کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دطالبانوبریالي تاکتیک انتقام واخست

دطالبانوبریالي تاکتیک انتقام واخست

دتېرې خالې په شپه دمیدان وردګ ولایت دسیدآبادولسوالۍ دتنګي په سیمه کې طالبانو یوه چینوک دوه څرخه امریکایې هیلې کوپټر راوغورزوله چې په کې دیودیرشوامریکایې عسکروپه ګډون ټول ۳۸ تنه ووژل شول دوژل شویویودیرش امریکاعسکرو له ډلې ځخه بیا ۲۲ تنه دامریکادفوځ سپیشل فورس (ځانګړوځواکونو)دشپږم نمبر قطعې عسکروو .
ځانګړي ځواکونه (سپیشل فورس ) دامریکادفوځ هغه ګوته په شمېر اوچڼل شوي عسکردي چې په ډیروخواریواوزیات لګښت روزل کیږي ، په ډيرومهمواوپرمختلوتجهیزاتو سمبال دي اودډیریوه لوي اواهم هدف لپاره ساتل شوي دي . دوي هرې جګړې هرې چاپې ته نه ځې اونه هم دهرځای په عملیاتوکې برخه اخلي . دوي چې کله هم پرنورو امریکایې عسکروبده ورځ راځې ، یوې خواته یې مخ نه اوړي ، دپاڼ اوپړانګ په منځ کې حصارپاته کیږي نودژغورلواوامیدسترګې یې یوازي ددوي په لور را اوړي ، اویواځې دوي نجات دهنده ګڼې دوي هم پر داسي موکه دسترګوپه رپ کې ځان رسوي ، او دوچې اوبو غرونه اودښتوعملیات دوي ده یوشان و ي،د دوي ټول شمېر د۲۳۰۰ په شاوخواکې دي چې دشپږم نمبر قطعې۳۰۰ عسکریې بیاترټولونامیان اوپه دانه دانه را چڼل شوي دي . چې دانوبیاترپاتې ۲۱۰۰ ځانګړو عسکروهم زیات امتیازات لري په ډیرپرمختللو اومهمووسلو سمبال دي . دوي ترډیره حده له جګړوځخه خوندي ساتل کیږي یوازي هغه وخت ورته دڅه کولو ویل کیږي چې نورعسکرپه کې پاتې راشي . اویا هدف دومره ستراومهم وي چې ددوي پرځای د نورعسکروپه لېږلوسره دناکامۍ ویره وي، دلته نوپردوی ږغ کیږي اودوي هم په ډيره چټکتیاسره وړاندي کیږي اوهغه کارچې نوروته یې سرته رسول ستونزمن او ناشونې وي، دوي ته یونسوارهم نه ښکاري . دامریکادفوځ یوروزونکی وایې چې دفوځ دعامې روزنې ترفارغیدلو وروسته بیادوي هر یوه ته پنځه کاله ځانګړې اوډیره ستړ ې روزنه ورکړل شوې وه . نوځکه ددوي په وژلوسره دامریکافوځ ددوي تشه نه جبیره کیدونکی زخم بولي دفوځ یوچارواکې وایې چې دهفتې په سهاریې هغه څه واوریدل چې نه یې دده غوږونه اوریدلوته تیاروو اونه یې هم زړه منلوته ددوي وژلودومره لالهانده اوویرجن کړي وو چې ایله دماخستن خواته یې سدسرته راغلو، دی دغه ورځ دامریکادتاريخ ترټوله بده اوتوره ورځ ګڼي .


که څه هم یوازې له دوه زره لسم کال راهیسي امریکایې عسکرواوغربې انډیوالانویې د۷۰۰۰ په شاوخواکې شپنۍ چاپې اچولې دي دزرګونوپه شمېرکې بې ګناه افغانان یې کړولي اوزورولې دي اوپه یاده موده کې یې نیږدې ۶۰۰۰ انسانان له ځان سره وړي دي . ښځې ، ماشومان ، اوبوډاګان یې په نیمه شپه کې دخپلوکورونوپه انګړکې دخپل وحشي اووېروونکوعملیاتوپه ترڅ کې بې خوبه کړي اوکړولې دي . خوداهرڅه هغوي یوازي کړي وو دوي یې بشپړ ارام ته پریشي وو. ولې چې دبې وزلو ، بې دفاع اوبې ګناه افغانانوکړول هغوي هم کولای شول په سپیوداړل ، پرکلیو کورونه ، ودونواو جوماتونه بمونه اورول دهغوي لپاره هم چنداني ستونزمن کارنه وو نوځکه یې دوي ته دزحمت ورکولوګستاخي نشوای کولاي .
دوي یوځل په ایبټ آبادکې ازمویل شوي وو چې همالته سرخرو اوبریالې راوتلي وو دوي هغه کارایله دیوه ساعت په دوران کې سرته رسولی وو چې دامریکافوځ اوسی آی اي دلسوکالوپه زیار اودملیونونو ډالروپه لګښت هم په کې پاتې راغلي وو، دوي امریکادهغوي دترټولوله لوي دښمن اسامه بن لادن ځخه خلاصه کړي وه . داځل هم دوي ته ډيرامیدونه وو دوي هم پایلوبې ته ډیرپه تلوسه وو اودنړیوال جام دګټلولپاره یې تنګي ته دتګ تیاري نیولي وو.دوي دتنګي په هدف کې دامریکااوغرب بقا نغښتې ګڼله .که څه هم دوي دتنګی له نوم سره ناآشنانه وو، دوي دخپلوډیرو عسکروپرقبر دولاړسنګ مرمر پرډبره دهغوي درحلت ځاي دسیدآبادتنګي لیدلي وو .


دډیرو انډیوالانوککرې یې همالته دخاوروخوراک شوې وي . اودقاري فضل ربي هغه سبق یې هم تراوسه لاپه حافظه کې پاتې وو کوم چې یې درې کاله وړاندي په همدغه تنګي کې د دوي انډیوالانوته ورکړي وو . اودخپلوانډیوالانوله هغې وحشیانه بمباري څخه هم خبروو کومه چې څه موده وړاندې په همدغه تنګي کې دلمانځه مهال پریوه جومات ترسره شوي وه، اوټول تنګی یې دوېراوماتم پرټغر کښېنولی وو .اوپه دې نیږدي وروستیوکې یې دخپلوانډیوالانوپه مردکیو دسیدآباد دمهربانې اوزړه سواندې ډاکټرې عاقله حکمت وژنه هم یادوه، خودوي تېر په هیرشمارکړل اودنوي پیل په امیدروان شول .ولې ددوي هدف ډیر ستروو دوي نه غوښتل چې ایله په شک اوشبهاتویې دومره سترهدف له لاسه ووزي .


دوي ته خودطالبانوقومندان ويلي وو چې مشرملامحمدعمریې په تنګې کې دی . اونن دهفتې په شپه یې دخپلوقومندانویوه غونډه رابللې ده . نوځکه ددوي پوره باوروو ، دوي په هیڅ صورت نه غوښتل چې دغه زرین چانس یې دشک اوګمان پربنسټ ضایع شي ، دوي خوپه دې هیله دتنګی په لورخوځیدلي وو چې کیداي شي دتنګي عملیات یې دامریکادتاریخ دترټولو اوږدې اوستونزمنې جګړي اخري هڅه ثابته شي، او امریکا اونړۍ به د غربیانودترټولولوي دښمن ملامحمدعمرمجاهدڅخه نوره خلاصه کړي . نوځکه دوي په ډېره بېړه دخپلوچورلکولوري تنګې په نښه کړ.
خودطالبانوقومندان ناځوانه دوي ته دام ایښې وو، ددوي په لاره کې یې ژورکوهی کیندلي وو . ددوي دتېرایستلولپاره یې دوي ته غلط استخباراتي مالومات ورکړی وو . او ددوي داستقبال لپاره یې خپل انډيوالان په راکټونه اوسقیلانوسمبا ل ګوته په ماشه کښېنولي وو.
دطالبانوقومندان دخپلوانډیوالانواوبې ګناه وردګانو انتقام واخست . خوسپیشل فورس خپل هدف او ارمان دتورخاورو غیږې ته ورسره یوړ .