کور / علمي / په ورځني ژوند کي د ټولنيزو ويبپاڼو اغېز

په ورځني ژوند کي د ټولنيزو ويبپاڼو اغېز

ســرچـــیـنه : فولکسکرنت – ۲۰۱۱ز، د جولای ۹مه، هالنډۍ ورځپاڼه
سرلیک : Even niet twitteren
مـــرکـــچی : مالو فن هینتوم
د ژباړلو نېټه : ۲۰۱۱ز کال ، د جولای لسمه


رخصتی ته د عادي ژوند او همېشني ماحول څخه د تلو معنی ورکولائ سو، خو که څوک د اوسني عصر په انټرنیټ او موبایل څلورویشت ساعته اخته وي، نو به د رخصتی څخه څه خوند واخلي؟
د هالنډ د تیلبورخ نومي پوهنتون  (Universiteit van Tilburg) کي د اړیکو څېړونکې او د انټرنیټ د ټولنیزو مسئلو متخصصه “ماریولاین انتیونس” په دې اړه داسي وايي : “خلګ غواړي خپلي تجربې د نورو سره شریکي کړي .”


د فولکسکرنت نومي ورځپاڼي کارکوونکي “مالو فن هینتوم” د “ماریولاین انتیونس” سره د ټولنیزو ویبپاڼو په اړه مرکه کړې، چي تاسو یې د پښتو ژباړي و لوستلو ته رابولم .


پوښتنه : دا ځــــــــیــــــــنــــــــي کسان ولـــــــــــــــــي د ملګرو لپاره په بلاګ یا نورو ټولنیزو ویبپاڼو کي په تکراري ډول شیان پر لیکه کوي او یا د انا و نیکه سره په سکایپ(۱) کي خبري کوي؟
– جواب : “د انټرنیټ د دورې څخه مخکي به یوه او بل د خوښۍ او نورو کړنو په اړه کارټونه او لیکونه لېږل، اوسنی ټویټر(۲) د پخوانیو لیکونو په څېر دئ، پر لیکونو سربېره یې ښېګنه دا ده، چي ډېــــــــــر امکانات لري . خلګ ټویټر او نور ورته ټولنیزي ویبپاڼي ځکه کاروي، چي خوښ یې دي . په دې خوشحاله دي، چي نورو ته د ځان حال ووايي او خپلي تجربې ورسره شریکي کړي، حتې تر دې اندازې چي د رخصتی په جریان کي هم په دې شیانو بوخت وي . ”


پوښتنه : په دې ډول خو څوک د رخصتی احساس نه کوي، ځکه هلته هم په انټرنيټ اخته وي؟
– جواب : اکثره بلاګونه د ورځني یاداښتونو په څېر دي، توپیر یې دادئ، چي بلاګونه یې دستي د ملګرو او کورنۍ د غړو سره شریکوي . علاوه پر دې یې بله ښېګڼه دا ده، چي د رخصتی وروسته ملګرو ته د مېلې د کیسې کولو ضرورت نسته، چي یوه او بل ته دي لس واري سرترپایه ټوله حال ووايي .


بل مهم ټکی دادئ، چي وروسته در خصتی جزیات د ذهن څخه وتلي وي، بلکي اوس مهال څوک د نړیوال جال د برکته کولائ سي د هري صحنې په اړه نورو ته لنډ پیغام ولیکي، چي چيري یې، په څه اخته یې او په څه شي دي ساعت تېر دئ .
دا پر ملګریتوب واقعاً مثبت اغېز کوي، ځکه ددغه خبرو له برکته د ملګرو سره د نوو شیانو په اړه ږغېدلائ سې .


پوښتنه : په عیني حال کي یې په ټويټر کی ټول حال لیکلئ وي، انځورونه یې پر لیکه کړي وې، والله، دا کسان خو ښه مینه ناک او مجلسي دي او که څنګه؟
– جواب : فرق لري، ځکه که یوازي یې، نو به پر لیکه یې، بلکي که د ملګرو او دوستانو سره په رخصتي تللئ یې، نو بیا طبیعي نه ده، چي څوک دي په دې شیانو اخته وي، ځکه ځای پر ځای بانډار ورته جوړ دئ، بل ته ضرورت نه لیدل کيږي .


که څوک یوازي په رخصتي تللئ وي، نو په انټرنيټ کي به د خپل حال د شریکېدو ښه زمینه ورته مساعده وي .



پوښتنه  : اا ښه، دا کار یو ډول جبري ښکاري، ځکه که په انټرنیټ کي د ورځنیو حالاتو د شریکولو  امکانات لرې، نو باید ګټه ترې واخلې، کنې نو پوښتنه کیږي، چي ولي یې نه استعمالوې؟
– جواب : بلکل، خبره داده، چي کېدائ سي څوک ډېر مصروف کړي، په تېره هغه وخت چي دیوچا سره دي د رخصتی په جریان کي د حالاتو شریکولو ژمنه کړې وي . ځیني خلګ سته، چي د انټرنیټ د اړیکو مصروفیتونو په تکلیف کړي وي، بېروبار یې ورته جوړ کړئ وي، هغوی دستي د فېس بوک یا هایفس (۳) اکاونټ تړلو ته مجبوره سي .

همداراز باید یاده سي، چي د شخصي ژوند د عامېدو اندېښنې په ټولنیزو ویبپاڼو کي د اکاونټو د بندېدو سبب ګرځي .


پوښتنه : تاسو خپله په رخصتی کي څه کوئ؟
– جواب : زه خپله په ټولنیزو رسنیو کي فعاله نه یم، د رخصتی وروسته چي ترکوره ورسېږم، بیا ټوله کیسه پر یوه ځای ورته کوم .
زما په اند دا فقط او فقط د وخت ضایع کول دي، که بیا څوک بل ځای ته په رخصتي او تفرېح تللئ وي، بیا نو بیخي نه په ارزي .  





(۱)  : سکایپ  (Skype) : د انټرنیټ پر ډګر د ټیلیفوني اړیکو مشهوره پروګرام دئ .
(۲)  : ټویټر (Twitter) : یوه ټولنیزه ویبپاڼه ده، چي غړي یې په اساني لنډ پیغامونه د نورو سره شریکولائ سي .
(۳) : هایفس (Hyves) : د فېس بوک په څېر هالنډۍ ټولنیزه ویبپاڼه ده .


پای


اړوند سرلیک :
—                چــټ کـــــول صحت تــــــــه ګــټـــــــه رسوي