کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اصیل پښتون پښتونستان خوښوي چې پښتون نه وي پاکستان خوښوي

اصیل پښتون پښتونستان خوښوي چې پښتون نه وي پاکستان خوښوي

اصل خبره به په نسب باندې شروع کړم، چې په ګرده پرمختللې نړې کې اوس هم اصل او نسب ته ترجیح ورکول کیږې، که څه هم پدې سره اجتماعې او ټولینز عدالت نشې رامنځته کیداې ولې چې خلک په قومونو، نسبونو او کټګوریو باندې ویشې.
خو دا خبره هم په اثبات رسیدلې ده چې چیرته چې ډب نه وي هلته ادب نه وي، مطلب مې د اصل او نااصله نسب څخه دی.
او دغه خبره ملنګ جان بابا په ډیر جرات او متانت سره د شعر په ژبه مونږ ته کړې ده کومه چې پاس ذکر شوه. په اسلام مبارک دین کې هم اصل او نسب ته څو ځایه اشاره شویده لکه یو حدیث مبارک کې چې راغلې (که تاسې کومه ښځه په نکاح باندې نیسې نو باید دهغې څلور شیان په نظر کې ونیسې، لمړې دهغې کورنۍ ،نسب، دهغې ښایست او څلورم هم چې هغه مالداره وي).همدارنګه د افغانستان په اساسې قانون کې هم پخوا اصل او نسب ته پوره کتنه شوې وه، او هر هغه څوک چې اصلي نسب والا خلک نه ؤ هغوي ته به کومه لویه رتبه نه ورکول کیدله. چې د اصل او نسب په باره کې یوه هم هغه کیسه ډیر مشهوره ده چې کله دافغانستان شاه ظاهر خان یو مکتب ته ولاړ، چې ئې ولیدل نو یو استاد یو زده کوونکې په لښته سره وهلو، ظاهر خان هم راغې او د استاد نه ئې لښته واخسیتله او زده کوونکې ته ئې په لاس ورکړله چې ګویا خپل استاد نه دی خپل بدل واخله مګر زده کوونکې هیڅ دیته اماده نشو چې دا کار وکړي، همدا ؤ چې ظاهر خان د خپلې تجربې دحاصلولو لپاره په ټولګې کې ټولو ته ووئیل چې څوک هم غواړي د استاد نه خپل بدل واخلې نو را دی شې او پدی لښتې سره دی استاد ښه ووهې، چې پدی ټولو زده کوونکو کې یواځې یو زده کوونکې دیته اماده شو او استاد ئې په لښته سره ووهلو، کله چې د هلک د نسب په باره کې پوښتنه وشوه، نو هلک په نسب باندې نائې وختو، هماغه ورځ شوه چې ظاهر خان هم په بې نسبو خلکو باندی اوچتې عهدې سمبالول او په حکومتې چارو کې لوړ مقام ته رسیدل بند کړل. خو نه پوهیږم د کله نه چې دافغانستان حکومت د بې نسبو په لاس کې لوئیدلې، بیا ئې ښه ورځ نه ده لیدلې.
 راځم خپل هغه مطلب ته کوم چې زه ویل غواړم.
په افغانستان کې که څه هم ډیر قومونه اباد دی او ټول د افغانیت دعوا کوو، خو افغانیت، انسانیت، اسلامیت او شرافت مو په تاریخ باندې معلوم دی. ټول د ایماندارې دعوي کوو خو ایمانداري مو هم سره معلومه ده او همداسې نور.
دغه خبره مې هم د افغانستان د مسلحو قواوو دارکان حرب رئیس ( لوي درستیز) ښاغلې شیرمحمد کریمې په باره کې ولیکلې، او هغه هم پدې خاطر چې پښتنې مور همیشه دوخت سره سم داسې یو زوی زیږوې چې ساری نلري.
ښاغلې شیرمحمد کریمې یو داسې سیاسې او مدبر سړی دی چې دافغانستان د سیاسې کسانو په لست کې یو ککره هم دغه دی او په پښتو،پښتونوالې، پښتونخوا او پښتون مین شخص دی.
شمالي ټلوالې ټولې څیرې خو اوس مونږ ته څرګندې شوی او دهغوي ټول هغه قراردادونه چې دپښتون په سر باندې ئې د امریکائي او ناټو قواو سره کړی ؤ، چې دهغې د ډلې نه هم خپل سري عملیات، د افغانستان حکومت ته هیڅ  کوم قسمه ټیکس (مالیې) نه ورکول، دیو افغان وژنه سرعام په سرک باندې او دهغوي د عسکرو نه محاکمه کیدل دافغانستان حکومت اود افغانستان د محکمې له خوا، او بله هم د افغانستان د سرحدونه دامریکې او برطانیې ګوډاګې پاکستان سره معلومول او ټاکل ؤ.
دغه د سرحدونو خبره په پوره جرات او میړانې سره ښاغلې شیرمحمد کریمي په هغه تلویزوني غونډه کې چې ښاغلې سلطانزوی ئې نطاقې کوي وکړلې، کله چې ښاغلې سلطانزوي د لوي درستیز څخه دپاکستان د راکټې بریدونو په باره کې پوښتنه وکړله، چې ګویا ته د مسلحو قواو سرپرست په صفت ولې دپاکستان تیریو ته ځواب نه ورکوی؟
او یا هم ولی د پاکستان په خاوره باندې یرغل نه کوی؟ په هغه صورت کې چې هغوي زمونږ په حریم باندې د وخته تیرې کړیدې او بوخت دی کوي ئې؟
 ته دیو صاحب منصب  د ارکان حرب رئیس په صفت او دیو غیر نظامي سیاسې شخص په صفت دغو بریدونو ته په کوم نظر ګورې؟
په ځواب کې ښاغلې شیرمحمد کریمې ورته وویل چې؛
ښاغلې سلطانزوی سیب، اول به هم درته دا ووایم چې  دغه خاوره(افغانستان) څخه هر سړي او ښځې په خپل وخت سره دفاع کړیده  او ساتلې ئې دی، نه تنها اوردو او یا هم پولیس بلکه هر فرد ددغې خاوری او ټولنې په خپل وخت سره یو عسکر دی.
افغانستان اوس له مختلفو مشکلاتو سره مخ دی لکه د امنیت مسله ده، اقتصادی مشکل لرو، او هم سیاسې مشکلات لرو، خو که دپاکستان بریدونه پدې خاطر وي چې ګویا هغوي غواړي زمونږ په خاوره تجاوز وکړي، او یا هم زمونږ د خاوری یو برخه غواړي چې خپله ئې کړی، نو دا دهغوي غلط سوچ او فکر دی ولې چې ددی وطن هر بچې نر او ښځه تیاره دي چې پاکستان ته غاښ ماتوونکې ځواب ورکړی سره ددی دومره حجم او فوځ سره. خو دلته نور څه روان دی. مونږ باید خپله هوښارتیا ،خپله سیاسې هوښیارتیا،  او خپله اجتماعې هوښیارتیا له لاسه ورنکړو.
مونږ د امیر عبدالرحمان خان دوخت (۱۸۹۳ ) نه راپدیخوا چې د ډیورنډ خط او معاهده امضا شویدې، دادی دسلو کالو څخه زیات پوره شویدی، مونږ حق لرو چې دغه معاهده نوره رد کړو، او مونږه حق لرو چې د هغې خاوری په باره کې چې همدا اوس د پاکستان په ولکه کې ده تصمیم ونیسو. په هغه وخت کې هم یو سیاسې لوبه روانه وه چې دا لوبه د استعماری قوتونو لخوا په منطقه کې رامنځته شوه او زمونږ خاوره ئې تجزیه کړله، زمونږ سرحد معلوم دی. زمونږ سرحد د سند دریاب دی بلکه چترال هم زمونږ په قلمرو کې راځې. مونږ اسناد لرو چې چترال هم دافغانستان دخاوری څخه کنټرول کیدو.
پاکستان دا منې، دپاکستان اردو هم دا منې چې مونږ د ډیورنډ توره کرښه په رسمیاتو نه منو، او هغه هم په دی دلیل چې د پاکستان د منځته راتګ څه دپاسه ۶۰ کاله کیږې، او پدغوڅه دپاسه شپیتو کالو کې هغوي ددغې خاوری هیڅ کومه دعوا نلرله، بلکه برعکس مونږ ورسره دعوا لرو، چې پښتونستان زمونږ دی، بلکه په لاندی ټولو ځوانانو به هم دغه په تاریخ کې لوستلې وي چې دا زمونږ حق دی.
 اوس سوال دادی چې پدی ۶۶ کالو کې چې تاسې هیڅ کومه دعوا نلرله نو اوس تاسې څنګه داخبره رد کوی چې د ډیورنډ خط چې داسې کش کړل شویدی دا داسې نه بلکه دا داسې دی؟ مونږ خریطه لرو، ایساف زمونږ خط هم رسم کړیدی او دهغوی خط ئې هم رسم کړیدي، په بعضې ځایونو کې ئې ۵ کیلو مټره او په بعضې ځایونو کې ئې ۳ کیلو مټره زمونږ په خاوره کې دغه خط را ننویستلې دی او ادعا کوي چې دا د ډیورنډ خط دي نه بلکه دا خط.
 اوس پدی مسله کې ولې مونږ ځواب نه ورکوو؟ مونږ ځواب پدی خاطر نه ورکوو چې دا هم یوه بله سیاسې لوبه دوي روانه کړیده، او غواړی چې بین اللملې ټولنه هم پدی کې وعدی داره کړی چې راشې او وګوری چې دلته داسې مداخله وکړی چې ټول په ګډه سره وګوری چې سرحد په کوم ځای کې دی او یو ددی خطونو نه باید قبول کړای شې یا دا خط او یا هم دا خط، چې دا ټول د پاکستان په نفعه او ګټه دی او مونږ ته وائې چې دا باید تاسې امضا کړی، او په غیر مستقیمه توګه مونږ وعداره کوي چې مونږ باید د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپیژنو، او دا ټوله خبره هم دلته ده، ددوي د انداختونو او د راکټې بریدونو هدف هم دادی چې مونږ تحریک کړی تر څو برعکس مونږ یو عکس العمل وښایو، خو زمونږ  جمهور رئیس په ډیر سیاسې ډول هغوي ته ماتې ورکړه او دا ئې اعلان کړله چې مونږ نه غواړو د پاکستان په خاوره باندی تیری وکړو. دا په کوم دلیل؟ دا پدی دلیل:
 که مونږ په پاکستان تعرض وکړو نو مونږ به څوک ولو؟
په هغه طرف څوک دی؟
ځواب:
 زمونږ خپله خاوره ده او زمونږ خپل ورونه دی، او مونږ به په پاکستان نه بلکه په خپله خاوره تیرې او تعرض کړی وي، نو په همدې خاطر مونږ نه غواړو چې دغه سیاسې لوبه  په اصطلاح د تخت تاثیر د (تاثیر لاندی) راولو او ددی ترڅنګ خپله ائینده هم د سوال لاندې راولو دوي که مونږ هر څومره مونږ تحریک کړی مونږ به بیا هم منفي عکس العمل نه وښایو، او بین المللې ټولنه هم باید پدی په دقت سره ځان پوی کړی.
 بله دا چې ما نن دا په سراحت سره په هغه عمومي ایساف، ناټو،اوردو، او پولیسو په ګډه  عمومې جلسه کې دا وویل چې لاندی ناست ځوانان او ورونه شاهد دی چې داما په سراحت سره وویل چې زمونږ سرحد د ډیورنډ کرښه نه بلکه زمونږ سرحد د سند دریاب دی. پدی اساس مونږ هیڅ دیته اماده نه یو چې مونږ دی په ډیورنډ په کرښه سره خبرې وکړو، او له تاسې هم غوښتنه کوم چې ما ته کله هم ونه وائې چې راشه کینه، هیئت تعین کړه چې کومه کرښه صحیح ده، دا که دا؟
او لاندی ناست ځوانان خویندې او ورونو ته هم دا وایم چې یو سیاسې لوبه روانه ده  او غواړي چې مونږ تحریک کړی چې عکس العمل وښایو، خو مونږ نه ویریږو، مونږ هرڅه لرو او دهر څه نه اوچت مونږ غیرت لرو، او تاسې ته هم دا وایم چې په دا قسم مسائیلو کې دا وطن له مونږ سره دي او تاسې باید هیڅ کوم داسې فکر، ویره او یا هم ترس په زړه کې ونه ساتې، بلکه سیاسې هوښیارتیا مو له لاسه ورنکړی.
په سیاست کې یو کس ځنې لوړی، ژوری زغمې او قبلوي مګر په خپل وخت او موقع سره ئې ځواب ورکوي.


دا خو دافغانستان د لوی درستیز شیرمحمد کریمې هغه څرګندونې وی چې په یوه تلویزونې خپرونه کې ئې کړی وی، خو اوس هم راځم او د  یو بل مدبر پښتون ذکر کول غواړم چې هغه هم د لر او بر پښتنو د یو ځای کیدلو لپاره نه ستړی کیدونکې منډې ترړې کړیدي او کوي ئې. دی هم دیو هغې ستری پښتنې زوی دی چا چې پرون په جار سره دا خبره وکړله، چې مونږ نور دپښتنو ویشل نشو زغملې او نه ئې هم قبلوو. بلکه مونږ غواړو چې فاټا (ایجنسیانې) د خیبر پښتونخوا سره وتړو، او همدارنګه  هم هغه پښتانه چې په بلوچستان کې میشت دی هغوي ته باید د جنوبې پښتونخوا په نوم یو بله صوبه یا هم ولایت  ورکړل شې. هغه دا هم زیاته کړله چې دا غوښتنه مونږ د پاکستان ددولت نه په کلکه سره کوو، او نور نه غواړو چې پښتانه دی داسې تیت و پرک وی سره.
د دا خبری پرون د عوامي ملت پاله ګوند په یو غونډه کې وکړلې چې پکې صوبائې  ستر مشر ښاغلې عبدالطیف افریدې، او صوبائې ویاند ښاغلې ارباب طاهر خلیل هم ناست ؤ. ښاغلې افراسیاب خټک دا هم ووئیل هیڅوک هم نشې کولاې چې دپښتون قوم ترمنځ کوم درز را منځته کړی ولې چې دا یو ملت دی، او هیڅوک دی هم زمونږ په جعرافیوي موقیعت او میشت کیدلو باندې زړه نه خوشحالوي.
د ښاغلې افراسیاب خټک سیب ویناوې تاسې په لاندې لینک سره کتلې شې
http://nation.com.pk/pakistan-news-newspaper-daily-english-online/Politics/10-Aug-2011/ANP-wants-Balochistan-division
ومن الله التوفیق