کور / خبرتیا او پيغامونه / د رنځور درملنه او کورنى طبيب کتاب چاپ سو

د رنځور درملنه او کورنى طبيب کتاب چاپ سو

د رنځور درملنه او کورني طبيب کتاب، د ښاغلي حاجي عبدالستار فيضي د هغه اثر نوم دئ، چي څو کاله وړاندي دښاغلي داد محمد پښتون په زيار او مرسته په پېښور کي چاپ سوی دئ. خو څرنګه چي ئې غوښتونکي او مینه وال ډېر ول، نو په څو ورځو کي د کتاب ټولي نسخې خلاصي سوې، پر دې اساس اوس يو ځل بيا د صداقت خپرندويه ټولني له خوا پر خړ اخباري کاغذ، د( ١٠٠٠)ټوکونو په شمېر چاپ سوی دئ.
صداقت خپرندويه ټولنه، ددې کتاب ليکوال ښاغلي حاجي عبد الستار فيضي ته ددې کتاب دچاپ مبارکي وايي. پر قلم ئې برکت او د نورو بریاوو په هیله یې.
دا کتاب پر لاندي پته تر لاسه کولای سئ:
ايمېل:
sadaqat.books@yahoo.com

ټليفون
0700305407 – 0700309244