کندهار: د حضرت جي بابا سړک بندیدلو ستونزه جوړه کړېده
له تيرو۲ ورځوراهيستې دښارپه داخل كې دنظم خاص له ودانۍ څخه بياترحضرت جي باباپوري غځېدلې لاردترافيكوپرمخ بنده وي .
دغه لاردمهمي عبوري لارپه توگه موقيعت لري .
دښارله داخل دښاراطرافواوله بهرڅخه دښارداخل ته ټول خلگ له دغې ساحې څخه تېرږي .
موټرچلونكې ،عام ښاريان اومامورين وايې چې دترافيكوپرمخ ددغي لاري تړل كېدو دوى ته ستونزي راولاړي كړي .
په وينايې نشي كولاى چې پرټاكلي وخت خپل هدف ته ځان وروسوي اوياهم له دغي نقطي څخه ټول هغه ناروغان له ستونزوسره مخ وي چې روغتونوته پرلاروي .
دترافيكو چارواكي ددې كارعمده علت دحج اواوقافودرياست له لوري وبيت الله شريفي ته دتلونوحاجيانودقرعه كشۍ پروسه بولي ،چې دنظم خاص په ودانۍ كې له تيروڅوورځوراهيستې ترسره كېږي .
دكندهاردترافيكومديرسمونوال محمدالله خان وايې چې دالارددوى له مشورې پرته دترافيكوپرمخ تړل شوې .
دى وايې چې دايوه موقتي ستونزه وه اوډيروخت به ونه نيسي .
بلخواښاريان ،موټرچلونكې اوپه ټوليزډول له دې لاري څخه تېرېدونكي لارويان غوښتنه لري چې دحج دقرعه كشۍ په گډون دټولوداسي پروگرامونولپاره بايددسټډيوم په گډون له لاري وتلي ځايونه وكارول شي .
كه چيري احياننآاړتيازياته وي نوپدغسي ځايونوكې بايددترافيكوشمېرزيات شي ترڅوله سيمي څخه عبوروسايط له ستونزو اوڅوساعتونوځنډسره مخ نشي .