كندهار:قاضي همت، دجمهورريس پريكړه بايدتطبيق سي

حاجی پوپل | اگست 13th, 2011


دكندهارداستناف محكمې ريس په يوه خبري ناسته كې اعلان وكړچې دپارلماني انتخاباتوددرغليودڅرنگوالي په اړه دوى په پوره غورپلټنې كړي ،اوپدې باب دجمهورريس كرزي پريكړه بايدتطبيق سي .
داستنفاف محكمې ريس قاضي دل اقاهمت په يوه خبري ناسته كې خبريالانوته وويل چې دسويل په كچه دپارلماني انتخاباتوټول صندوقونه دمحكمې دموظف پلاوي له لوري په پوره غوراودقت ،له سره شمېرل سوي اواصلي گټونكي كسان په نښه سوي
ښاغلي همت زياته كړل چې پدې باب دجمهورريس كرزي هره پريكړه بايدعملي سي.
نوموړي دپارلمان پرځينوغړوباندي هم نيوكه وكړل چې له خپل صلاحيت اوموقيف څخه په لوړه كچه په لوى لاس دستونزو ،درامنځ ته كولوهڅه كوي .
تيره ورځ دپارلماني انتخاباتوددرغليوپه باب ترځانگړي محكمې وروسته دكابل داستناف محكمې پريكړه وكړل چې ۶۲ تنه وكيلان بايدله ولسي جرگې څخه وايستل سي اوپرځاى يې نوي كسان دشوراغړيتوب ترلاسه كړي
اوس جمهورريس كرزي ديوه حكم له مخې دانتخاباتوخپلواك كميسيون ته دنده سپارلې چې دموضوع حقوقي اړخونه وڅيړي اولازم اجرات وكړي .
هاخودټاكنودخپلواك كميسيون مشرفضل احمدمعنوي وايې چې سر له نن (شنبې )ورځي څخه به ترراتلونكې اونۍ پوري پدې باب دكميسيون فيصله اعلان كړي .

Copyright Larawbar 2007-2024