ناټوځواکونو په شېخ اباد کي پرملکي وژنو بخښنه وغوښته
ناټو ځواکونو نن دانجینیر میراغا کورنۍ ته دافغاني دود په احترام ننواتې وکړه
میدانښار، وردګ (۹ زمري ۱۳۹۰): د شیخ آباد اړوند د کچ کلې د اوسېدنکې انجنیر سید میر آغا چې څو ورځې مخکې یې د طالبانو د هغه ماین په نتیجه کې چې د آیساف په موټر والوت او د متبادلو ډزو په نتیجه کې یې د کورنۍ غړي ووژل شول، دنهایي پلټنو وروسته څرګنده شوه چې ددې کورنۍ غړي د ناټو په
ډزو کې وژل شویدي.
ناټو ځواکونو د ولایت مقام دغونډو په تالار کې دولایتي چارواکو، قومي مشرانو او دانجینیر میراغا دکورنۍ دغړو په ګډون یوځل بیا نن خپل رسمي بښن لیک، د (۳) پسونو او (۳۳) زره امریکایي ډالر د ولایت والي محمد حلیم فدایي، ولایتي شورا ریس محمد حضرت جانان او سناتور سمیع جان په لاسونو دانجینیر میراغا او دده زامنو ته وسپارل
په لوګر او وردګو کې دایساف دلوا مشر کرنل انتونیا وویل: ((موږ دافغاني دود ته په احترام نن دننواتې او خواشینۍ مراسم د انجینر میراغا کورنۍ ته وړاندې کوو هیله ده چې زموږ تیروتنه راته وبښي ))، ده زیاته کړه: (( موږ به نهایي کوشش وکړو چې بیا داډول ناوړه پیښې تکرار نشي)).
د میدان وردګو والی محمد حلیم فدايي له هراړخیزو څیړنو وروسته وویل: ((د ولسمشر له حکم سره سم زموږ د حکومت او ولس جدې غوښتنه ده چې په راتلوونکې کې دا ډول پېښي تکرار نشي)) .
انجنیر میر آغا، دده مشر ورور او ځوان زوی یې وویل: ((ولسمشر او د میدان وردګو والی له موږ سره په دغه غم کې ځان شریک کړو او زموږ داسې لاس نیوې یې وکړو چې خپل غم یې راڅخه هیر کړو)) نوموړو وویل: ((په افغانستان کې هره ورځ په سل ګونه کورنۍ دغم په ټغر کښیني او زما کورنۍ هم ددغو کورنیو
دجملې څخه ده، ستاسو ننواتې زه دسر په سترګو منم او بښنه درته کوم)) .
یادونې وړ ده چې دغه پېښه په ۳۰ سرطان ۱۳۹۰ دایساف ځواکونو په بریدکې دډاکټرې عاقلې حکمت په ګډون دهغې دکورنۍ دوه نور غړې په شهادت رسیدلې وو او خاوند انجینیر میراغا پکې ټپې شوې وو.