د پکتياخبريالانو د اميدخپلواک د فاتحې مراسم جوړ کړل
دپكتيا ولايت ژورناليستانو د روژې د مباركې ورځې په لومړۍ ورځ د آزاد ژورناليست شهيد اميد خپلواك د فاتحې مراسم تر سره كړل .پكتيا ولايت دژورناليستانوخپلواكې اتحاديې له خوا په جوړو شويو مراسمو كې لومړۍ د عظيم الشان قرآن ختم وشو په پاى كې يې د ټولو ګډونوالو له خو ا د شهيد اميد خپلواك روح ته دعا او د كورنۍ پاتې غړوته يې د جميل صبر او جزيل اجرغوښتنه وشوه .
په مراسمو كې د پكتيا ولايت د ګڼو ژورناليستانو ترڅنګ د فرهنګي ، سپورتي او نورو ټولنيزو ساسمانونو غړو هم ګډون كړى . د پكتيا ولايت د ژورناليستانو ټولنې مشر اصيل ځاځي د پكتيا ژورناليستانو په ستازيتوب د اميد خپلواك وژنه د بيان د آزادۍ او ريښتنولي پر ستوني د خبيثه ارواحو دپښې اېښودلو په مانا وبلله وې ويل هغوى چې تل غواړي افغان ځورېدلى ولس له پېښوبې خبره وساتل شي او ددې وړتيا ونه مومي چې د خپلو حقونو څخه خبر او غوښتنه يې وكړي ، د ژورناليستانو په وژلو لاس پورې كوي .
ګډونوالو د ژورناليستان د حقونو د څار او ساتنې پر بنسټونو غږ وكړ چې د خپلواك وژنې د افغانستان ټول ژورناليستان د روژې د مباركې مياشتې په درشل كې سخت خواشيني كړي ،بايد د هغه وژنه د افغان نورو وژل شويو خبريالانو په څير هېره نه كړي او د عاملينوو د پېژندلو په اړه يې جدي هڅې وكړي .د پكتيا ژورناليستانو د بي بي سي راډيو له چارواكو وغښتل چې د اميد وژنه د صمد روحاني د وژنې په څېر با بېزه ونه ګڼي ، ګنې د هرې ورځې په تېرېدوسره به د افغان ژورناليستانو كورنۍ خپل يو غړۍ له لاسه وركوي ځكه چې پرژورناليستانو د يرغلګرو څخه به د وژنې پوښتونكي نه وي او په ډاډه زړه هغه خبريالان چې پرافغان ولس د زور زياتي د نادودو كرغيړن لاسونه افشاكوي وژني .