کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / جنګ ولی اوږدیږی ؟

جنګ ولی اوږدیږی ؟

بسم الله الرحمن الرحیم ـ د افغانستان روان جنګ افغانانو نه دی پیل کړی بلکی نورو تحمیل کړی دی . دا جګړه نن له افغاني چوکاټه وتلې او منطقوی حتی جهانی اجندا ګرځېدلې ده . د دې جنګ د تمښت کیلی په افغانستان کی نه بلکی له هغه نه دوولس زره کیلومتره لیری په واشنګټن کی ده .


دا جنګ له شکه وتلی امریکایانو پیل کړی ، سخت کړی ، اوږد کړی او جاری ساتلی دی . امریکا زموږ په غم کی نه بلکی صرف د خپلو ګټو په غم کی ده . هغه سوداګر ، قاچاقبر او ستمګر دی او هر څه ته په همدې عینکو کی ګوری . امریکا افغانستان نه غواړی بلکی هغه یې د یو بل مقصد لپاره نیولی دی . په بل عبارت ، افغانستان هدف نه بلکی د هدف وسیله ده .


افغان جنګ د امریکا د منطقوی او جهانی اجندا مهمه برخه جوړوی نو ځکه داسی ژر او په آسانه نه وزی بلکی صرف د وچ زور او سختو مالی او ځانی تلفاتو په نتیجه کی به وزی . دا چی افغان جګړه اوږدیږی ، تلفات ډیریږی ، افغانان تباه کیږی امریکا ته اهمیت نه لری بلکی امریکایی ضایعات ، مصارفات او تلفات به دا جنګ پای ته رسوی .


موږ وویل چی د افغانستان اشغال د امریکا د منطقوی اجندا یوه مهمه او کلیدی حصه ده . که لږ څه شا ته ولاړ سو ، پیښی او پرمختیاوی عمیقأ وګورو ، نو معلومه به سي چی امریکا د تیرو شلو کالو راهیسی لګیا ده نړۍ په داسی جیوپولټیک ځنځیر تړی چی مهمی کړۍ یې په لاندی ډول دي :


لومړی ـ د شوروی اتحاد مړینه ، د کمونیزم نړېدنه او د هغوی د مؤکلینو یتیم والی ؛
دوهم ـ پر ملګرو ملتونو مستقیم تأثیر ، غوڅ نفوذ او تسلط پر قایمول ؛
درېیم ـ اروپایی اتحادیه او لویدیځ پلوه پرمختللي هېوادونه ( مثلأ جاپان ، اسټرالیا ، جنوبی کوریا ، اسراییل… ) په غیږ کی نیول ؛
څلورم ـ ناټو په خپله قبضه او اراده کی راوستل او په خپله ګټه یې استعمالول ؛
پنځم ـ د نیمه سیالانو ( لکه روسیې . چین ، هند…) تګلارې تر نظارت لاندی لرل او ګټی یې محدودول ؛
شپږم ـ د مخالفو او دښمنو رژیمونو محاصره کول، تعذیرول ، ربړول حتی نړول ( مثلأ ایران ، کیوبا ، ونزویلا ، شمالی کوریا ، پرونی عراق او پرونی افغانستان…) ؛
اووم ـ د یورشیا پراخه سیمه تر واک او ځواک لاندی راوستل او ګتی یې وړل ؛


دا هغه اووه عمده او ښکاره کړۍ دي چی د واشنګټن جیوپولټیکه اجندا تشکیلوی . د یوروشیا د کنټرول عمده برخه د ایران او سوریې هدف ګرځول دی . ومو لیدل چی څو ځایه ( مثلأ په لیبیا ، عراق ، آن پاکستان کی ) د چین ګټی تر خطر آن حملې لاندی راغلې . سوډان یې سره ووېشیً ، او شخړه پکښی جاری ده . لیبیا د تباهۍ آن تجزیې پر سړک روانه سوه . سوریه هم نوبت ته نږدې ولاړه ده . پاکستان هدف ګرځېدلی چی له دې کاره یې پخپله د پاکستان څخه علاوه د ایران او چین د ګټو زیانمنول او هم په یوروشیا کی د احتمالی اتحاد مخنیوﺉ هم دی . د یمن پر شا وخوا اوبه ټولی پوځی سوي دي . په ختیځه اروپا ( مثلأ پولینډ ، بلغاریا ، رومانیا ) کی امریکایی توغندي او ناټویی استقرار بشپړ سو تر څو روسیه محاصره او د پخواني شوروی ناراضه دولتونه وبیروی . اوکراین او بیلاروس په قطۍ کی اچول سوي دي…. په دې ډول دا ټول کارونه پر یوروشیا د غیږ راګرځولو پوځي ستراتیژي جوړوی چی تر څنګ یې د ټولی سیمی د نفتی زیرمو او پایپ لاینونو کنټرول هم احتوا کوی ( تر څو مخ پر چین یې تګ محدود او تهدید کړی ) . په دې ډول دا پراخه سیمه د واشنګټن تر پوځی بوی لاندی ده چی کوچني خطرونه ، زیانونه او تهدیدونه زغمی خو لویی ګتی ، بریاوی او لاسته راوړنی خپلوی .


فلهذا ، د افغانستان اشغال او جنګ ، قبایلی بم ورۍ ، افغاني ناکرارۍ ، پراخی تباهۍ ټول د یوې لویی جیو ستراتیژۍ اجزأ تشکیلوی . خو دا چی په وړاندی یې مقاومت هم توند او نور هم سختیږی ، نو د اشغالګرو جیو ستراتیژي یې د اصطکاک او سولېدو سره مخامخ کړې ده . هغوی قطعأ داسی نه وه ګڼلې خو اوس په خپلو اتو کی ډبل دي . دا معلومه نه ده چی څونه پوځیان رالیږل کیږی ، څونه بمونه اچول کیږی ، څونه ککرۍ خاوری کیږی ، څونه پیسې ضایع کیږی ، څونه موده جنګیږی خو هغه څه چی له ورایه معلومیږی دا ده چی دغه جنګ ناګټونکی ، پای ته نه رسېدونکی او نه موجه کېدونکی دی ، ځکه :


۱ ـ له سره دا حمله ناحقه ده او د جنګ عنوان یې غلط دی ؛
۲ ـ له پیله تر ننه معلوم ، ثابت او ټاکلی هدف نه لری ؛
۳ ـ وینه او پیسه یې لایتناهی نه بلکی ختمېدونکې ده ؛
۴ ـ دلته هیڅ حیاتی او حتمی ګټی نه لری ؛
۵ ـ خپل پوځیان ، ډالران او شان چټی تر یو فاسد رژیم قربانوی ؛
۶ ـ افغانستان یې اصلی هدف نه بلکی د هدف ذریعه ده ؛
۷ ـ په لسو کالو کی چی یې څه ویلی هغه یې نه دي کړی ؛
۸ ـ د امریکا د خلکو د دې پوښتنی معقول ځواب نه لری چی موږ ولی هلته جنګیږو ؛


« باب وډ وارډ » په خپل مشهور کتاب ( د اوباما جنګ ) کی لیکی چی جنرال دیویډ پترس راته وویل چی : « تاسی باید رسمأ دا ومنیً چی موږ دا جنګ نسو ګټلای . نو باید هغه دوامداره وساتو… » رابرټ ګېټس داسی راته وویل : « موږ د افغانستان څخه د تل لپاره نه راوځو . موږ هغه په حقیقت کی نه پریږدو . »


ښه ، آیا اوس نو دا نه ثابتیږی چی دا جنګ د افغانانو لخوا نه بلکی د امریکایانو لخوا اوږدیږی ؟ آیا دا نه ثابتیږی چی افغان مقاومت جبرأ په دې جنګ کی پرېکنده رول لوبوی ؟ آیا دا نه ثابتیږی چی امریکایانو ته جغرافیه ډیره ښه ورمعلومه ده خو په تاریخ هیڅ نه پوهیږی ؟ هټلر هم ویلی وو چی زما واکمني به د ۱۰۰۰ کالو لپاره وی ، خو په حساب کی یې فقط ۹۹۴ کاله غلطي کړې وه ! والسلام ، ( ن . صمد )