کور / هراړخیز / پر كوكران او مانجې جرګو د رحمان بابا د شعرونو اغېز

پر كوكران او مانجې جرګو د رحمان بابا د شعرونو اغېز

يادونه: دغه ليكنه د پسرلي مجلې په نولسمې ګڼې كې خپره شوې ده. 
ليكوال: ع.س اسحاقزى


ژباړن: بريالى جلالزى


 
ژوند د خوښۍ او غم ګډوله ده. انسانان د ژوند د پرمخ وړلو په بهير كې په ارادي او غير ارادي توګه له يادو شويو دوه پديدو سره مخ كېږي. د خوښۍ د دوام او د غم د لري كولو لپاره په بېلابېلو وسيلو لاس پورې كوي. د هر كار لومړنى خوځښګر ذهني انګېزه لري، چې لومړى يې په ذهن كې تمثيل او بيا عملي بڼه وركوي. دا مسايل په خپل ذات كې د اغېز له اړه بېلابېل ډولونه لري. يو هم موزونې كلمې دي، چې مثبت او منفي پايلې يې ډېر ژر څرګندېږي، چې اغېز يې د تاريخ په اوږدو كې پر بېلابېلو موضوعګانو څرګندې شوې دي. مخكې له دې چې د كوكران او مانجې جرګو په ګډونوالو د رحمان بابا د شعرونو اغېز په اړه څه وليكو لومړى د تاريخ په اوږدو كې په عمومي توګه د ځينو بېلګو په وړاندې كولو سره د شعر په اغېز يو څه رڼا اچوو.


په اسلامي او له هغې وروسته دورو كې د شعر اغېز:


د اسلام دويم خليفه حضرت عمر فاروق (رض) په شعر ښه پوهېده د ده په اند شعر كلتوري تلپاتې پديده ده، چې د وخت پېښې يې له منځه نشې وړلى.


حضرت عمر (رض) د زهير ابن ابي سلمي شعرونه خوښول د هغه شعر يې د نورو شاعران په پرتله ښه باله. د هغه كسانو له ډلې چې زهير په خپلو شعرنو كې ستايلې د عربانو يو مشر هرم ابن سنان دى. كله چې د زهير او هرم اولادونو دارالخلافې ته راغلل، حضرت عمر (ررض) د هرم زوى ته وويل: هغه شعر چې زهير ستا د پلار په هكله ليكلى را ته ولوله. كله چې يې شعر ولوست، حضرت عمر (رض)  ورپسې كړه: چې زهير ستاسو د كورنۍ په هكله ښه ويلي دي.


هغه يې په ځواب كې وويل: موږ يې هم په بدل كې ښې ډالۍ وركړي دي.


حضرت عمر (رض) وويل: څه چې تاسو زهير ته وركړي هغه له منځه لاړل او هغه څه چې زهير تاسو ته در كړي تل به له تاسو سره وي.


د زهير له زوى څخه يې پوښتنه وكړه: هغه څه چې هرم ستا پلار ته وركړي و څه شوو؟


هغه وويل:  له منځه لاړل.


حضرت په ځواب كې وويل: هغه څه چې ستا پلار هرم ته وركړي د وخت په تېرېدو به له منځه لاړ نشي، د هغه ډالۍ به د ډېرې مودې لپاره پاتې شي.


د شعر اغېز يوازې نظري اړخ نه بلكه بېلابېل اړخونه لري او تاريخي پېښې دغه اړخونه په عملي توګه څرګندوي.


يو هم د امير نصر بن احمد كيسه ده، چې په خپل وخت كې د مايشا فعاله امير و. نوموړې په بادغيس، مرو يا هرات كې په دومره عياشۍ بوخت شوى و، چې خپل ټاټوبى بخارا يې هير كړى و. د سفر ټول ملګري يې د سفر له اوږدېدو او د وطن له بيلتون څخه په تنګ شوي و. ددې وس ور سره نه و، چې امير ته د بېرته تګ په هكله ووايي؛ نو له رودكي څخه يې مرسته وغوښته:


رودكي د شعر په ژبه امير ته وويل:


بوى جوى موليان ايد همې


ياد يار مهربان ايد همې


امير د شعر په اورېدو دومره اغېزمن شو، چې خپلې جامې او موزې اغوستل يې هېر شوو. پر اس سپور او د بخارا په لور روان شو.


انسانانو ته د ژوند د پر مخ وړلو لپاره بېلابېلې لارې برابرې شوي دي. هغه چا ته، چې سوكالي ور په برخه وي، د سختيو اړخ ور نه هېر وي؛ خو كله چې ور سره مخ شي هر څه هېر كړي او د ځان د ژغورلو په لټه شي. امير هم دومره په عياشۍ كې بوخت شوى و، چې د اوسېدو لنډه مهاله ځاى يې د پرېښود. له بلې خوا د سفر ملګري يې كه څه هم د ژوند له ټولو اسانتياوو برخمن وو؛ خو د كورنيو بيلتون يې نه شو زغملى او دې ته سترګې په لاره و، چې كله به ځي.


د اداري او نظامي رتبو درلودلو سربېره يې د دې وس نه درلود، چې امير ته د بېرته تګ په هلكه ووايي؛ خو شاعر دغه مطلب د شعر په ژبه امير ته وړاندې كړ، چې د شعر اغېز څرګندوي.


د نظامي د ((چهار مقاله عروضي)) په دويمه ليكنې كې د شعر او شاعر د صلاحيت په هكله ليكلي: ((شاعري صنعت است كه شاعر بدان صنعت اتساق بزرګ را خورد و نيكو را در خلعت زشت باز نمايد و زشت را درصورت نيكو جلوه كند. با ايهام قوتهاى غضباني و شهواني را بر انګېزد تا بدان ايهام تباع را انقباضې و انبساطې بود و امور از ان را در نظام عالم سبب شود.)) همدارنګه يې په درېيمه ليكنه كې د سلطان محمود په هكله ليكلي: سلطان محمود د اياز د ويښتو د كمولو له امله، چې ده يې امر ور كړى و، خپه شو. كله چې يې د ويښتو كمولو څخه څو ساعته وروسته وليد، هر څه يې هېر كړل او په خپل كړي كار ډېر خپه شو. د دربار كسانو د سلطان د خوشالولو لپاره هېڅ لار نه ليده؛ خو عنصري دا څلوريزه ورته وويله:


كى عيب سر زلف بت از كاستن است


چه جاى به غم نشستن و خاستن است



جاى طرب نشاط و مى خواستن است


كاراستن سرو ز پيراستن است 

د دې څلوريزې په اورېدو سلطان محمود دومره خوشاله شو، چې د شاعر خوله يې درې څلور ځله له سرو زرو ډكه كړه
د شعر د څرګنوالي سر بېره د ويلو ځاى يې هم د پام وړ وي، ځكه د مايشا سلطان د دومره غصې او غرور ښكارندويي كړې وه، چې درباريانو يې د نږدې كېدو وس نه درلود او هره شېبه د ناوړې حادثې د پېښېدو امكان و؛ خو عنصري په مناست وخت او ځاى كې د څو موزونو كليمو په ويلو د غم شېبې په خوشالۍ بدلې كړې.


شعر د رزم په وخت كې هم له ځانګړې ارزښت څخه برخمن وي. په بېلابېل وختونو كې د مبارزينو رزمي روحيه پياوړي كوي او د بريال لامل يې ګرځي. همداراز د عام انسان روحيه پياوړي كوي. په ځانګړې توګه هغه وخت، كله چې انسان غواړي ستر كار تر سره كړي په هره سويه چې وي د پايلې په لاسته راوړلو كې شك كوي، ځكه د هر كار پايله مثبته يا منفي وي. په ځانګړې توګه هغه وخت چې د ناكامېدو احساس يې ډېر وي. په داسې وخت كې هر څوك چې د يو كار په تر سره كولو لاس پورې كړي، طبيعي ده چې په سيمه كې د مروجو عمليو، چې تاريخي مخينه ولري، تر اغېزې لاندې يې راځي.


فال كتل هم له دې ډلې څخه دى، چې په بېلابېلو ډلونو تر سره كېږي. فال د هر شاعر په شعرونو نه، بلكې د ځانګړو شاعرانو په شعرونو كتل كېږي. په پارسي ژبو كې د شيرازي حافظ په ديوان تاريخي سابقه لري؛ خو پښتانه بيا د خپل صوفي شاعر رحمان بابا په شعرونو فال ګوري دوى په رحمان بابا ځانګړي عقيده لري او د يو صوفي او روحاني شخصيت په سترګه ورته ګوري. 
 


ميرويس نيكه او د رحمان بابا په شعر فال نيول:



كله چې كندهار د ايرانيانو تر ولكې لاندې و، ميرويس نيكه چې د افغانستان له مبارزينو څخه و، د افغانستان د ازادۍ د لاسته راوړلو په موخه قومي جرګې راوغوښتې او په پاى كې يې د رحمان بابا په ديوان فال وكوت.


په هغه وخت كې د رحمان بابا د اوسېدو ځاى د لوى افغانستان برخه وه او په كاغذي رسم الخط نه وه جلا شوې.


د تاريخ په اوږدو كې په افغانستان كې بېلابېلې پېښې را منځ ته شوي. ځينې وخت پر دې خاوره د پردو له خوا يرغل شوى؛ خو د وطن بچو هر ځلې دا خاوره د پردو له يرغله خلاصه كړي، چې يو هم ميرويس نيكه (رح) وه.


كله چې د افغانستان غربي برخې د ايران د صفويانو له خوا نيول شوې وې، د سيمييزو خلكو د مقاومت له امله به يې تل د سيمي چارواكې بدلول. ګورګين په ۱۷۰۲ زېږديز كې د قندهار والي وټاكل شو.


د ګورګين په هكله ارواښاد بېنوا صيب په كتاب ((هوتكيان)) كې ليكل شوي.


د ګورګين اصلي نوم ختنګ دى. مخكې له دې جې په كندهار كې د بېلګربېګي په توګه وګمارل شي، په ګورجستان كې يې د صفوي پاچا له امره سرغړونه وكړه او ونيول شو. د اسلام دين د منلو له امله صفوي پاچا بېرته خوشي كړ او د شهنواز لقب يې وركړ. ځينې تاريخ ليكونكې ليكي، چې ګورګين له اسلام مخكې عيسوي و، ځينې وايي ترسا و او ځينې بيا وايي رافضي و.


ګورګين يو عصبي، ظالم، سخت زړى سړى و. له همدې امله د اصفهان پاچا هغه د افغانانو د تباه كولو لپاره، چې نه يې غوښتل د نورو تر ولكې لاندې واوسي، وټاكه. دى يې له شل زره لښكر او د ګرجستان له ځينو اوسېدونكو سره د بېلګربېګي په نوم په ۱۷۰۲ زېږديز كندهار ته راولېږه. د ګورګين په ګمارلو اصفهان بله موخه دا وه، چې د مغل په مقابل كې يو پياوړى ځواك ودروي.


ګورګين په كندهار كې پر خلكو ظلم پيل كړ او غوښتل يې له دې لارې ازادې غوښتونكې افغانان تر ولكې لاندې راولي؛ خو افغانان د ده د ظلم له امله سره يو شوو.


ميرويس نيكه (رح) د دې خوځښت مشر و او په ډېر پام يې د ايران له صفويانو څخه د كندهار د خلاصون لپاره ايران او كعبې ته سفرونه وكړه او د صفويانو له مشرانو سره يې وكتل. كه څه هم ګورګين هغه د خپلې څارنې لاندې اصفهان ته لېږلى و؛ خو بيا هم له بريا سره بېرته كندهار ته راستون شو. ميرويس نيكه (رح) د خپلې پوهې او فصيحې ژبې له لارې وكړاى شو، چې د ګورګين ټولې دسيسې له منځه يوسي او د سلطان حسين صفوي له خوا بېرته د كندهار كلانتر (سيمييز مشر) وټاكل شو. له همدې سره يې په كندهار كې د ازادۍ مبارزه پيل كړه.


همدا وه، چې ګورګين پر ميرويس نيكه (رح) له بېلابېلو لارو فشارونه زيات كړه، تر دې چې د هغه لور يې خپل زوى ته وغوښته؛ خو نوموړى ستر نوميالى افغان كرار پاتې نشو، د خپل هوډ د پوره كولو لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ كړې.



د كوكران جرګه او د رحمان بابا (رح) په شعرونو فال نيول:


مخكې له دې چې ميرويس نيكه، ګورګين ته د خپلې لور په هكله ځواب وركړي، پر كوكران (د كندهار په غرب كې مركزي ښار په شپږ كيلومتري كې يو كلى دى، چې د ميرويس نيكه (رح) زيارت هم همدلته دى.) كې يې قومي مشران جرګې ته را وبلل. د ګورګين غوښتنې يې د جرګې ګډونوالو ته وړاندې كړې او په دې هكله يې د ولس نظر وغو،ښت. له هرې خوا غږونه پورته شوو، چې بايد خپلو هلو ځلو ته دوام وركړي او د ګورګين په مقابل كې ودرېږي. ټولو په يوه خوله وويل: ((موږ له خپله سر او مال څخه تېر يو)) ميرويس نيكه پوه شو، چې قوم تر ده ډېر له ګورګين څخه په تنګ دي. د هغو روحيه يې لا پياوړي كړه. كه څه هم د ولس له ښكاره ملاتړ ډېر خوشاله شو؛ خو بيا يې هم خلكو ته وويل: ((ښه ده، چې خپله غصه په خوب كې له منځه يوسم. تاسو پر خپلو كړو ژمنو ولاړ واوسئ او پر ما باور وكړئ، چې له دښمنانو څخه به كسات اخلم)) په داسې حال كې هر انسان اندېښنه لري او په ډاډه زړه كار كولاى نشي. ميرويس نيكه هم د خپلو چارو د سمبالښت په اړه اندېښنه درلوده او د وخت دوديزه چاره، فال كتو ته يې مخ واړوه. ميرويس نيكه د فال كتو لپاره د رحمان بابا (رح) ديوان وټاكه.


همدا وه، چې د خپلو چارو د پرمخ بيولو او پرمختګ په موخه يې د فال په نيت د رحمان بابا ديوان خلاص كړ او دا بيتونه راغلل:



زه مكتوب غوندې په پټه خوله ګويا يم


خاموشي زما تېرى كا غوغا زما


كشت د عشق په ځمكه امان چيرته


سمندر بويه چې زيست كا په صحرا زما


د شعر له لوستو وروسته يې جرګې ته وويل: رحمان بابا مشوره راكوي، چې اوس چوپتيا غوره ده. د ظالمانو د پاى شېبې دي؛ خو موږ بايد په كراره د خپل هوډ د پوره كولو لپاره هڅې وكړو، چې مناسب وخت را ورسېږي زه به بيا تاسو راوغواړم او په ګډه به ظالمان له خپل وطنه باسو.


هغه زياته كړه، چې اوس بايد له تدبيره كار واخلي او خپلې توري د ګلاب تر پاڼو لاندې پټې كړي. 


د مانجې جرګه او د رحمن بابا په شعرونو فال نيول


يوه مياشت وروسته ميروس نيکه په مانجې کې (د کندهار ختيځ ته د کابل کندهار پر لويه لار د صفا ښار ته نږدې پرته سيمه ده) کې دويمه جرګه راوغوښته په ۱۷۰۸ زېږديز په همدې جرګې کې د ګرګين د له منځه وړلو پرېکړه وشوه.


خو ميرويس نيکه يو ځل بيا د رحمن بابا ديوان راواخيست او د خپلو کړنو د تر سره کېدو په موخه يې فال وکوت دا ځل يې چې د بابا ديوان پاڼې بېرته کړې؛ نو په لاندې بيتونو يې سترګې ولګېدې:



په اسمان يې مخ بت کړی به سحاب


خدای و ماته ښکاره کړ هغه لمر بيا



چه رقيب را ته تړلی په ځنځير و


خپل حبيب را باندې پرانيست هغه ور بيا



په وصال منت بار اوسه رحمانه


په صدف کې دخل نشته د ګوهر بيا



محمد هوتک وايې، چې په هغه ورځ اسمان ورېځ و. کله چې ميرويس نيکه د رحمان بابا بيتونه لوستل، لمر د ورېځو له لاندې را ښکاره شو او خلکو هغه الهي مرسته وګڼله.


ميرويس نيکه وويل: اوس د خدای مرسته هم له موږ سره ده. د دې وخت دی، چې خپلې تورې له تېکو راوباسو او له دښمن څخه ځان خلاص کړو.


له دې وروسته د ګرګين په مقابل کې ښکاره جګړه پيل شوه. ګرګين يې له خپل لښکر سره له منځه يووړ . کندهار يې د صفويانو له منګلو وژغوره او د کندهار واګي يې په خپل لاس کې واخيستل.


د انسان هر شعوري او غير شعوري کار په خپله نه تر سره کېږي او يوې وسيلې ته اړتيا لري. د ميرويس نيکه له دغو چارو داسې مالومېږي، چې د رحمان بابا شعرونو پر هغه ډېره اغېزه درلوده. که څه هم د دواړو جرګو پرېکړې د ده له غوښتنو سره سمې وې؛ خو د رحمان بابا په ديوان فال کتل، عادي خبره نه ده. ميرويس نيکه هغه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره يوه وسيله ګڼله.


په داسې حال کې يې د جرګې په خوښه ديوان خلاص کړ، چې دويمې جرګې ډېرې مهمې پرېکړې کړي وې او کېدای شوای، چې د رحمن بابا بيتونو د ده او د جرګې له فيصلو سره ټکر لرلای؛ خو ميرويس نيکه دا هرڅه په پام کې و نه نيول؛ خو بيا هم په دواړو جرګو کې د بابا بيتونه د ده او د جرګې له نظر سره سم وختل.


دې کار د مبارزينو روحيه لا پياوړي کړه. د کندهار د ازادۍ پلان ميرويس نيکه جوړ کړی و او هغه يې په ښه توګه پر مخ يووړ. ميرويس نيکه په يوازې توګه نشوای کولای، چې کندهار ازاد کړي. هغه له دود سره سم نور قومونه هم راغونډ کړل او کندهار يې د پرديو له منګولو وژغوره او د يو ملي نظام بنسټ يې کېښود. د خپل پلانونو د پلې کولو لپاره يې بېلابېلې لارې غوره کړې او هغه وسايل يې په پام کې ونيول، چې د ده د پلان په پلې کېدو کې يې مرسته کوله.


رحمان بابا نه يوازې د يو شاعر په توګه، بلکې د يو روحاني شخص په توګه پېژندل شوی او شعرونه يې د خلکو پر ذهن ځانګړې اغېزه لري. څوک چې د خپل کار پر کولو زړه نا زړه وي، د رحمان بابا پر شعرونو فال ګوري.


د ميرويس نيکه پلانونه د ده له نظر سره سم پر مخ تله؛ خو بيا يې هم د رحمان بابا په ديوان فال وکوت او له خپل زړه څخه يې شک لري کړ او بريا ور په برخه شوه.


د يادونې وړ ده، چې پخوا د رحمان بابا له شعرونو څخه د ازادۍ په جګړو کې د خلکو د خوځښت په موخه د يوې وسيلې په توګه کار اخيستل کېده. په هغه وخت کې لوی افغانستان د يرغلګرو تر ولکې لاندې و. او د دې وطن مېړڼي بچي د خپلې خاورې د ازادۍ لپاره سره يو شول او د خپلو پلانونو د پلې کولو لپاره يې د رحمان بابا روحانيت ته پناه يووړه که څه هم وخت ور سره ياري نه کوله؛ خو بيا يې هم د رحمان بابا له معنوي شتمني ګټه واخيسته او د مبارزينو روحيه يې پرې پياوړې او په پايله کې يې کندهار د يرغلګرو له منګولو وژغوره. داسې ملي نظام يې را منځ ته کړ، چې نن سبا په ټوله نړۍ کې پېژندل شوی هويت لري.


د افغانستان هر وګړي ته په کار ده، چې د داسې اتلانو مبارزې د رحمان بابا په پام کې نيولو سره په بېلابېلو ډولونو ونمانځي. د هغوی کارنامې د خپل ژوند لاره وګڼي، څو د راتلونکو نسلونو په ذهن کې پاتې شي.


پوهان او تاريخ ليکونکي دې دغه موضوع لا وڅېړي او دولت دې د ادبياتو په پوهنځي کې يوه څانګه د رحمان بابا په نامه جوړه کړي او د هغه زيارت دې په لا ښه بڼه ورغوي.