه ژباړل خورا په زړه پوري او ګټور دي))
    په پورته متن کی دمتن دلیکونکی له لور شبقدر(یلدا ) لیکله شوې ده،په دی خاطر چی دغه متن به پښتو ژبه تهیه شوي دې باید دشبقدر پر ځای دقدر شپه لیکله شوې وای،دوهمه خبره داده چی دقدر شپی او دیلدا دشپی تر منځ ډیر تفاوت په هر لحاظ موجود دی لوی فرق یی دادی چی دقدر دشپی یادونه الله ج په قران پاک کی کړې ده ولی دیلدا شپه په کال کی یوه لویه شپه ده چی دزردښتیانو له خوا په پخوا کی لمانځله کیده او اوس له هغه شپی ځخه ځینی ایرانیان یادونه کوی ،بهتره وو چی دمتن لیکونکې ددینی عالمانو سره په مشوره دغه متن تر تیب کړی وای او دلته یی د پخوا په شانی له سر زوری او ځان غو ښتنی ځخه استفاده نه وای کړې او یا هم دښاغلی نثار صمد صاحب دروژی دټولو ور ځو پیغامونه یی بیله عاجلی په دقیقه توګه لو ستلی وا ی.هیله لرم ښاغلی نثار صمد صاحب په دغه باب معلومات وړاندی کړی چی دقدر دمبارکی شپې او یلدا دشپې تر منځ فرق شته که ځرنګه؟