کندهار:ټرافيک پوليس غواړي ټول وسايط ثبت کړي

د لراوبر اداره | اگست 9th, 2011


په كندهاركې دغيري قانوني وسايطودثبت اوماليې په ترځ كې تراوسه پوري له ۳ زروڅخه زيات وسايط ثبت شوي .
دترافيكوچارواكې وايې چې ددې پروسې لپاره ټولټال ۶ مياشتي وخت ټاكل شوى چې له ټاكلي مودې وروسته به ټول هغه غيري قانوني موټرپه جدي ډول پرزه كړي چې قانوني اسناديې نه وي ترلاسه كړي .
دغيري قانوني وسايطوپرچلندڅوڅوځله بنديزولگېدى ،خوددايمي حل لپاره يې د۵ كلونوموقتي اسنادو دوركړې پروسه له تيروڅه باندې ۳ مياشتوراهيستې پيل شوې .
دكندهاردترافيكومديرسمونوال محمدالله هيوادتلويزيون ته وويل چې تراوسه پوريې يې ۳ زره ۲ سوه غيري قانوني وسايطوته لمبرپلېټونه توضيح كړي .
دى وايې چې دپخواپه پرتله اوس دمراجعينوپه شمېركې كموالى اوراغلى خوددې پروسې دتطبيق لپاره يوازي څه باندي ۲ مياشتې وخت پاته دى .
نوموړي گواښنه وكړل چې ترټاكلي مودې وروسته به په جدي ډول ټول هغه وسايط چې قانوني انسادونلري پرزه كړل شي .
ده وويل چې داد دولت وروستى تصميصم دى اوپه راتلونكې كې به هيڅ يوه غيري قانوني موټرته دچلنداجازه ورنكړل شي .
تردې مخكې هم دامنيتي ارگانونوپه گډون يوه كميسيون ددې موټرپرتگ راتگ بنديزلگولى وو ،خودولايتي شورادوژل شوي ريس خداى بخښلي احمدولي خان كرزي په هڅو،دماليې وزارت دغوموټروته دموقتواسنادو دتوضيح هوكړه وكړل
امنيتي سرچېني وايې چې په زياتره ناامنيوكې له دغه ډول غيري قانوني وسايطوڅخه كاراخيستل كېږي اوتردې يې لويه ستونزه داده چې نږدې ټول ترافيكي حادثات له دې ډول موټروڅخه رامنځ ته كېږي چې نه يې هم چلوونكى اونه يې هم خاونددمسئوليت احساس كوي .

Copyright Larawbar 2007-2024